دیارلسمه برخه
... په تیر پسي
1380 کال کي پولی تخنیک پوهنتون ریاست مقام زمونږ د ګروپ ملګري د اوبو او بریښنا وزارت ته د عملي زده کړو دپاره معرفي کړ، د اوبو او بریښنا وزارت په تشکیل کي یو ریاست په نامه د ریاست عمومي منابع آب و هایدرولوژي وو، ددي ریاست د انجنیري په آمریت کي ددوي انجینران یوه شعبه کي 10 کسه وو او دری پایه میز او دري چوکي يي درلوده، هر انجنیر به په نوبت په چوکي کي کیناستل، دري کسه به ناست وو شپږ ولاړ بیا به چي کوم کس جیګیده یا دا بل ستړی کیده بل ته به يي نوبت ورکوه. طالب مسولین د دوي د لونګي او مسواک غمه کوله خو د میز او چوکي کار يي د خداي ارادي ته پریښي وه، زه ددي صحني شاهد وم چي یو طالب محتسب انجینر سلطان محمود محمودي ته چي هغه وخت دهمدي عمومي ریاست ریئس وو مسواک دي چیري دي؟ او د لونګي شمله دې ولي لنډه ده؟ ورته وویلي خو څنګ ته شعبه کي چي د انجینرانو د ناستي دپاره یوه عادي چوکي نه وه د وزارت د چاوراکو چي اکثر طالبان وو هیڅ چرت ورته نه وو خراب.
د انجنیري په آمریت کي د هایدرولوژی د نظارت د سلسلي د څوکلن ارقامو څخه، چي هغه ارقام هم د 1980 زیږدیز کال نه مخکي د ظاهر شاه او ولسمشر داود خان د واکمني په کلنوکي اخیستل شوي وي، علاوه نور د تخنیکي پروژو او هایدرولیکي ودانیو څه ډول اسناد او علمي مواد شتون نه درلود او د ریاست انجینرانو مونږ ته دا وویلي چي کورنیو جنګونو کي د تخنیکي اسنادو ارشیف له منځه تللي ځکه نو مونږ د عملي یا پراکتیک دوره هم پرته له دې چي څه ووینو یا څه زده کړو پایته ورسوله او د اوبو او بریښنا وزارت زمونږ د برګشت مکتوب پوهنتون ته صادر کړ.
1380 هجري کال د سنبلي د میاشتي 18 نیته وه، مونږ په تدریسي کي وو او د استاد لکچر ته ناست وو، بهر نه د دوامداره او پراګنده ډزو غږونه مو واوریده، محصلین له ځایه وخوځیدل او وارخطايی رامنځته شوه، زمونږ د ګروپ درسي ساعت اصلاحات کشاورزي مضمون وو او داکتر محمد قاسم صدیقي لکچر راکوه، داکتر صیب محصلینو ته وویلي: ارام باشید چیزي نیست( ارامه واوسۍ څه شي نشته) درس ته يي دوام ورکړ، د ساعت په ختمیدو او د وقفي په وخت کي بهر راووتلو ډزي کمي شوي وي، یو د بل نه مو پوښتنه وکړه خو څوک نه پوهیدل چي څه خبره یا موضوع څه وه، ماسپیښین چي یوه بجه لیلیي ته ولاړو ما غوښتل د طعام خاني نه ډوډی واخلم چي دهلیز کي محصلینو ترمنځ دا خبره ګنکوسه وه چي احمد شاه مسعود ترور شوو، طالب پلوه محصلین خوشحاله او طالب ضد خاص د شمالي سیمي اړوند محصلین خفه وو خو اظهارولی نشوه، مخکني هوايي ډزي هم په همدي خوشحالی وي چی طالبانو نظامي کسانو کړي وي، زما لاس کي بشقاب وو چي یو مقدار وریجي او دال پکي وو سره اطاق ته ننوتم، د اطاق ملګري خبر شوي وو، مونږ په اطاق کي ازادي خبري کولي او د یو بل نه مو څّه نه پټول، څلور کلن یو ځای اوسیدو له امله اوس نو زمونږ ترمنځ د باور فضا جوړه شوي وه، انجنیر خوشحال شګیوال وویلي: که دا کار شوي وی دا یو بد خبر دی، مسعود جهادي وو خو تر طالب یو څه اصلاح شوی او منځ لاري جهادي وو، که د طالب پسي یو کورنۍ فشار نه وي موجود، په مونږ او تاسي به سر چپه نخري وکړي، ځینی نور ملګری یا بي تفاوته وو یا هم خفه وو خو اظهار يی نه کوه. زما نظر دا وو چي جهادیان ټول یو ډول انګیزه لري( سیاسي واک ته د رسیدو دپاره د دین نه وسیله جوړول، د نظامي قوي استعمال او جګړه) قدرت ته د رسیدو دپاره په جنګ باور، دا اوسني پیښه ددوي خپل منځي کشمکش دی، بنا هغه وخت زه دي هکله بي تفاوته ووم او ماته د دا ډول قمندانانو مرګ یا ژوند په اړه بحث ډیر اهمیت نه درلوده. مګر ددي دپاره چي پوه شو د نوموړي مرګ د افغانستان په سیاسي برخلیک څه ډول اثرات پریږدي ،مونږ ټول ملګري او اکثر محصیلین ماښام بي بي سي یا امریکا غږ راډیو ته په تمه ووځکه هغه وخت د خبر رسوني کومه بله رسنی نه وه، یوه شپه بله شپه ماخستن وخت کي به مو خبرونه اوریده او بس.
