دا وطن ایرې ایرې شو په هر لور یې هدیرې دي
که زلمي دي که زاړه دي په ژړا یې سترگې سرې دي
دا وطن ولې ورانیږي د پردو په لاس لوبیږي
د غیرت ډیوه مو مړه شوه په مونږ جوړې نن تیارې دي
قتل عام دلته جوړ شوی خوږ وطن مو کربلا شوه
راخوټیږي راخوټیږي دا د سرو وینو چینې دي
ورځ په ورځ مونږ بتریږو د یو بل پسې جنگیږو
دا د کوم یتیم آزار دی یا د کومې مور ښیرې دي
ماشومان دي یتیمان کړل هم دې میندې کړلې بورې
ای ظالمه ستا د لاسه په هر کور چغې سورې دي
لږ خو راشه لږ خو راشه چی دروښایمه تا له
چې دا خړ لوگی ترې خیږي د افغان په کور لمبې دي
وطنیاره دا څه وشول چی حیران گوته په غا ښ یې
دغه رنگ د اوبو نه دی دا د سرو وینو ویالې دي