ښې دي چې مــاڼی د بادارانو ډېـــرې ـلوړې دي
سيورو ته يې څو دانې زمونږه هم جونـګړې دي
بښنه غواړم خدايه (ج) چې سبب ددغې څه دی؟
يــــوازې افغــــانانو ته مرګــــونه دي جــګړې دي
هره يـــوه مورکۍ د وطن بــــاد د غـــم وهـــــلې ده
دلته ميندې ټولې بورې ورارې دي زوی مړې دي
زه يې د ايـــــمان د تـــــراوت لپــــاره ښــــې ګــــــڼم
چــــا ويل چې حـسن ته سجدې په غم ککړې دي
بار اوښــــان زموږ د دعـــاګانـــو ور د نـــنه کـــړې
خدايه پاکه ستا دهر رحمت دروازې لـــوړې دي
هو هغه شـــهيد مور ته و ويلـــي چې زه ژر راځم
دې غريبې څومره شپې سپوږمۍ ته تېرې کړې دي
حيــــران يو لـــويه خدايه زياتــــــي لار ده رانه ورکه
اوګې پر جنازو او لـــېمې پر اوښــــکو ستـــړې دي.
03.07.2007
- محمدحنيف حيران
خـــدايه ته دا وګړي داسې جوړ کړېچې هيڅ سړی د چا په لاس ونه مريداســــــې لـــــمن کړې تــــه د ظلم ټولهچې نور مېږی د چا پــه لاس ونه مريخدايه چې تا وي ورتـــــه روح ورکړیهيڅ داسې شی دچا په لاس ونه مريچې د هر شي ظلم په ستر ګو کې شياو هيڅ ژوندی د چا په لاس ونه مريهيڅ لاروی د چا سپــــی ونــــــــه داړيد هيچا سپی د چا په لاس ونــــه مري...
08.07.2007
- محمدحنيف حيران
زنده گــی ده ځـګرخـون سره تـيريـږيبنـده گی ده له ازمــون سره تیریــږي درسته ورځ دې د یادونو کتاب لـولــمڅه ساعت له دې مضمون سره تیریږي اباسین سره کـه تور پنــجابـیان گرځيسره خرسان هم له جیحون سره تیریږي د خپل پلار د کتابونو منځ کې ناست یمکه مـې عــمر افلاطون سره تیـریــږ ي دلته مرگ دی، هلته مرگ دی، هر خوا مرگ مرگڅــه جــفا ده لــه ژونــدون سره ، تیـریـږيامیران په بــادشاهـۍ کــې نـــا کـــرارهفقــیری څــه لــه سکون سره تــیریــږي هوښ...