د کرکټ په مینه‌ناکه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي اتلانو داسې ویاړونه خپل کړي، چې د هېواد نوم یې د نړۍ په کچه روښانه کړی دی. دوی نه یوازې په نړیوالو سیالیو کې تاریخي بریاوې ترلاسه کړي؛ بلکې د افغان ولس د یووالي، ملي ویاړ او ګډ هویت استازي هم ګرځېدلي دي.
موږ ویاړو، چې د دغو اتلانو بریاوې به د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او ملي یووالي لپاره د الهام سرچینه وي او د هېواد په معاصر تاریخ کې به د ویاړ نوې پاڼې ورزیاتې کړي.
د افغانستان د کرکټ د ودې، پرمختګ او نړیوال شهرت په بنسټ اېښودونکو شخصیتونو کې ارواښاد محمد شاه پور ځدراڼ ځانګړی ځای لري. ده د ملي کرکټ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، تل یې دا هیله لرله، چې د افغانستان نوم په نړیوالو ډګرونو کې ځلاند وي او هېواد ته ویاړونه راوړي. نن ورځ د ده د هڅو ثمره د افغان اتلانو په بریاوو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
همدا د ده د خدمتونو او مېړانې ارزښت دی، چې په ویر کې يې ټول ولس ځان شریک ګڼي. یو ملت هغه وخت خپل رښتیني اتلان نه هېروي، چې هغوی د خپل ولس د عزت، ویاړ او راتلونکي لپاره ژوند وقف کړی وي.
ارواښاد شاه پور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې و، خو د هېوادوالو له دعاوو او نېکو هیلو هېڅکله لرې نه و. د الله تعالی پرېکړه داسې وه، چې د چنګاښ په ۱۷مه یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او خپل روح یې خپل حقیقي مالک ته وسپاره. د ده د مړینې خبر ټول هېواد د غم پر ټغر کېناوه او د زرګونو افغانانو سترګې یې له اوښکو ډکې کړې.
د ده د جنازې او تدفین په مراسمو کې د لسګونو زرو هېوادوالو ګډون دا وښوده، چې رښتیني اتلان یوازې نه وي؛ د ولس مینه، دعا او درناوی تل ورسره وي. دا ولسي حضور د ارواښاد شاه پور ځدراڼ د خدمتونو، اخلاص او محبوبیت څرګند ثبوت و.
د افغان ولس تمه له نورو اتلانو دا ده، چې د ارواښاد شاه پور ځدراڼ نیمګړی ارمان بشپړ کړي، د هغه لاره ژوندۍ وساتي او د خپلو بریاوو پر مټ د هېواد د ویاړ او عزت پاڼې لا رنګینې کړي.
الله تعالی دې ارواښاد محمدشاه پور ځدراڼ ته فردوس جنت په نصیب کړي، قبر یې له الهي انوارو ډک او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ولس ته دې جمیل صبر او اجر ورکړي. آمین