يو نظام چې دومره خود سره او بى باکه وي چې ،د تعليم يافته قشر څخه نيولى تر بى سواده بى تعليمه د يو غير مشهور کوڅې دکان داران او د غره ميشت انسانان دا ټول په يو أواز پر طالبانو نيوکي کوي ،او دا ځکه چې د دوي نظام کښي ډيري ستونزى موجودى دي ،
او دا د دوي انتها د بى کفايتى او بى تدبيرى ښايى ،هر څوک که يو اندازه سياست نه پوهيږي ٠ خو په دي پوهيږي چې تعليم د ښځو او نارينه له پاره فرض دى ٠تعليم د راتلونکى پر مختګ له پاره هم ضرورى دى ،
پر مختګونه د ښه تعليم په رڼا کښي مينځ ته راځي بله موضوع چې ساده خلک هم په دي پوهيږي چې دنيا والو سره څرنګه چلند بايد وشي ٠
تر څو طالبان په رسميت و پيژندل شي ،او بين الاقوامى اړيکې څرنګ ټيګيدلاى شي ٠نا لوستى خلک هم تر يو حده په دي پو هيداى شي٠ خو دوى په دي څلور کالو کښي يو صحيح لاره پيدا نه کړه لا تر اوسه يې د انجونو د مکتبونو د دروازو د پرانيستلو په هکله يې
يو صحيح دريځ نه دى نيولى ٠ کله وايي چې د انجونو تعليم په مذهب کې نشته کله وايى چې حديث کښي راغلى ،د دي له پاره چې خلک پرى نيوکه و نه کړي ځينى يې وايې چې دا په قرآن شريف کښي راغلى ځکه
په دي لاره دوي غواړي د خلکو خولې بندى کړي او د خلکو د خبرو نه ځانونه خلاص کړي ٠ او دا بيا واضحه او روښانه وٸيلى نه شي چې ووايي چې ، زمونږ باداران يې نه غواړي نو د انجونو د تعليم خبره په يوه مرموزه پرده کښي تر اوسه پاتي ده ، او دي ته ټول په سوچ کښي دي ٠