.نوره پرګلومينه نه کومه
دچم پرښکلومينه نه کومه
زه بايدنوره پرخپل ځان مين شم
ښه ده له دې چې پرجانان مين شم
ياپه نامه دتش انسان مين شم
زه بايدنوردځان شاعرواوسم
بايدسندرې ځان ته ووايمه
زه بايدمينه پرخپل ځان وکړمه
خلک لادلته له يوبله تښتي
خدای خبرهلته به چې څه پېښيږي
هلته خوزوی له خپله پلاره تښتي
دمينې يارله خپله ياره تښتي
مجبورغلام له خپل باداره تښتي
.
.
وۍ داسې ولې راته برندبرندګورې
زه خوهريوښکلی خپل ځان ګڼمه
دژوندلپاره ېې جانان ګڼمه
داچې مې زړه ويړه دنياکې تنګ دی
دچادلاسه ېې زندان ګڼمه
يوڅوبدرنګ لکه دېوان راغلي
غواړي ښکلازموږدکلي لوټ کړي
پدې دنياکې ښکلي ښکلي لوټ کړي
.
.
نه نه له مينې توبه نه باسمه
له تاشيرينې توبه نه باسمه
خوداچې اوس مې پدې حال ګورې
اوس خوکيسه بله ده
،،اوس ګوزاره دزړه په وينه کوو
حالات چې ښه شي بيابه مينه کوو،،