ای د سـولـې لـمـره پـاڅـه پـاڅـه اوس راخـیــژه ته
وغــړوه سـتـرګــې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سـولـې لـمـره دا وطـن مـې کـنـډواله شـولـو
کاڼــې بـوټـي ژاړي ژونـد د مرګ په حواله شولو
تـه رنــګــیـن سـحـر شـه او پـه سـولـه وغــږیـــږه تــه
وغــړوه سـتـرګــې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د ســولــې لـمره د بــاچــا خــان نــظـریـه راوړه
مـونـږ لـه کـه راوړي نـو ، دغـه ډکـه پـیمـانـه راوړه
شه د پښـتونـخـوا بــیـرغ نــړۍ پـه سـر رپیږه ته
وغــړوه سـتـرګــې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سولې لمره سندریـز شانـتـې ماښـام جوړ کړه
ته هم تورې شپې ته رڼا ورځ سبا پیغام جـوړ کړه
ويښ کړ ه وده زړونه په ويښ زړونو کې خندیږه ته
وغــړوه سـتـرګــې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سولې لـمـره د بـــابـــا فـخـري افـغـان نـاره
ځـان ســره تـه راوړه د هـغـه عظیـم انسان نــاره
سوله ســوله راوړه زمـونــږ زړونــو کې وسـیـږه تــه
وغــړوه سترګې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سولې لمـره پــوهــه لاړه اوس جنګونو کې
ورکـه شـوه پښـتـو ژبـه ښـونځـي او دفــتـرونــو کــې
ته په پښتو سیوری شه په سر بانـدې ودریــږه ته
وغــړوه سترګې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سولې لمره طبیعت راته زرغون که اوس
خپله خاوره ، خپل اختیار په لاس کې دپښتون که اوس
جـوړه خوشحالي کړه زمونږ مخکې بیا نڅیږه ته
وغــړوه سترګې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

ای د سولې لـمره نسیم ستوری انـتـظـار دی سـتـا
بل خوا ته وګوره ټول پښتون ولس دې یار دی ستا
ته د ژونــد رڼــا يـې د مـرګـي نـه مــه ډاریـــږه ته
وغــړوه سترګې پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته