دلته نور دمعرفت باندې بندیز لګېدلی تعلیم د کورنۍ معضلې په نوم تپل شوی هغه چې غوجل یې اداره کړه نه ده دعالی تحصیلاتو وزیر شوی یوتیوبی کارپوه له بهره ورته کمپاینر شوی. او دوکړې وهی.
مه خپه کېږه!
ملا خچن د کمیسیون مشر ټاکل شوی هغه چې چا په سلمنه لېټۍ کې هم نه دی حساب کړی دغه کمیسیون څومره ظرفیت او کیفیت لرلی دمعادنو وزارت یې په کم وخت کې چور کړی چا دغه ډول نامشروع نظم او سیستم لیدلی؟
مه خپه کېږه!
امنیت مې اورېدلی خو امونیت مې هیڅ قاموس کې نه دی کتلی دنړیوالو چارو اټکلی منیجر په یوتیوب کې په خپل تصویر مین شوی دارد در تنګه هرمز چنه میزند مې اوریدل
(زازی) خشک وخالی وایې چې امنیت راغلی خو څنګه راغلی ؟ اوکله تم شوی؟
مه خپه کېږه !
حکومت چا په بیسوادو وېشلی او ملی حاکمیت یې ټکنی کړی حکومت په ماشومانو نه کیږی زور او چم او فساد نه کیږی په لافو پټاکوًاو تماشا نه کیږی په نامشروع او غلط طریقه او لار نه کیږی.
مه خپه کیږه!
په یوتیوب کې طالب مه تشویقوه په غلطه لار اوهوس مه تېروه دای اس ای چمونه مه تازه کوه. له لندنه څګونه مه بادوه تورته تور ووایه سپین ته سپین افغان ننګ او غیرت مه هېروه، مصنوعی سوټی له ځانه مه تیاروه .
مه خپه کېږه!
دروغ مه وایه چم مه کوه فساد خورد او پاو نه لری قوت او کمال نه لری داسلام په نوم وقار نه لری نړیوال عظمت او ابتکار نه لری مسئول او نامسئول او هفته پام نه لری دغه ډول انډوخره نظام نه لری دطفیلی اوتف طفیلی ناکام نه لری.
مه خپه کېږه!
دې عصر او زمانې ته وګوره ، دیجیتال سواد او برنامې ته وګوره دملت فقر او ناوړه اوازې ته وګوره د افتونو افت خانو ته وګوره په سوړه ننوتی افسانې ته وګوره عجب سړی یې خو تورو تیاروته وګوره د رښتیا زمانې اهمو کارو ته وګوره
مه خپه کیږه!
بدلون باندې باور ولره ، په ترقی او پرمختګ رنګ اوزنګ ومنه جهان لاړ ته شاته پاتې شوې ښه کار، حق اوعمل ومنه دعدم تشدد برنامه له ځانه پیل کړه
مه خپه کېږه!
پای