زنده گــی ده ځـګرخـون سره تـيريـږي
بنـده گی ده له ازمــون سره تیریــږي
درسته ورځ دې د یادونو کتاب لـولــم
څه ساعت له دې مضمون سره تیریږي
اباسین سره کـه تور پنــجابـیان گرځي
سره خرسان هم له جیحون سره تیریږي
د خپل پلار د کتابونو منځ کې ناست یم
که مـې عــمر افلاطون سره تیـریــږ ي
دلته مرگ دی، هلته مرگ دی، هر خوا مرگ مرگ
څــه جــفا ده لــه ژونــدون سره ، تیـریـږي
امیران په بــادشاهـۍ کــې نـــا کـــراره
فقــیری څــه لــه سکون سره تــیریــږي
هوښیاری له خدایه مه غواړه مشعله
دلته ژوند تش له جنون سره تیریږي
03.07.2007
- محمدحنيف حيران
ښې دي چې مــاڼی د بادارانو ډېـــرې ـلوړې ديسيورو ته يې څو دانې زمونږه هم جونـګړې ديبښنه غواړم خدايه (ج) چې سبب ددغې څه دی؟يــــوازې افغــــانانو ته مرګــــونه دي جــګړې ديهره يـــوه مورکۍ د وطن بــــاد د غـــم وهـــــلې دهدلته ميندې ټولې بورې ورارې دي زوی مړې ديزه يې د ايـــــمان د تـــــراوت لپــــاره ښــــې ګــــــڼم چــــا ويل چې حـسن ته سجدې په غم ککړې ديبار اوښــــان زموږ د دعـــاګانـــو ور د نـــنه کـــړېخدايه پاکه ستا دهر رحمت دروازې لـــوړې ديهو...
08.07.2007
- محمدحنيف حيران
په اوښــــکو نه ارزي په غـــــم نـــــه ارزيژوند داسی دی چې په هيڅ هم نه ارزيســـــترګې مو وخـــــــوړې غـــــبار دلارېلا دګـــــــــــلرنــــــګو په قــــــــــدم نه ارزيمات کړل ريـــــا دشېــــخ داوښکو غميپه تبســــــم اوس دصــــــنم نـــــــــــه ارزيموږ ژوند پرېږدو په غنمرنګو پســــــېموږ تـــــه جـــــــنت په يو غنـــــــم نه ارزيهرڅــــــــوک په تېغ د نظر ولې وژنــــــې؟هر څوک په تــــــــوره درستــــــم نه ارزيددرمـــــــــل غــــــــــږ به پرهر ژلی...