د بی بي سي ماښامني خبرونو کي د مسعود د ټپي کیدلو وویل شو خو د مرګ خبر يي احتمالي وو او رسنیو د کومي باوري مرجع له ادرسه تاید نه کړ، مګر په بله شپه بیا د سنبلي په 19 نیټه د نوموړي د مرګ خبر تاېید او رسمي اعلان شو. تحلیلګران او د نظر خاونداان هم د همدغو راډیوګانو د لاري بیلابیلي تبصري وکړي.
تر دي پیښي دوه ورځي وروسته ماښآم وخت کي زه، انجنیر خوشحال شګیوال او انجنیر میرویس سنجر د عادت سره سم د پوهنتون د صحن نه بهر راووتلو او باغ بالا په طرف مو په قدم وهلو پیل وکړ، مونږ پلان دا وو چي شپی ته به یو څه سودا هم اطاق ته راوړو او یو څه قدم به هم ووهو، خوشحال شګیوال معمولا مونږ سره ماښام بهر نه راوته خو زه او میرویس به هر وخت راوتلو مګر په دي ورځ نوموړي هم راووتله، کله چي د پولي تخنیک د فامیلیو دروزاي مخته ورسیدو چي هلته دکانونه هم وو، انجنیر هري یما مو ولیده چي کور يي کارته مامورین کي دی، انجینر خوشحال وویلي:
هغه دي یما هم راوتلی ځئ چي څنګ ته يي ورشو.
مونږ چي کله سره نږدي شولو تر ستړي مشي وروسته یما مخاطب کړلو او وویلي:
یما: خبر شوئ؟
زه: نه، څه شي نه؟
یما: د امریکا نړیوال تجارتي مرکز يي والوځوه.
زه: چا او څه وخت؟ ته څنګه خبر شوي.
په بی تفاوت انداز انجنیر خوشحال: امریکایانو ته به اوس پته لګیدلی وي چي د جهاد ملاتړ او جهادي ډلو ساتل او پالل یعني څه.
یما: 5000 نفره امریکایان يي وژلی یوه فاجعه رامنځته شوی.
مونږ یو دکان ته ځآن ورسوه چي دکاندار رادیو چالان کړی وو او ورته غوږ وو، راډیو کي د پیښي مسولیت د القاعده په سازمان چي افغانستان کي پټنځایونه وو واچول شوه چي وروسته بیا اسامه بن لادن د یوي ویډیو پیغام دلاري د پیښي مسولیت هم ومانه، او هلته د 3000 امریکایانو د وژل کیدو اخبار نشر شو، مونږ تر یو څه وخت ناستي وروسته او د خبر تر اوریدو لږه شیبه پس، لیليي خواته روان شولو او د انجینر خوشحال په ټینګار انجنیر یما هم مونږ سره اطاق ته راغئ او یما ته وویلی شوه چي د ډوډی نه بعد استراحت دپاره به بیرته کورته لاړ شي.
د احمد شاه مسعود ترور او د امریکي په نړیوال سوداګریز مرکزونو برید د محصلینو ترمنځ هم د شخصي اوهم رسمی مجلسونو موضوعات همدا ګرځیدلي وو، طالب او ددوي لمړي درجه پلویان چي تر دي یو ورځ مخکي د مسعود په مرګ له خوشحالۍ په جامو نه ځآییدل اوس نو هیلي مړاوي ځکه ښکاریدي چي هغه وخت د پیښي نه څو لحظي وروسته سمدستي د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش د طالبانو سره د جنګ او په امارت د مخامخ برید اخطاریه يي صادره کړه.
