د ایچ آی وي د خپریدو د مخنیوي لارې:

څوک د ایچ آی وي د خپریدو په مخنیوی کې مسول دي؟
دیوه هیواد په سطح،فرد،کورنۍ،ټولنه،بزګران،پوهان،سپین ږیري،روحانیون،خبري رسنۍ،دولت،دولتي او غیردولتي موسسات،دولتي چارواکي،روغتیایي کارکونکي اود ټولنې نورټول غړي باید ددې ناروغۍ په هکله مالومات ولري او د ځان او ټولنې په ساتنه او ژغورنه کې فعاله ونډه واخلي.

د ایچ آی وي د خپریدو د مخنیوي لارې:
تر اوسه پورې د ایچ آی وي/ایډز د مخنیوي لپاره کوم موثر واکسین او یا اغیزمن درمل ندی جوړشوی ، نو د خلاصون یواځینۍ غوره لاره روغتیایي زده کړه ، د مسولیت احساس او د ژوند ټولو روغتیایي چارو کې د وقایوي تدابیرو نه ګټه اخستل دي.

۱-جنسي اړیکې:د لاندنیو لارښوونو په پلي کولو سره دجنسي اړیکو د لارې د ایچ آی وي د خپرېدو څخه ځان او ټولنه ژغورلی شو.
الف-د اسلامي لارښوونو نه په کامل ډول پیروي کول.
ب-واده کول او د ژوند ملګري/ملګرې ته وفاداره پاتې کېدل.
ج-دجنسي اړیکو په وخت کې د ځانګړو نارینه او یا ښځینه پوکاڼیو استعمالول، اما د یادونې وړ ده چې د پوکاڼیو استعمال د لاندنیو دلایلو له مخې محفوظ ندي.
-پوکاڼۍ ممکن سورۍ وي.
-دمجامعت په وخت کې ممکن څیرې شي.
-پوکاڼۍ قناعت بخښونکی نه وي نو ممکن د مجامعت په وخت کې وویستل شي او یا هیڅ استعمال نکړی شي.
-ډیر استعمال یې د ښځینه جنس د شرمځي او رحم د سرطان سبب ګرځي.
د-د ویروس ضد درمل:د ایچ آی وي ضد ځینې دواګانې جوړشوي اما د جانبي اعراضو،لوړې بیې او د ویروس د مقاومت د زیاتیدو له کبله اغیزمنې ندي.
ه-د جنسي غریزې د اشباع بله لاره مسچربیشن (جلق) دی.

۲-د وینې انتقال: وینه ناروغ ته له تیرولو نه وړاندې د ایچ آی وي لپاره باید معاینه شي ، خو د وینې معاینه کول د لابراتواري تخنیکي تیروتنې له کبله سل په سلو کې باوري نه وي ، اوهمدارنګه که ایچ آی وي په وینډو پیریوډ کې وي هم وینه نتیجه نه ورکوي ځکه چې لا د ایچ آی وي په وړاندې په وینه کې انټي باډي نه وي جوړه شوې ، نو د وینې د معاینې په څنګ کې لاندې ټکو ته هم باید پام وشي.
-د وینه ورکوونکي پوره او دقیقه تاریخچه واخیستل شي.
-کوښښ دې وشي چې له ښځو نه وینه واخستل شي ځکه په افغانستان کې ښځې داسلامي، کورني او ټولنیزو محدودیتونوله کبله د نارینه وو په پرتله د ایچ آی وي نه ډیر په امن کې دي.
 
