د عمر داز مروت غزل چې د سولې په مشاعره کې يې اورولی و
دلته دې ښار ته شرفساد هم له دې ښاره راځي
زموږ له چم دا ستا تر دره يوه لار نه رسي
دا ستاله دره زمونزه چم ته هره لاره راځي
زموږ د تن په سورکو وينو ټول نظام چليږي
تاته خو ګله تل پخه له کندهاره رسي
دغه د امن په جامه کې شر پسنده طبقه
داپته څوک نکړي چې دا له کوم دياره راځي
دغه د خدای عبادتګاه کې راغونډ شوي خلک
له خدای جنت غواړي که نه د خدای لپاره راځي؟
دې کې خامخا څه لاس وي د منځ غاړي سړي
دا چې رټلي ځوابونه تل له ياره راځي
دابه سبا د کور مېرمن وي، دامې ياده لره
نن چې د اور په بهانه له کوهساره راځي
له دار مې نشته دی څه ډار عمر دراز مروته
ماته خطره که راځي هم له خپل کرداره راځي.