شلمه برخه
... په تیر پسی
تر هغي چې په یوه ټولنه کې کلتورې پرمختګ رامنځته نشي د ژوندانه په نورو برخو کې لکه سیاست ، اقتصادې سیستم ، او د وګړو د امنیت په برخه کې پرمختګ نشې رامنځته کیدلی او د هغې ټولنې خلک تر یوه اوږده مودې پورې په بدوی حالت کې نا متمدن ژوند تیروي. په یوه ټولنه کی کلتوری عنعنات مستقیمآ متناسب دی په هماغه ټولنه کي د کار د ابزار او وسایطو سره، لکه څنګه چي انسان تل په دې هڅه کي وي چي د پرمختللو ابزارو د تولید او انکشاف له لاری په خپل کاری چاپیریال کی اسانتیاوی رامنځته کړي ځکه نو کلتوری مسایل هم متغیر وی او ثابت نشي پاتي کیدلی.
هغه متمدن ټولنو یا هیوادونو کې چې د خلکو د رایې په اساس آزاد او ملې دولتونه جوړ او رامنځته شوې وي هلته حکومتونه ځان مکلف ګڼې چې کلتورې پرمختګ ته کار وکړي، مډرن، ولسي حکومت کلتورې پرمختګ دپاره کلنې بودجه ځانګړې کوي او د مختلفو فرهنګې برنامو د لارې خلک فرهنګې پراختیا ته رادعوتوې، او د کار د ابزارو د نوي کولو سره هم مهاله خلک کلتوري بدلون ته هڅوي، ددغی پانګوني ګټه دا وي چي عامو خلکو ته منفی دودونو زیانونه بیان شي او خلکو ترمنځ عامه پوهاوي ډیر شي. په دي ډول د یوي ټولنې افراد راتلونکی هر ډول سیاسې، افتصادې او ټولنیز بدلون منلو ته آماده کیږي او د ټولنې وګړې د د دولت د اصلاحې او پراختیايي برنامو سره ښکاره مخالفت نکوي، او له دي لاري د ژوندانه نورو ټولو برخو کي هر ډول پراختیا او ودي ته زمینه مساعدیږي. برعکس په وروسته پاتې ټولنو کې چې واکمنان ېې د زور او ځواک د لارې واک ترلاسه کوې او د قهریه قوې په اعمال سره خپل حاکمیت ساتې د کلتور په ساتنې باندې ټینګار کیږې، د کلتورې پراختیا د مخنیوی او یا د کلتور د ساتنې په پلمه د شاتګ پاله برنامو عملې کول لاره خلاصوې چې د ټولنې افراد د پرمختیایې برنامو سره پیژند ګلوې حاصل نکړې او د هماغه ټولنې افراد د نورو متمدنو انسانانو د لاسته راوړنو پر وړاندې عقدیې چلند کوې ، او د بشر د هر ډول پرمختیایې افکار او برنامو سره کلک مخالفت څرګندوې.
خلکو سره د کار په جریان کي ما دا حالت لیده چي افغانستان کي اوس هم کلتوري پراختیا ته کار نه کیږي، ځکه خو یو زیاد شمیر خلک د کلتور په ساتلو باندي ټینګار کوي، خاص د ښځو او میرمنو د حقونو، ټولنیز، سیاسي او ملي اقتصادي برنامو برخه کي د ښځمنو د مشارکت په حصه کي عامه اذهان د ارګانیک بدلون منلو ته آماده شوي نه دي، ما هلته لیدل چي د اوبو لګولو د پروژو په برخه کي خلک د ښځو ستونځي او د انکشافي برنامو په برخه کي د دوي د مشکلاتو د حل دپاره د دوي ضروریات له پآمه غورځوه، د مثال په ډول، کلیو بانډو کي ښځمني د کانال د اوبو څخه د شستشو یا مینځلو دپاره یا هم ځينی سیمو کي د څښاک دپآره همدغه د کانال اوبه کارولي او د کانال د اوبو د کارولو دپاره دوي هلته په محلي شکل ځآیونه درلوده چي باید د یو لوښي په واسطه له کانال نه اوبه واخلي چي په محلي اصطلاح ورته ګودر ویل کیده، یا هم د کور څخه د وتلو وخت کي د ویالي په سر باید یو کوچني پلچک ولري چي اکثره به په محلي شکل د لرګیو څخه جوړ وو ښځمنو تري استفاده کوله مګر د پروژي د مداخلي له امله