له پلارسره مې په دې نه لګېده،چې زموږدتربورانوخبرې به ېې منلې:زوی دې لوچک دی،زوی دې نشې کوي،زوی دې سپينه خوله دی او له لويانوسره ګرځي،داسې دی اوهاسې دی.زه به چې دماماګانوکره لاړم،هلته مې يوهلک ملګری کړی و،ډېرې شپې به هلته وم.پلاربه مې چې تيليفون راوکړ،دنن اوسباپلمې به مې ورته کولې.هغه انډيوال مې اقبال نوميده،ډېرشوخ و،ښوونځي ته تلو؛خويوه خبره وه پکې چې سګرټ ېې څکول.مانشې نه وې کړې؛خودپلارترڅنګ به چې ناست وم،دچيلم له سره اودپلارله خولې مې ډېردوګونه(لوګي)ترستوني تېرشوي و.ډېرځله به مې چې مورپه کورکې نه وه،يابه په پخلي بوخته وه،پلاربه مې ماته ويل چې چيلم ورته له تمباکوډک کړم.په ټول کلي مې يوازينی سړی پلارو،هغه دچاخبره چې ددې عصري زمان په عصري نشوکې ده چيلم څکولو.
  دداسې ذهني کېفيت خلک په دې وهم کې ښکېل وي چې داسې خلک کمتر ګڼي اوتوجه نه ورکوي.داسې کسان دتوجه دجلب کولوپه خاطرپه خپل ځان کومه ناروغي راولي.په کوم محفل،بنډاراوياهم پخپل کورکې په کټ ناست په ځان دوره راولي.څه مهال چې دی وګوري چې دټولوخلکوتوجه ده ته ده؛نودوره ېې ختم شي.
        داسې خلک دانه محسوسوي چې دوی خوخپله لويي اودخلکوپام غواړي؛لېکن کوم خلک چې توجه اوهمدردي ورکوي هغوی په اصل کې په ده پورې خاندي.په داسې ذهني کيفيت کې مبتلاخلک دښځوپه بنډارکې زيات خوښ وي.داسې وګړي دزرپښېمانۍ اوپه وړې خبرې دناراضتياعادي وي.په اصل کې داسې کسان دکومې نشې هرومر عملي وي،که کومه کيسه منځ ته  راشي نوخامخانشه يي توکي اوياهم دارام ګولۍ خوري.دذهني نارامتيا سبب چې هرڅه وي،داداعصابوترکمزورتياپورې رسيږي.څه مهال چې مغزمتاثره شي ؛نوبياذهني صورت حال بيخي بدل شي.دداسې ناروغۍ درملنه بيانوستاسې په خپلولاسونوکې ده.له نوروخلکوېې درملنه مه غواړئ.له چېرې تاسوته داعصابوزدګي ناروغي درپېښه وي؛نوددې درملنه ډېره ستونزمنه ده؛بلکه داسې هم کيږي چې داناروغي لاعلاجه بڼه خپله کړي.تاسوخپله فکروکړئ،زه ځينې علايم وړاندې کوم که تاسې کومې نښې په ځان کې وينئ ؛نووپوهېږئ چې تاسې هم دذهني ګډوډيوښکارشوي يئ.تاسوبه هم بياټول عمردارام په ګوليوژوندتېروئ.
       _ طبيعت موهروخت خراب وي؟
_په نه خبره غوسه کېږئ؟
_يوازېتوب خوښوئ؟
_خپل مورپلار،وروڼه،خوېندې،خپله مېرمن اوزامن څنګه درباندې لګي؟
_موسيقي څنګه درباندې لګي؟
        دااوداسې نورې پوښتيې چې هرکس ېې بايدله خپله ځانه وکړي.هغه خلک چې دذهني عياشي په لټه کې سرګردان دي،په اصل کې دوی له هيڅ شي نه خوندنشي اخيستلای.دهغوی خوب کم شي.دشپې چې معولي کړپ شي پورته شي،څراغ ولګوي،بياېې ګول کړي.هغه خپله خوښي اوښه ژونديوازې ترياک اونشه لرونکي درمل ګڼي.دهغوی دوينې فشارچې ددوی له فکرڅخه رامنځ ته شوی وي،تل لوړپه ټيټ وي.هره ورځ ډاکترته ورځي اوخپل فشارپرې ګوري.
        داسې کس تل تنهايي غواړي،په تنهايي کې په فحش تصوراتوباندې خپل زړه خوشالوي،خيالي پلوونه خوري.داذهني عياشي ېې تردې ځايه ورسوي چې هغه په رښتياهم دجسمي کمزوري ښکارشي.داسې ډېرکسان به موليدلي وي چې دعياشۍ اوفحش په خاطرپه جينکيوياهلکانوپسې دبچه بازۍ په خاطرګرځي.دبې وسۍ اولاچارۍ پايله ېې تردې راولي چې نوموړی کس خپله دنوروخلکودفحاشۍ ښکارشي.داسې کس د خپلوعقدودسړولودپاره بياله نورونرانوسره همبستري کوي،که داسې کارونکړي،زړه ېې هيڅ طاقت نه کوي.په پای کې دې ته مجبوريږي چې خپله پېسې پرې ورکوي اوخپلې جذبې سړوي.باالاخره داېډزاونوروناوړوناروغيوښکارشي.داناروغي بياله داسې ملوث کس څخه په سوونونوروته اوبياله هغوی څخه نوروته خوريږي،چې بېلګې ېې موږنړۍ دډېرې هيوادونودخلکوورکولای شو.