د ایډز پېژندنه (تشخیص):

د نورو ناروغیو سره د ایډز بېلوونکی تشخیص:ایډز باید د ټولو هغو ناروغیو سره بیلوونکی تشخیص شي په کومه لوحه کې چې ناروغ ، ډاکټر ته مراجعه کوي د مثال په ډول که ناروغ د تبې او وزن بایللو په لوحه کې ډاکټر ته راشي نو د نري رنځ او ځنډنیو ناروغیو سره او که د عصبي اعراضو په لوحه کې راشي نو د وېټامینو د کموالي ، الکهولېزم ، د ځیګر او بډوډو ناروغیو سره او که د Dermatitis,Dementia,Duiahrrea نه شکایت ولري د Plegra (د نیاسین د کمښت) سره بېلوونکی تشخیص شي او داسې نور...

د آزمیښت نه مخکې او وروسته مشوره: که یو کس په خپل ځان شکمن وي او یا ډاکټر پرې د ایچ آی وي/ایډز شک وکړي ، ډاکټر ته لازمه ده چې تر هر څه لومړی د ناروغ ویسا د راز ساتلو په اړه حاصله کړي او د ناروغ د پوره تاریخچې اخستو نه وروسته بېمار ته د وینې ازمیښت وکړي.
که د لابراتوار راپور منفي وو نو ناروغ ته په راتلونکي ژوند کې د ایچ آی وي د خپرېدو او مخنیوي ټولې روغتیایي ښوونه وشي.
او که راپور مثبت وي ، ناروغ ته ټولې هغه محفوظې لارې وښودلې شي د کومو پواسطه خپله کورنۍ او ټولنه د ایچ آی وي/ایډز د خپرېدو څخه ساتلی شي.
همدارنګه ناروغ ته د ښو خوړو خوړل ، نورو انتاناتو څخه د ځان ساتنې ، الکول او سګرټو پرېښودل او که واده ولري د مجامعت په وخت کې د پوکاڼیو استعمال توصیه شي.

د ایډز ناروغ معاینه کول: د ایډز ناروغ معاینات د نورو مریضانو په شان وي خو که د بېمار د افرازاتو سره د ډاکټر تماس راځي نو غوره ده چې دستکش په لاس کړی شي او د معایناتو نه وروسته لاسونه په ګرمو اوبو او سابون پرېمنځل شي.
۱-پوره او دقیقه تاریخچه.
۲-د ناروغ د ټولو غړو او سسټمونو فزیکي معاینه.
۳-لاندېني آزمیښتونه.
Hb, HBs Ag, TLC/DLC, T Lymphocytes Count, Tuberculin Test, Chest X-Ray, Urine Test
 
یادونه: په پیل کې ټوبرکیولین ټسټ مثبت وي اما کله چې معافیتي سسټم کمزوری شي بیا دا ټسټ نتیجه نه ورکوي نو ځکه 5mm Induration مثبت قبلېږي.

د ایچ آی وي د تشخیص لپاره د وینې معاینات:

د Sexual Transmitted Disease او Sexual Transmitted Infection په ټولوحالاتو کې جنسي ملګری/ملګرې باید معاینه او درملنه شي ، پرته له دې درملنه نا مکمله ده او ښه ځواب نه ورکوي .
د وینې لاندیني معاینات د HIV د تشخیص لپاره اجرا کیږي.
1 – T- Lymphocyte Count
د HIV د تشخیص لپاره آسانه طریقه ده ، داسې چې د وینې په معایناتو کې د TLC  او DLC  له مخې د T-Lymphocytes شمېره مالومېږي.
د DLC په راپور کې د لمفوسایټونو د ټول تعداد نیم د T-Lymphocyte او نیمایي نور یې د B.Lymphocyte ښودونکي دي.
په نارمل حالت کې د T-Lymphocytes شمیره د ۸۰۰ نه تر ۱۲۰۰پورې وي.
که چیرې د T-Lymphocyte شمیره د lcc/ Cells 250 – 500 څخه کمه شي ، په HIV دلالت کوي.
او که CC / 200 T-Lymphocyte < وي د Critical Level په نوم یادیږي.