به دا ډول ساختمانونه له منځه تلل او یا به يی موقیعت تغیر شو چي دا خپله مستقیم ددوي په ژوند اثر ګزاره وو، که څه هم دجمهوریت په ورستیو کلنو کي خاص د داکتر اشرف غني د ریاست جمهوري په دور کي د ښځو د مشارکت او د پروژو په برخه کي د هغوي د نظریاتو د اوریدو دپاره د جندر برخه فعال او ځیني میرمني دي برخه کي وګمارل شوي تر څو د محل د ښځو سره خاص ښځینه مجالس چي یواځي میرمني ګډونوال وي جوړ او نظریات يی واوري په همدي اساس یو شمیر خاص ساختمانونه په نظر کي نیول کیده، لکه د ګودرونو د بیا احیا، یا د فرعي لارو او کوچنیو پلچکونو جوړیدل تر څو له دي ناحيی ښځو ته کومه ستونځه جوړه نشي مګر د محل خلک د کلتوري ارزښتونو له امله حتا په غونډو کي د خپلو میرمنو د ګډون سره مخالف وو او اجازه يي نه ورکوله چي د کور ښځي يي په دا ډول مجالسو کي ګډون وکړي ډیر کم شمیر داسي خلک پیدا کیده چي په دا ډول موضوعاتو باندي سر خلاص وو. د مشرقي ولایتونو لري پرتي په ځینو محلات او ولسوالیو کي ما اوریده چي ویل به يی دي محله کي حتا یوه ښځه له بلي ښځی مخ پټوي. یعني د اجمتاعي موقف او سن و سال له لحاظه د کور کشره ښځه به هماغه کور کي د مشري ښځي لکه اینګور د خواښي نه مخ په پلو یا څادر پټوي. مګر داسي محلات مي هم ولیده چي د زراعت او مالداري غوندي درانه او شاقه کارونه يي هم ښځمنو ترسره کوه او دا يی بیا د خپلي قبیلي کلتوري رسم یادوه. دومره لوي او پراخ کلتوري تفاوتونه او دې برخه کي افراط او تفریط په دومره کمه جغرافیه کي ریښتیا هم ډیره څیړنه غواړي چي ددي برخي ارګانیک (ریښه) تري معلوم شي.
په طبعي ډول انسانان د هغو موضوعاتو په هکله ډیر خبري، مباحثه او پام کوي چي د هماغه اړوند موضوع له ادرسه ډیر زیاد متاثر او آسیب پذیره وي، او د بیلابیلو لارو او مختلفو مباحثو دلاري انسان غواړي خپل مشکلاتو ته د لاري حل پیدا کړي، افغانان په ټولنیز، رسمي او غیر رسمي، محلي یا هم کلتوري مجالس او د یو بل سره د ملاقات په وخت کي په دوه برخو موضوعاتو کي ډير بحثونه کوي، یو سیاسي موضوعاتو باندي، بل مذهبي او دیني مسایلو په باره کي ډيري مباحثي او خبري کوي، که څه هم په افغانستان غوندي یوه ټولنه کي چي اکثریت وګړي يي بی سواد او یا کم سواده دي، د لیک او لوست سره کمه اشنايي لري او په باسواده قشر کي هم د آزادي مطالعي فرهنګ ډیر کمزوری دی، مګر نږدي د ټولو مجالسو سرخط او منځ پاڼه هماغه سیاسي او مذهبي موضوعات وي چي خلک يي د خپل منځي خبرو اترو وخت کي استعمالوي، که دوه افغانان خپل منځ کي فرضآ 30 دقیقي یا نیم ساعت خبري او مجلس وکړي 20 دقیقي به يی مذهبي یا سیاسي مباحثه وي یواځي 10 دقیقي به يی په اصلي موضوع وڅرخي. ډیر شمیر خلک مخکي له دي چي په خپل اصل موضوع او مشکل خبري وکړي و لو که مطلق بي سواده هم وي لمړي دیني روایتونه ذکر کوي هغه هم په ناسم او توجیيه ډول چي اکثریت کلیشه يي جملي دي، او بیا اصل موضوع ته راځي ګویا په دی ډول دوي خپل ځان حق په جانبه او خپله معضله په واقیعت توجیه کوي. ددي کار علت دادی چي افغانان اکثره د همدي دوو ناحیو نه هم د مذهبي فرقي د ادرسه او هم د سیاسي ډلو له لوري آسیب پذیره دي.
