په ژوند نن خوشحالي ده چې دا نوم رسمي اعلان شو
د میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو

زخمي زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوس
ژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو

نــيـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره
ښـایـست ښـکلا ګـډیـږي محبت کور هم ودان شو

جـونـګـړه د پښـتـون تـل د تـاریـخ پاڼې عـنوان هـم
قامونو سره سیال شو چې دا نوم د زړه درمـان شو

تړون د محـبت ؤ پښـتونـخـوا نـوم چـې رسمي شو
په نوم د خپلې خاورې تل خپل نوم هم ترجمان شو

نسیم ستوري به تل هم په خـوبـونــو کـي لـیــدلــه
د خوب لیدل رښتیا اوس په نقشه کې د جهان شو