دعاصم منیر ساګ، غټه او وړه غوښه، چنې او دال مرچکی او قیر منیو بدله شوه .
دعاصم اخور اوس بل ډول پروړه لری.
موږ هم ( شپه اوورځ) وایو خو ورځ اوشپه نه وایو
موږ ( بار بار) وایو یعنی پېټی پېټی وایو خو بیابیا وار وار ایا تکرار نه وایو
موږ په ولسی ژبه کې ادم خان او درخانۍ او لیلې اذو مجنون وایو خو برعکس نه وایو ځکه درخانۍ په کندهار کې دمنیر په مشوره او معامله کې نښتی او ادم خان دکابل په زاړه ارګ کې دټېپرو ټیغونه باسی
موږ څوک وایو خو دکډوالی سوک نه وایو
موږ څنګه وایو خو سنګه نه وایو
موږ امیدواره وایو خو دبیبی سی امیند واره نه وایو
موږ دهوتک په څېر په شکل داشکالو وایو خو پهاشکالو دشکل نه وایو
موږ څانګه وایو خو سانګه نه وایو
موږ څارنوالی وایو خو سارنوالی نه وایو
موږ داوریا په څیر دبی بی سی ناچله کلیمې ډیرې په کار نه وړو
بناء
هغه کلام چې روان ویل کیږی دبلاغت عالمانو هغه ته سلیس کلام ویلی
موږ میکانیزم وایو خو جای یې نه پېژنو چه چیرې سید اکبر آغا
موږ پرادوکس ، پراکسی او محر ته ګام وراچوو خو نه پوهیږو چې څنګه؟
پېښور کې به کلینر نارې کړې چې په ستاپ باندې برېک شه.
منیر هم دجنرالی ترڅنګ سیاست ته را دانګلی بده هیله لری! خو ترمپ نور مفلس خوشاله او بې اعتماده خبیث دی.
ډیری ناهله مرکچیانو ، سیاستوالو او هسې په نوم کارپوهانو ته د TVګانو مرکه یوه معجزه ښکاری خو خبرې کول ، دپوښتنې معیاری ځواب ، تامل دموضوع دقیق څېړل د سلاست دلیکنې ښکلا جوړوی نه پېچلی او مجهوله لغتونه یو په بل پسې .
یو وخت خوشال خان خټک ته دتورې اوقلم خاوند وویل شو داخبره تر ډیره حده مشهوره شوه او هغوی چې له کلیشه شوی فکر اوسولېدلې ژبې سره ډیر حساسیت نه لری دخوشال لپاره تر ننه پورې همدا عبارت راوړی ددې عبارت اوپاتې کېدو وجه داده چې اسانه ویل کیږی.
که دلته قلم مخکې او توره ورپسې راشی دعبارت په سلاست کې کمی راځی خو معنی یې پیاوړې کیږی ځکه دخوشال دقلم رڼا دهغه تورې له ځلا هم هم زیانه وه !
دلته رڼا پوهنه ده چې دمنیر ګوډاګې ادارې دفغانستان تعلیم او تربیه له خنډ سره مخامخ کړی . همدا مجرم بیا دزبرځواک لپاره منځګړیتوب کوی . دې ته څنګه وایو ورونه؟
پای