غزل: ظفر کريمي
ددی ښار داســـــــمان سرې لمنې ګــــوره
که دی وږم د اومو غوښومحــــسوس کړو
خودخبربه شی د\"مړې کـرښې\" له زوره
زه دداســــــــی يوذاهد ديوال شريک يم
چې دجام په لاس سجده کوی نسکـــوره
دکابل مــــــــــلالۍ هسی يبلی پښــې وه
د\"باګرام ترکـــــــو\"دپاسه کړه ســـــرتوره
اوس زړوفتــــــــوو ته نوی معنی ګــوری
چې یې سرې لمبې راپورته شوی له کوره
لوی منزل ته په ازغنـــــــولارو یـــون دی
دشاعرلالی قـــــــــــــلم مه شه بــــې شوره
بیا بائيلودی جنګ له يوه ټپه په کار ده
پېغــــــــــلی مړی دی دزلمو هوا ده نوره
ظـــــــــــــــــــــــفرکريمي