د ایډز اعراض او نښې:
HIV په خپله سطح باندې گلایکوپروټین 120 GP او T-Cell پخپله سطح باندې ځېنې مالیکولونه چې د CD4+ په نامه یادیږي او د GP 120 لپاره آخذې دي لري نو HIV د وینې بهیر ته د داخلیدو نه وروسته T-Cell ته ننوځي.
HIV د Reverse Transcriptase انزایم په ذریعه د T-Cell له DNA نه یوبل DNA چې د Provirus په نامه یادیږي او د ایچ آی وي د ډیرښت سبب ګرځي کاپي کوي.
۳-۲ میاشتو کې د HIV تعداد ډیرېږي او T-Cell چوي ، دغه مرحله Window Period نومېږي چې پدې مرحله کې مصاب شخص د هیڅ نوع عرض احساس نه کوي او د وینې معاینات یې هم نتیجه نه ورکوی ،ځکه لا تر اوسه پورې HIV د T-Cell په داخل کی پټ فعالیت کوي او B.lymphocytes چې د انټي باډي د جوړولو مسولیت لري د HIV سره مخامخ شوی نه وي.
د Window Period د مرحلی د تیریدو نه وروسته ، کله چې T-Cell وچوي او HIV د وینې دوران ته آزاد شي نو مصاب شخص ته تبه ، بی اشتهایي، د غړو دردونه او د لمفاوي غوټو پړسوب پیدا کیږي چې پرته له درملنې د یوه یا دوه هفتو په موده کې ښه کیږي او اخته شخص تر هغه وخته پورې چې د بدن معافیتي سیسټم یې کمزوری شي د روغوالی احساس کوي او په ظاهره بڼه کې یې هم کومه خاصه نښه نه لیدله کیږي ، د همدې مرحلی څخه وروسته د وینې Serologic معاینات مثبت کیږي.
د Serologic معایناتو د مثبتېدو نه د تفریح د دورې تر پایه پورې دغه کس ته HIV مثبت ویل کیږي.
د HIV د تفریح دوره یانې هغه وخت چې د بدن دفاعي سیسټم کمزوری شي او د هربريد کوونکي انتان اعراض او نښې تظاهر وکړي نظر د هر شخص تغذي، صحي او ټولنیز حالت اود ویروس ډول ته توپیر کوي چې نږدې ۱۰-۲ کاله پورې وخت نیسي.
د Incubation Period د تیریدو نه وروسته لاندیني اعراض او نښې تظاهر کوي.
د یادونی وړ ده چی دغه اعراض او نښې HIV پورې نه ، بلکه نورو مختلفو انتاناتو پورې چې د دفاعی سیسټم د کمزوري کیدو له کبله ورته د مداخلې چانس برابر شوی وي اړه لري.
د ایډزغـټې نښې:
۱- وزن بایلل: د ایډزناروغ د خپل وزن ۱۰ سلنې او یا له ده نه زیات له لاسه ورکوي،چې د وزن بایلل کیدای شي د لاندنیو لاملونو له کبله وي.
-انتانات.
-تبه.
-بې اشتهایي.
- Diarrhea & HIV Associated Enteropathy
- (Tumor Necrosing Factor ( Cachectin
- Malignancy e.g. Kaposi’s sarcoma
د یادونې وړده چې ایچ آی وي Oncogenic یانې سرطان پیداکوونکی نه دی.
۲- تبه: د ایډزیوه غټه نښه ده خصوصا هغه تبه چې د یوه میاشت څخه زیات دوام وکړي.
د ایډس په ناروغ کې د تبې علت کیدای شي Opportunistic Infection او یا Toxins وي.
۳-نس ناستی: ځنډنی نس ناستی چې د یوه میاشت نه ډېر دوام وکړي د ایډزیوه نښه کیدای شي.
د HIV ویروس د T-Cell نه علاوه د هضمي سیسټم دفاعي حجرې چې د M-cell په نامه یادیږي هم متضرره کوي او د Opportunistic انتاناتو د بریدونو لپاره زمینه برابروي په نتیجه کې HIV-Associated Enteropathy او Chronic Diarrhea منځ ته راځي.
هغه انتانات چې د G.I.T د اعراضو سبب کیږي عبارت دي له:
1- Crypto Sporadiosis :دا یو Enteric پرازیټ دی چې د HIV-Associated Enteropathy سبب کیږي اعراض او نښې یې دا دي.
- Malabsorption
-Watery diarrhea
-Malnutrition
2 - Entameba Histalotica او .Gardia
3- H.Pylori : څرنگه چې دا بکټریا په اسیدي محیط کې ښه وده کوي او د ایچ آی وي مثبت شخص د معدې د تېزابو کچه ټیټه وی نو له همدی کبله په HIV مثبت شخص کې نه لیدل کیږي .اما بر خلاف هغه انتانات چې په کمه اسیدي محیط کې ښه فعال دي لکه Campylobacter Pylori او Shigella Salmonella د هضمي سیسټم د اعراضو او ناروغتیاوو سبب ګرځي.
۴- د لمفاوي غوټو پړسوب: د ناروغ د بدن مختلفو برخو کې پړسیدلي لمفاوي غوټې لیدلې کیږي ، چې دا غوټي پړسیدلي ، بې درده او سره نښتي وي.
د ایډز کوچنۍ نښې:
۱-ټوخی: ځنډنۍ ټوخله چې د یوې میاشتې نه زیات دوام وکړي د ایډز یوه نښه کیدی شي.
د ټوخي لامل ممکن ویروسونه،بکټریاوې،فنګسونه او یا هم پروټوزواوې وي.
