راشه خپل انځور پکې دباب غوندې راواړوه
زړه مې د سندرو د کتاب غوندې راواړوه
مونږه لکه پرښې درته شپې پر اغزو تېرې کړې
اوس خو مخ ظالمې! د ګلاب غوندې راواړوه
زړونه ستا راتلو ته پر لمبو د انتظار ولاړ
خدای دې پر دې للمو د درياب غوندې راواړوه
ژوند څه دی ؟ څو شپې په توپاني درياب کې تېرې کړه
کډه په شا بېرته د حباب غوندې راواړوه
تش ګوګل به وګورې زما چې څومره شور لري
ته پرې تار د څڼو د رباب غوندې راواړوه
بس ستا د موسکا يوه ځلا غواړي زما اوښکې
ماتو ملغلرو ته څه آب غوندې راواړوه
خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کښې
لږه د سپېڅلي انقلاب غوندې راواړوه
16.01.2008
- محمدحنيف حيران
ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېېای! څه ښارۍ خو نه ېېستا پدې ښکلوځرځو سترګو کې غرور اوسيږيپکې تاريخ د اتلوالي دې مغرور اوسيږينو دا رڼې ،دغه کمزورې، بې همته اوښکېپکې وبدې ښکاري .راشه چې زه درته یو څه وښايمله دې کړکۍ نه ها چينه خو کسېچې پرې راټولې دنګې دنګې جونهته ېې ځوانۍ ، ته ېې ښايست وګورهمنم چې ته ېې ډېرې ښې پېژنېچې څوک يتيمې څوک ورور مړې ناستېها د ګودر د جونو ميره هاغه دنګه ميرهچې په صبا ېې وه ډولۍ روانهاو په ماښام ېې ورته را...
16.01.2008
- محمدحنيف حيران
ملګرو خدايګو که بلا موږ ته له باره راځيدلته دې ښار ته شرفساد هم له دې ښاره راځيزموږ له چم دا ستا تر دره يوه لار نه رسيدا ستاله دره زمونزه چم ته هره لاره راځيزموږ د تن په سورکو وينو ټول نظام چليږيتاته خو ګله تل پخه له کندهاره رسيدغه د امن په جامه کې شر پسنده طبقهداپته څوک نکړي چې دا له کوم دياره راځيدغه د خدای عبادتګاه کې راغونډ شوي خلکله خدای جنت غواړي که نه د خدای لپاره راځي؟دې کې خامخا څه لاس وي د منځ غاړي سړيدا چې رټلي ځوابونه تل له ياره راځي...