افغانستان کي د تاریاک کرکیله اوږده مخینه لري، زما په یاد دښت له 1992 -2010 شاوخوا کلونو کي د افغانستان ختیځي سیمي عموما بیا خاص د ننګرهار ولایت کي د کوکنار او آفینو د کښت، پروسس، انتقال او تور کار و بار (قاچاق) ستر مرکزونه فعال وو، د ننګرهار ولایت کي د کږي بازار، غني خیل بازار، عبدالخیل، مارکو، جلال آباد ښار تالاشۍ چوک کي د صرافي مارکیت او د کابل سراي شهزاده سیمي چي ما عملا لیدلي وي د آفینو د پیر او پلور ښکاره او مشهور مرکزونه وو، مګر وروستي کلونو کي بیا په تدریجي شکل دغه مرکزونه د ننګرهار څخه هلمند، جنوب غرب او د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال شو، د جمهوري نظام د واک په لمړنیو کلونو کي چي کله هلته دولتي او نړیوال ادارات عامه خدمات وړاندي کوه د کوکنارو غیر قانوني کښت په وړاندي مبارزه د حکومت د لمړیتوبونو څخه وو او دې لاره کي نړیوال موسسات د بدیل معیشت پروژو دلاري ددغه کښت د له منځه وړلو دپاره هلي ځلي کولي، د اوبو او انرژی وزارت کومه برنامه کي چي ما کار کوله، د فرعي پروژی د تشخیص نه مخکي بزګرانو ته زمونږه لمړی شرط همدا وو چي سیمه کي باید کوکنار نه وي کرل شوی، او راتلونکي کي هم نه کري، مګر بزګران حتما دفتر سره دا وعده کوله چي راتلونکي کي نه کرو، اما اوس خو کرل شوي فصل نشو اړولي، مګر د بل کال دپاره به بیا هم کیسه هماغه وه، دلته افغانستان کي خلک د کوکنارو د کښت سره ځکه علاقه لري چي د کوکنارو بوټي لږو اوبو ته اړتیا لري ، کم وخت کي فصل رسیږي، بوټي د افغانستان د اقلیم سره ښه تطابق لري او ډیر حاصل ورکوي، او بازار کي نرخونه مناسب دي، یعني په ښه بیه خرڅیږي.
د کوکنارو کرکیله یواځي افغانستان کي نه دي رایج بلکه د نړي په نورو سیمو کي هم خلک کوکنار کري، په استرالیا، فرانسه، هند او ترکيه کي هم قانوني ډول کوکنار کرل کیږي او ددرمل جوړولو کي تري کار اخیستل کیږي، د دوا جوړلو او طبابت برخه کي کوکنار یو مهم صنعتي نبات ګڼل کیږي، مګر افغانستان، میانمار یا ځیني نورو هیوادونو کي د کوکنارو د کښت غیر قانوني ځکه دی چي دې هیوادونو کي د نشه يي توکو د جوړولو دپاره کارول کیږي.
