د ایډزدرملنه
په پیل کې باید ووایو چې اېچ آی وي/ایډز درمل او واکسین نلري.
د Sexual Transmitted Disease او Sexual Transmitted Infection په ټولوحالاتو کې جنسي ملګری/ملګرې باید معاینه او درملنه شي ، پرته له دې درملنه نا مکمله ده او ښه ځواب نه ورکوي .

د ایډز ناروغ په تداوئ کې لاندینی پلان او ټکي په نظر کې ونیول شي.
1- :General Health Advices
* د حفظ الصحې درست مراعتول
* ښه تغذي
* د نورو انتاناتو څخه ځان ساتنه او تجریدیدل
* الکول او سگریټ څښلو نه ډډه کول او پریښودل
* روحي او جسمي استراحت
* د جنسي مجامعت په وخت کې د پوکاڼۍ اچول.

2- د ایډز ناروغ ساتنه له انتاناتو نه:
HIV Vaccination-A:
مثبت شخص ته د ځینو انتاناتو وقایوي واکسینونه باید اجرا شي ،لکه:
Hepatitis B Vaccine               
* Pneumonia Vaccine (Pneumovax)
* Hemophilia Influenza Vaccine
* Meningococcal Vaccine

هغه ناروغان چې Immunocompromised دي د نورو خلکو په پرتله د واکسینونو په وړاندې کمزوری ځواب ورکوي او د وېنې په معایناتو کې د انتي باډي ټیټه کچه ښئ.

B- د Opportunist انتاناتو په وړاندې Chemoprophylaxis:
د خطر احساس او یا د کومې ناروغئ د Epidemy په صورت کې د HIV / ایډز ناروغ ته د همغې ناروغئ وقایوي درملنه پیل کیږي.

3 – د Opportunist انتاناتو او Malignancy درملنه :
د هرې ناروغۍ درملنه د خپل پلان له مخې صورت نیسي  یانې د همغې ناروغۍ سببي ،عرضي او سسټمیک درملنه تطبیقیږي.
4 – Anti Retro Viral Drugs  :یو Retro Virus دی چې پخپل ځان کې مختلف بدلونونه راوستی او د لمفوسایټونو دننه پټ پاتې کیدی شي ، نوځکه د Anti Retro Viral Drugs په وړاندې مقاومت پیدا کوي.
همدارنگه پورتنئ دواگانې ډیره لوړه بیه او ډیر جانبي اعراض لري،پس ویلی شو چې HIV ځانگړی جذري درمل نلري اود ژغورنې یواځېنۍ ښه لاره یې وقایه ده.
اما ځینې درملونه شته چې په ګډ ډول ورکول کیږي چې فقط متوقع ژوند لږ څه اوږدوي  او د اغیزې میکانیزم یې د Reverse Transcriptase انزایم نهی کول دي.

Anti Retro Viral Drugs
*Azo Thymidin (AZT, Ziduvidin)
* Dideoxy Inosin (DDI)
* Dideoxy Cythedin (DDC)
* Protease Inhibitors
           - Saquinavir
           - Indinavir
           - Ritonavir
Haematopoitic Stimulating Factors-5
د ایډز ناروغانو ته د ویروس ، بې اشتهایۍ ،  ثانوي انتاناتو او یا Anti Retro Viral drugs له کبله انیمیا پیدا کېږي چې د نقل الدم د عکس العمل او ثانوي انتاناتو د مخنیوي په منظور ناروغ ته د وېنې په ځای Hematopoetic Stimulating Factors لکه Erythropoietin ورکول کیږي.
همدارنگه د نورو انتاناتو په وړاندې د بدن د دفاعی ځواک د لوړولو په منظور او د نیوټروفیلونو د شمیری د زیاتولو لپاره Granulocyte Colony Stimulating Factors لکه Filgramstin او Granulocyte Monocyte Colony Stimulating Factors لکه Sargramstin ورکول کیږي.

اخستنځي:

1-Current-2005
2-AIDS No Time for Compliancy-WHO-2000
3-What Is AIDS-Dr.Farid Bazgar
4-Laboratory Diagnosis of HIV/AIDS-Dr.Khurshed Ahmad-National AIDS Control Program     Pakistan-2001.
5-Clinical Management of HIV/AIDS-Dr.Salahuddin-MoH Pakistan-2001
6-HIV/AIDS aor Hamaree Sehat-Maimona Masoud Khan-1999
7-Color Atlas of AIDS-Prof.Alvin E.Friedman-Kien & Assist Prof.Clay-1989