Pneumocystis Carinii Pneumonia هغه Opportunist پروټوزوا ده چې د Cyst او Trophozoit په بڼه سږو ته داخل او د ایډز په ناروغ د Pneumonitis سبب کېږي.
همدارنګه دا پروټوزوا د Parasitaemia سبب ګرځي او په ځیګر او توري کښې ځای نيسي.
د یادونې وړ ده چې دا پرازیټ په هغو خلکو کې د برېخ یانې سینه بغل سبب کېږي د چا چې د بدن معافیت ټیټ وي ، خو که یو کس په نوموړي پروټوزوا اخته وي او د معافیت د ټیټوالي ښکاره دلیل چې مخکې یادونه شوې موجود نه وي نو ایډز باید له پامه ونه غورځوو.
که د وېنې د لابراتواري کتنو پاڼه کې د CD4 شمېره ۶۰۰-۵۰۰ بوري ښودل شوي وي نو ډاکټر باید بکټریايي بریخ او ایډز په نظر کې ولري.
د Pneumocystis Carinii Pneumonia اعراض او نښې وچ ټوخی ، نفس تنګي ، سیانوزس ، چټک سا اخستنه او پرېشاني دي ، د Brancho Alveolar Lavage او Chest X-Ray پواسطه تشخیصېږی او ښه درمل یې Cotrimoxazol دی.
ځمونږ په ټولنه کې د ټوخي په بکټریایي عواملو کې د نري رنځ یادونه کولی شو خصوصاَ که ناروغ د Multi Drug Resistance Tuberculosis په لوحه کې ډاکټر ته مراجعه وکړي نو ایډز هم باید په پام کې وساتو.
۲-د پوستکي ناروغي: د ایډزناروغ په پوستکي باندې مختلف وېروسي ، بکټریایي ، فنګسي ، پروټوزوایي او سرطاني ناروغتیاوې ښکاره کېږي چې موږ یې مازې د نومونو یادونه کوو.
Psoriasis, Reiter’s Syndrome, Seborrhoic Dermatitis, Itchy Dermatitis ,Pyogenic Dermatitis,Scabies,Lieshmaniasis,Chronic Infectious and Non Infectious Alopecia,Trichmegaly,Nail Dystrophy, Systemic and Skin Fungal Infections, Herpes Simplex, Herpes Labialis,Herpes Zoster,Condyloma Accuminata,Moluscum Contagusom,Warts,Bacilliary Angiomatosis,Kaposi’s sarcoma
Kaposi’ Sarcoma :نظر سبب،پتوجنېزس او اپېډېمیولوژی ته یو Opportunistic Neoplasm دی ، پخوا به دا سرطان په Organ Transplanted او هغو ناروغانوکې چې Corticosteroids یې اخسته لیدل کېده اما په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې په Homosexual یانې همجنس بازانو کې هم ولیدل شو.
دا یو Slow Growing Neoplasm دی چې زیاتره په پښو کې واقع کېږي ، په پیل کښې ټپ یې درده وي او خارښت نلري.
د Macula او Papule په ډول شروع کوي او د لمفاوي سسټم د بندښت له کبله د پړسوب او وروسته د درد ، وینې کیدو ، ټپ او ثانوي انتاناتو سبب ګرځي.
نه یواځې پوستکی بلکه کولمې او ځیګر هم په نوموړي سرطان اخته کیدی شي.
که د اخته شوي غړي لاندیني انساجو او هډوکي ته آفت او ضرر رسېدلی وی نو درملنه یې ناشونی دی.
۳-د خُولې ناروغتیاوې:د ایډز ناروغ کېدی شي لاندیني ستونزي ولري.
- Aphthouse Ulcer
- (Candidiasis (Thrush
Esophageal Cadidiasis :د ایډزد پیژندنې لپاره یوه ښه پتوګونومیک نښه ده.
- Hairy Leukoplakia
HIV Associated Periodontal Disease
۴-د سترګو ناروعتیاوې: د سترګې ټول ملحقات په وېروسي ، فنګسي ، بکټریایي انتاناتو او سرطان اخته کیدای شي.
۵- Cytomegal Virus : د لاندنیو ناروغتیاوو سبب ګرځي.
-CMV-Retinitis
-CMV-Esophagitis
-CMV-Gastro Enteritis
-CMV-Colitis & Procto Colitis
۶-د هډوکو ماغزه: ایچ آی وي د هډوکو په ماغزه کې د انحطاط د رامنځته کولو په ذریعه د Pancytopenia سبب کېږي.
۷- د بډوډو ناروغتیاوې: د ایډز په ناروغ کې د انټي جن او انټي باډي عکس العمل د Vasculitis او Vascular Related Abnormalities لکه Telangectasia او Thrombocytopenia Purpura سبب ګرځي چې د پښتورګو د رګونو د اخته کېدو په صورت کې د Chronic Renal Failure سبب کېږي.
۸-عصبي ناروغتیاوې: ایچ آی وي د عصبي سسټم د مکروفاژونو یانې Neurogalial Cells د متضرره کولو له کبله د مرکزي عصبي سسټم د دندو د اخلال سبب ګرځي لکه:
-Dementia
-Meningitis (Cryptococcal Meningitis)
-Encephalitis
-Toxoplasmosis
-Herpes Zoster (Trigeminal Neuralgia)
-CNS Orbital Lymphoma
۹- Hodgkin Disease
د ایډز ناروغ د نورو خلکو په پرتله پنځه ځلي زیات په نوموړي ناروغۍ اخته کېږي.
يادونه: د دوو غټو او یوې کوچنۍ نښې د شتوالي په صورت کښې د ایډز احتمالي تشخیص وضع کېږي.