يار ، بې ميني ترخــه وخـت نه خـواږه كاږي
زورور دى لـه ډبـرې اوبــــه كــــــــــــــاږي

شــوخ مـاشوم يې د پلــو زينـه كـې ناست دى
له پيچــكو يې تــاوكړي ويښـــته كــــــــــاږي

خــوله به راكـړي د يـاغي غـــرور نه لانـدې
ژرنده لــوړه دانه خـــوري خـو اوړه كـــاږي

عجـبـــه د هــــــــــــنري تـابـلــــو كشـش دى
په ولاړ نظـــر د ځــان په لـور زړه كـــــاږي

يـار چې مــــــا بيلــوي دا يـې بـې ننــــګي ده
ننـــوتي خــلك څـــوك لـه كــاله كـــــــــــاږي

جــــــــلان دا ډول كـم فــكـرې بـلا يـــوړو
چـې د وينـو لـه سره رنـګ يې سكـاره كـاږي

سيدجيلاني جلان