راليږونکی :paktianay
د راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.com
نيټه : 07-05-2008


غزل: حميده پکتيانۍ
تاته چـــــې ګورمه په دې مــــې وژني
څو چې ژوندۍ يم تر هغې مې وژني
کومه سودا يم ما په څه خرڅــــــوي؟
په څه ګناه په څه کيسې مې وژني؟
چې خپل عفت د مال بدل کې پلوري
بس داسې داسې پښتنې مې وژني
د لېدو تــــوان دې بيـــــخي نه لرمه
جانانه ستا د مخ جلوې مې وژني
ديموکراسي د غرب مني راباندې
په يوې بدرنګه عقيدې مې وژني
تصميم د وړاندې ژوند نيولی نشم
پکتيانۍ تېرې خاطرې مې وژني.