ښه ترې خطا وي نو بد څه پېژني
عياش نفسونه مقصد څه پېژني
بس خاورې ښه دي د لحظو مينان
ذهني لنډپاري ابد څه پــــــــــــېژني
په بې ډبۍ يې زړګی څه له خورئ چې
څاروي ته ورته وي حد څه پېژني
تر هاغو حورو يې وار څنګه وشي
په خال خبر نه دی خد څه پېژني
دليل شعور غواړي له عقله سره
د لا شعور غلام رد څه پېژني
د تعدد معنا يې نه زده خيرخوا
داسې جاهل به احد څه پېژني.