د وطن لپاره گل یمه غنچه یم
د دښمن لپاره اوریم سره لمبه یم

هره ورځ مې نوې نوې تشخیص کیږي
هره ورځ په نوي نوي رنځ اخته یم

د نا اهله طبیبانو په حلقه کې
هر طبیب لپاره نوې تجربه یم