د افغانستان د کوکنارو د کښت ډیره ګټه د جرمي اقتصاد د شبکو او قاچاقیانو جیبونو ته ځي، د برهان الدین رباني تر مشری اسلامي دولت او بیا د طالبانو د امارت په لمړي دوره کي ددغه بوټي له مدرکه ډیره ګټه مستقیم همدغه واکمنو ډلو ترلاسه کوله، د امارت په لمړي دوره کي طالبانو به ښه په ښکاره ددي بوټی له حاصلاتو نه عشر اخیسته او قاچاق ته يي زمینه برابروله، د جلال آباد صرافي مارکیت کي یو زیاد شمیر طالب قمندانان، دلته میشت بهرني جنګیالي او د القاعده سازمان غړي د تاریاکو لوي پیردونکي سوداګر وو، ما هلته لیده چي د طالبانو د اړوند کسانو په ملګرتیا یو شمیر بهرني جنګیالي چي ویل کیده د القاعده سازمان غړي دي پیک آب موټرو کي راتلل او آفینو کار و بار یا خرید وفروش يی کوه، 1378-1379 کلنو افغانستان په بازارونو کي آفین خپل د نرخ نزولي او تر ټولو ټيټه کچه کي وو په یاد مي دي چي هغه وخت یو من یا سیر (4.5 کیلو ګرامه) آفین په 3500-2500 پاکستاني کلدارو چي هغه وخت همدا کرنسي د افغانستان په بازارونو کي رایج وو، پلورل کیده، خو په همدي 1379 کال کي ملا محمد عمر د یو فرمان په اساس د افین او کوکنارو کرل حرام اعلان کړ او پري بندیز يي ولګوه، حال دا چي تر دي مخکي د آفینو د عشر د لاری چي له بزګران او کرونده ګرو نه راټولیده، د امارت د عوایدو یوه عمده برخه همدا وه، د طالبانو د امارت دغه اعلان سره دفعتا د آفینو قیمت له 3500 پاکستاني کلدارو نه نږدي 50000 پنځوس زره کلدارو ته ورسیده، جلال آباد ښار د صرافی بازار کي ځینو صرافانو سره چي ما پیژنده او ورسره بلد ووم ترینه مي اوریده چي ویل يي:
د طالبانو مشران تیر (1378) کال اخیستل شوي ارزانه تاریاک او آفین اوس په (1379) کال کي په ډیره لوړه بیه پلوري او له دي لاري ډیره ګټه ترلاسه کوي. او داسي ښکاري چي د تیر کال پریمانه کښت چی له امله يي د تاریاکو په نرخونو کي ارزاني راغلی وو او د سږ کال بندیز چي ورسره نرخونه ډیر لوړ شوی، له مخکي نه یو پلان شوی کار وو.
اصلا د ملا عمر امارت غوښته چي نړیوالي ټولني فشار په ځآن راکم کړي، ځکه هغه وخت طالبان د اسامه بن لادن او نورو تندلارو ډلو ته د پناه ورکولو، د ښځو په تعلیم د بندیز، د بشري حقونو د نقض، او د تاریاکو په پراخ قاچاق متهم وو، په همدي سبب د نړیوالي ټولني د خوا د بندیزونو او فشار سره مخ وول، بل لور ته د اسلامي جمهوريت په وخت کي بیا هم ددي کار و بار د لاري زیاته ګټه د حکومت وسله وال مخالفین او مافیايي کړیو ترلاسه کوله، لږه ګټه يي بزګر ته ورتله، ډیر تاوان يي عامو خلکو ته او بیا خاص ځوانانو ته ددي بوټي ډیر زیان ځکه رسیږي چي د ټولني دا قشر د کښت، انتقال او استعمال د ناحيي آسیب پذیره دي. کلیو بانډو کي د کوکنار کرل (خیشاوه کول) د حاصلاتو راټولول (نیښ وهل)، د آفینو پروسس (د هیروین په پوډرو بدلول) او انتقال (قاچاق) کي د ځوانانو د ځواک څخه کار اخیستل کیږي، په همدي خاطر یو زیاد شمیر افغان ځوانان معتاد، د مشروع کاروبار او رسمي زده کړو څخه لیري پاتي کیږي، په دي ترتیب د پام وړ تعداد کي افغان زلمیان د جرمي شبکو او استخباراتي کړیو دپاره په ارزانه بشري سرچینه بدلیږي. د جمهوري نظام په کلونو کي طالبان او د دولت نور فعال وسله والي ډلي چي پټنځآیونه يي د افغانستان د کرښو نه بهر وي د کرونده ګرو د محصولاتو نه د ټوپک د میلي په زور عشر او باج ګیري کوله، دغه اورپکي تندلاري ډلي چي ځآونونه اسلام پاله ګڼل، افغان بزګر يي دې ته هڅول چي باید کوکنار وکري او د عشر په نامه یوه برخه يی دغو وسله والو ته ورکړي، ځکه نو د دولت مبارزه د کوکنارو د کښت د منخه وړلو په رابطه ډیرو چلنجونو سره مخ وو او د جمهوریت تر سقوطه حکومت ونه توانیده چي ددي بوټي د کښت مخنیوي یا یی کرکیله کمه کړي. له بلي خوا د جمهوریت ځینی لوړ پوړي چارواکي هم د مخدره توکو په قاچاق کي ښکیل وو او د قاچاق لوي ماقیايي بانډونه يي ایجاد کړي وي، ځکه خو هغه وخت د مخدره توکو د غیر قانوني کښت مخنیوي ستونځمنه شوي وه.