اوس نو د پولي تخنیک اداري مسولین چي اکثریت يي طالبان وو، ادبیات تغیر او نرم شوي وو، دوي به په ډیر عاجزي د مسلمانانو تر منځ اتفاق، اتحاد او تیر وخت کي د مسلمانان او عیسویانو ترمنځ مذهبي جنګونو ته يی اشاري کولي، لیلیه کي هم تشدد او سخت ګیري کمه شوه. او د محصلینو ګیره او لونګي تري د یاده ووته، ځیني طالبان چي محصلینو منځ کي وو، یوي خوا به صلیبي جګړو تاریخي کیسي شروع کړي بله خوا بیا د پښتون او غیر پښتون موضوع ته يي لمن وهله، دوي به ویل که شمال ټلواله بیا ځلي واک ونیسي کابل کي به دپښتنو د وینو سیلاب جوړ کړي. دې وخت دوي خپله په یو داخلي وجودي تضاد او بن بست کي ګیر وو، یو خوا د امت نظریه چي هیڅ ډول مرز؛ قوم او ټبر نه پیژني بله خوا د قومي فاشیزم او قومي تعصباتو ته لمن وهل او دا سوال مطرح کول چي پښتانه به څنګه شي؟
ملت د طالب نه کومه ښه خاطره نلرله د دوي د ټیټ پوړو افرادو بداخلاقي، بي سوادي او ملیشه يي سیستم، د لوړ پوړو کسانو جرمي اقتصاد، استبداد او ددوی د مشر یعني ملا عمر مطلقه دیکتاتورانه حاکمیت خلک پوزي ته راوستلي وو، طالب چارواکي د ملت د مالیات، عشر، زکات نه چي د معاش، امتیازي، دسترخوان خرڅ، د باډیګارد جیب خرڅ، د موتر روغنیاتو په نامه جیب ته وهلي، یا انجوګانو له طریقه چي اکثر به د دوي یا ددوي د لمړي درجه خپلوانو پوري مربوط وو بهرنی مرستي اخیستلي، جرمي اقتصاد ( تریاک یا آفین، قیمتي ډبري، وسلو قاچاق) دلاري میلیونران شوي وو، ولس ته به يی ویل فقر د خداي له خوا دی، اعمال مو سم نه دي ځکه غریب یاستئ! په مقابل کي ملت ولوږه وهلي ، مهاجر ، بي کاره او لالهانده شوی وو. د دیني مدارسو احساساتي زلمکي او د طالبانو د صف ټیټ پوړي جنګیالي یواځي د قرباني پسونه وو، طالب جګپوړي چارواکي پوهیدل چي نور يي د اختتام وخت نږدي دی. دي شپیو ورځو کي د لیليي د بلاکونو مخته به د طالب نظامیانو د ډاتسن پیک آپ موتري 24 ساعته شکل او دوامداره چالان پریښودل کیده، تر څو د تیښتي وخت کي ستونځه جوړه نکړي، طالبان به اطاقونو کي ویده وول خو بهر پارکینګ کي به يي موتر چالان پریښوده. مونږ دپاره د دوي د تیښتي د آمادګۍ همدا واضحه نښه وه، اکثر محصلین به ویل: طالب نور د ټینګی نه دي ژر به د تاریخ برخه وګرځي.
په بل طرف افغان سیاسي او دطالب ضد جریانونه په دوه لويو جهتونو ویشل شوي وو، یو جهادي پخواني تنظیمونه چی په ټولو کي مطرح او قوي جریان د برهان الدین رباني په مشرتوب جمیعت اسلامي تنظیم، اتحاد اسلامي د سیاف په مشرۍ، جنبش ملي اسلامي د دوستم په رهبري او حزب وحدت د شیعه ډلو په استازیتوب، ګلبدالدین پلویان په دوه برخو ویشل شوي وو یوه ډله يي د جمیعت سره ایتلاف کي شامل وو بله ډله يي بیا د حکمتیار په مشري بیاهم مخالف صف کي ودریدل، د مجددي او ګیلاني پیرانو پوري اړوند دوه جهادي خو معتدلي ډلي هم فعالي شوي.
بل جهت کي افغان تکنوکراتان او روشن فکران چي په دوی کي بیا د پخواني پادشاه ظاهر شاه پلویان مطرحه ډله وه دې ټولو جهتونو کي ساه چلیدلی وه، روشنفکران او افغان طرفونو په داخل او خارج کي په انسجام بوخت وو، د مسعود نه بعد مشرقي خلکو منخ کي د قمندان عبدالحق په مشري د نوي حکومت د جوړیدو د خلکو د خبرو سرمشق وو، مګر څه وخت وروسته د امریکي د نظامي بریدونو پیل سره سم، افغانستان ته په داخلیدو قمندان عبدالحق د طالبانو په لاس ووژل شو اوس نو مونږ د نوموړي نه بعد د حامد کرزي نوم له میډیا او خلکو نه اوریده.
ساختماني پوهنځي کي د ثقافت اسلامي د مضامینو استادان نور درسونو ته منظم نه حاضریدل،. ملا فاضل د پوهنتون ریئس هم غیر حاضري شروع کړه او که راتله هم په نامنظمو اوقاتو کي لنډ وخت دپاره به يي یو ځل پولي تخنیک ته سر ورښکاره کوه..... نور بیا