مثال : که ml/ cells 6000 = TLC او په DLC کې د لمفوسایټونو سلنه ۳۰ وی نو د  T-Lymphocyte شمیره به څو وي؟

فورمول یې دا دی:
             
% / 100 Lymphocyte Count = TLC x Lymphocyte
Lymphocyte Count = 6000 x 30 / 100
Lymphocyte Count = 1800 Cells / ml

په پورتنئ نتیجه کې د لمفوسایټونو نیمایي T-Lymphocyte اونیم B-Lymphocytes دي نو د T-Lymphocyte شمیر به 900 حجرې وي.
دا طریقه سل په سلو کې د HIV ښودونکې نه ده ځکه په لاندنیوحالاتوکې هم Lymphopenia واقع کیږي.

Immune Compromised Patients
Corticosteroid Therapy
Malignancies
Some Viral Infection

Rapid Test-2

ځانگړي کیټونوباندې د مشکوک شخص د وینې سیروم اچول کیږي او د رنگ په تغیر سره مثبتوالی او یا منفی والی ښئ.
په دې ټسټ کې د رنگ د بدلېدوعلت د ایچ آی وي په وړاندې د کیټونو د اجزاووحساسېت دی چې د دواړو د عکس العمل په پایله کې Sensitized Latex Particles ترسب کوي او د رنګ د بدلون سبب ګرځي.

3- (Immunoblot Test) Western Blot Test
4- ELISA) Enzyme Linked Immuno Sorbent Assay: یوه سیرالوژیکه معاینه ده چې په وینه کې د Anti HIV- Antibody شتوالی ښئ .
ELISA په درې ډوله دی:
1st Generation-1
په دې کې Purified Viral Lysate د انټي جن په ډول استعمالیږي.
2nd Generation-2
په دې کې Synthetic Peptides د انټي جن په ډول استعمالیږي.
3rd Generation-3
د Sand witch او Competitive په نومونو یادیږي ،لیکن دا معاینه False Positivity او False Negativity لري.
په لاندنیو حالاتو کې د ELISA راپور False Negative راوځي.
* د تخنیکي غلطئ په صورت کې.
* په هغو اشخاصو کې چې معافیتي سیسټم یې کمزوری وي.
* د HIV-I ټسټ استعمال په داسې حال کې چې شخص HIV-II انتان ولري او یا برعکس.
* که د یو شخص وینه د window Period  په مرحله کې معاینه شي ، ځکه په دې مرحله کې لا  د اېچ آی وي په وړاندې انټي باډي نه وي جوړه شوې.

په لاندینو حالاتو کی نوموړې معاینه False Positive راوځي.
* Technical error
* Multiparous Women
* Intra Venous Drug Users and Hemophilia
* Collagen Vascular Disease
* Patients on Dialysis
* هغه ماشوم چې له خپل مور نه د حمل په دوران کې یوازې د HIV انټي باډي اخیستی وي.
* هغه کس چې د Influenza واکسین ورته تطبیق شوی وي.

د False Negativity او False Positivity د چانس کمیدو او له منځه تلو لپاره Test Sensitivity او Person Specificity ډیر مهم دي.
همدارنگه څومره چې په یوه سیمه او ټولنه کې د اېچ آی وي پېښې یانې Prevalence ډېر وي  نو مثبت راپورونه مثبت ، او که کم وي نو مثبت راپورونه مشکوک قبلوو او د WHO د لارښوونو له مخې هر مشکوک کس ته باید درې مختلف تاییدونکي معاینات اجرا شي.

5- Electron Microscopic Exam
د الکټرون مایکروسکوپیک کتنو په واسطه د HIV ویروس تثبیت اود وېروسونو اوT-Lymphocyte   شمېرمعلومیږي چې دا کار د تشخیص نه پرته د ناروغئ انزار او د ناروغ متوقع ژوند ټاکلی شي.

6-PCR)Polymerase Chain Reaction ):
دا یوه بیوشمیک معاینه ده چې د لمفوسایټونو په داخل کی د Provirus DNA ښودنه کوي ، حتی د Window Period په مرحله کې هم حساسه معاینه ده.

7- Test on Urine & Saliva
داسې ټسټونه تهیه شوي دي چې په ټشو متیازو او لاړو کې د د اېچ آی وي په وړاندې د انټي باډي ښودنه کوي.