سپرليه پريږده! موږدر دونه لرو
ناکام مين يودردمن زړونه لرو
دخپل معشوق ديدارکولی نشو
موږلا په لاروکې خڼدونه لرو
ډالرمونشته زورورنه يوموږ
موږلا هغه خاورين کورونه لرو
اوس هم پراته يو دهجران غموکې
سپيرې څيرې سپيره مخونه لرو
ها دانګريزله وخت ترننه پورې
په هد يرو تازه قبرونه لرو
خوښي دغرونوپه سرلرې ګرځي
په زړه زخمي يوزخمي زړونه لرو
نه کمپيوتر، نه تلفون، پيژنو
نه په ايميل کي آدرسونه لرو
دغه دساينس تکنالوژۍ دورکې
موږلا څراغ اليکينونه لرو
موټرموږڅه کوو قيمت يې ډيردی
کله بانکوکې حسا بونه لرو
وزير، وکيل غوندې کوم خپل نه لرو
نه کوم بهرملک کي کورونه لرو
مکتب به نه وايو خپل کاربه کوو
چي مامورين غوندې پلرونه لرو
ځکه چې کورکې همسايه پراته يو
په ځان دخلکوډيرقرضونه لرو
داڅومثاله دژوندون وه زموږ
بهاره وران کلي ښارونه لرو


محمدالدين
همدرد-
١٣٨٧/٠٢/١٥ کال
دکابل دپولي تخنيک پوهنتون