۳-د مور نه ماشوم ته: ایچ آی وي مثبته ښځه او یا سړی واده او یا مجامعت ونکړي ، کچېرې ښځه او یا مېړه مثبت وي نو ایچ آی وي د خپرېدو او بلاربښت د مخنېوي لپاره د مجامعت په وخت کې پوکاڼۍ استعمال کړې شي او میندو ته د نه بلاربښت په اړه قناعت ورکړل شي.
که ښځه او مېړه دواړه ایچ آی وي ولري نو د امېدوارۍ د مخنېوي لپاره د حمل ضد درمل او یا پوکاڼۍ استعمال شي.
او که د بلاربښت په دوران کې ثابته شوه چې مور ایچ آی وي لري نو ماشوم ته د ۲۰ فیصده سرایت له کبله سقط ورنکړی شي بلکه د ایچ آی وي د چانس د کمېدو په منظور مور ته لاندې درمل د ماشوم تر پیدایښته پورې ورکول کېږي.
ZVD 200-300 mg x 3/Day                      
اما نوموړې دوا مور او ماشوم ته د جانبي اعراضو د درلودو ، بیې د لوړوالي او د وېروس د مقاومت د لوړېدو له کبله د استعمال محدودیت لري.
کېدی شي چې یو ماشوم د مور په نس کې ایچ آی وي وانخلي لېکن د زېږون په وخت کې د ولادي قنات څخه د تېرېدو،مهبلي افرازاتو د بلع کولو،د ولادي ستونزو له کبله دټپي کېدو او یا هم د نامه د پرې کولو په وخت کې په ایچ آی وي اخته شي ، نو غوره ده چې لاندیني احتیاطي اهتمامات ونیول شي.
-کوښښ دې وشي چې ماشوم ټپي نشي.
-د ماشوم بدن د یوه پاک او نرم ټوکر پواسطه وچ شي.
-بې ضرورته سکشن ونشي.
-پاملرنه وشي چې ماشوم مهبلي افرازات بلع نکړي.
-د نامه د پرې کولو په وخت کې د تعقیم شرایط مراعت شي.
- د نامه د پرې کولولپاره دستکش تبدیل شي او یا هم د مرستیال ډاکټرپواسطه پرې شي.

د مور د شېدو له لارې هم ایچ آی وي انتقالېدی شي ،نو آیا ماشوم ته ایچ آی وی مثبته مور شېدې ورکړي او کنه؟
هو! شېدې ورکړي،ځکه!
-ایچ آی وي د معدې د تېزابو پواسطه له منځه ځي.
-د مور د شېدو له لارې د ایچ آی وي د انتقال چانس او سلنه کمه ده.
-د مور شېدې پوره او غوره غذا ده.
- د مور شېدې ماشوم د نورو انتاناتو څخه ژغوري.
-د هغې مور شېدې چې د حمل په دوران کې د ایچ آی وي ضد درمل اخیستی وي ،محفوظې دي.
-او که ماشوم ته د مور د شېدو سره یو ځای د ایچ آی وي ضد درمل ۲ ملي ګرام د ورځې درې ځلي ورکړی شي ، د سرایت خطره کمېږي.
-که نوی زېږېدلی ماشوم نس ناستی،ډیهایډرېشن،خُولې پولۍ یانې ترش،سوءتغذي او نوره ناروغتیا ونلري نو غوره ده چې د دایه مور اویا پوډري شېدو پواسطه تغذي شي.

۴-جراحي سامانونه: ډاکټر او روغتیاپال د جراحي اوزارو د استعمال او وینځلو په وخت کې د خپل ځان د ساتنې په منظور پوره احتیاط وکړي.
په ایچ آی وي ککړ جراحي اوزار په لاندې ډول تعقیمېدې شي.
-صابون لرونکي جوشې اوبو کې ۳۰-۲۰ دقیقو لپاره.
-بلیچ کې ۲۰-۳۰ دقیقو لپاره.
-انټي سپټک محلولونو کې ۳۰-۲۰ دقیقو لپاره.
-ايتانول الکهول کې ۳۰-۲۰ دقیقو لپاره.
- ۷۰ تر ۱۰۰ درجې سانټي ګرېډ حرارت پواسطه.
-اوټوکلف کې ۱۵ دقیقو پورې.

۵- د مصنوعي القاح او د غړو او انساجو د  پېوند په صورت کې د ډونر پوره تاریخچه واخستل شي او د وینې معاینات د ایچ ای وي لپاره اجرا شي.