وینا ته یې چې ګورې دوطن په غم جلبل دی پرې مه غولېږه غل دی
په ژبه هرڅه وایی. وطن او ملت ستایی. په دې غم مبتلا یی
مجلس دصادقانو ته راغلی په چل دی پرې مه غولېږه غل دی
« ارواښاد الفت صاحب»
دسیالۍ کاذبې او ککړې معاملې :
الف : دربانی هوس ، بچه ګانه/ششګانه وهفت ګانه پرچمی مشربه اداره مثال مسعود خلیلی دپرچمیانو ویاند. ظاهر طنین دایمی استاذی ملګری ملتونه
ب:دبن خوسا اوشرمنده سازش انتریم اداره
ج: دقطر بیسواده پرېکړه او جوړجاړی دقدرت په خا طر
دسیالیو انګړ کې :
دسیالیو بهیر له ۱۹۷۹ څخه راپیل شو دې سیالیو کې نوی بوټی را وټوکېدل دغه بوټی داستبلیشمنت ټیکه دارانو نور هم وپړسول هره کوڅه کې یې یو فرعون رامنځ ته کړ دې سیالیو کې دبن لادن دسی ای آې کتلیست چټل نویس افغانستان یې له نړیوال کړکېچ سره مخ کړ دسیالیو بازار ګرم او څو څپې ته اوچت شو !
هره سیالی مقدمه لری هره سریزه کې چپې لاړ امپریالیزم ته اخوانی لاړ وهابیزم ته دعربو جاهلو سرتمبه شیخانو ته میرویس نیکه همدې ته حیران دی چې دغه دغنی په څېر کلیزې اوس طالب سیالی کوی دڅه لپاره ً؟ حال داچې دعلم اوتعلیم برخه مجموعا وژنم خو دلته بیا علمی سیمینار جوړوم !
د تېرو څه باندې پنځوسو نیمه پېړۍ یا (پنځه لسیزو) کلونو تجربو ، شخړو، ناوړینو، لافو اوباټو ، تا وکړه ماوکړه بینظمیو ، بې اتفاقیو دا په ډاګه کړه چې هېڅ ګاونډی او نور هېواد ونو د افغانستان لپاره خپلې ملي ګټې نه دي قرباني کړې او نه به یې قربانی کړی هر وخت چې یې ګټې غوښتې، له افغانستان سره یې مرسته کړې، او هر وخت چې یې خپلې ګټې په بل لوري کې لیدلې، خپله لاره یې بیا بدله کړې ده. دا اصل یوازې زموږ د ګاونډیانو لپاره نه، بلکې د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره له غټه نیولې تر قطری مطری پورې چې انګرېز جوړکړی صدق کوي.
افغانستان د سیمهییزو سیالیو له امله ډېر مالی، عمرانی، عرفانی ، اقتصادی سیاسی اوجیو پولیتیکی زیانونه لیدلي دي،
کومً ګاونډی واقعا «ورور»دی او کوم یو «لیوه»؟
یا تربور دی .؟
دامیرخان په ترازو کې کوم یو دروند دی او کوم یو سپک؟
ایا دا دقضیې احساساتی انډوخر تاسې ته نه ښکاری؟
دغه ځیرک ګاونډی ،ڼړیوال اوبې نړۍ خپلو ملي ګټو پسې نه دی؟
ایا سیاسی ژبه، بهرنی موقف، کورنی مشروعیت، دکور او بهر ملی روابط او ضوابط دیو تیوب له جعلی لافو شاپو او نه تمامېدونکی معما ګانو سره توپیر نه لری ؟
افغانستان کما کان تر هر وخت څخه زیات سیاسي عقل، تدبیر او واقعبینۍ ته اړتیا لري؛ داسې پوهه چې موږ ته دا را زده کړي چې هېوادونه د مینې او کرکې، وفادارۍ او بېوفایۍ، یا «مردۍ» او «نامردۍ» په تله ونه سنجو، بلکې د هغوی کړنې، ملي ګټې او سیاستونه د عقل، منطق او ملي مصلحت او مصلحت ژبې له مخې وارزوو.نه ګیلو او ګذارو …………
هغه هم دامیر خان ! په نړیوالو اړیکو، مراوداتو، ناستو او ولاړو کې ، پالیسی او برداشت کې نه تلپاتې دوستي شته، او نه تلپاتې دښمني، او نه هم د «مردۍ» او «نامردۍ» مفاهیم د دولتونو د چلند معیار ګرځي. هغه څه چې تل پاتې وي، ملي ګټې، سیاسي بصیرت او د خپل ولس د حقونو او ګټو د دفاع وړتیا او اهلیت دی.
دموضوع پای کې باید ووایم چې:
اصلي ستونزه باید د نورو هېوادونو په سیاستونو کې نه، دازموږ کار دی اوًتر ډېره نه په خپلو کمزورو سیاسي محاسبو کې ولټوو. هغه سیاست چې لا هم پر یو اړخیزو دریځونو، احساساتي غبرګونونو او غیرانعطافمنونکو لیدلورو ولاړ وي، نشي کولای د نننۍ سیمې او نړۍ له واقعیتونو سره مقابله وکړي. اوسنی وخت د شعارونو او احساساتي قضاوتونو نه، بلکې د واقعبینانه، هوښیارانه او انعطافمنونکي رغنده اوپیاوړی سیاست غوښتنه کوي.
پای