پسرلی د طبیعت د نوي ژوند او ښکلا فصل دی، په دې موسم کې وګړي خوشحاله وي، خپلې هیلې تازه کوي او د نویو فرصتونو لپاره پلانونه جوړوي. لکه څنګه، چې طبیعت تازه کېږي او هر څه شنه کېږي، موږ هم باید په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولو او ځان د پرمختګ پر لور وهڅوو.
موږ باید د تېر کال په څېر پاتې نه شو، تېر کال موږ ته نوې تجربې، زده کړې او مهم درسونه راکړي دي. نو نوي کال ته باید په همدې نظر وګورو؛ زده کړه وکړو، خپل ځان پرمختګ ته وهڅوو او خپلې کړنې لا مثبتې او اغېزمنې کړو.
کله چې د پسرلي په اړه خبرې کوو، ډېر وخت یوازې د طبیعت ظاهري بدلونونه یادوو. وایو، چې ځمکه شنه کېږي، ماشومان ښوونځیو ته ځي، مرغان آوازونه کوي او کوچیان خپلو شنو سیمو ته روانېږي. خو تر دې مهم دا ده، چې فکري بدلون ته باید ډېر پام وکړو او د وخت په تېرېدو سره د فکر، مطالعې او زده کړې لپاره هم پلانونه جوړ کړو.
موږ باید خپل تېر او اوسني فکرونه او کړنې وارزو؛ وګورو چې کوم یې سم دي او کوم سمون او اصلاح ته اړتیا لري. په دې ډول به مو نه یوازې خپل ځان ته خدمت کړی وي؛ بلکې د نورو لپاره هم د یو ښه لارښود په توګه خپل مسوولیت ترسره کړې هم وي.
کله، چې موږ وخت ته ارزښت ورنه کړو، نو په ټولنه کې به هم مثبت بدلون رانه شي. ډېری وخت موږ خپل ژوند پر بې ځایه مجلسونو او بې هدفه بوختیاوو باندې تېروو. که له ژوند سره رښتیني واوسو او هره شیبه مهمه وګڼو، نو ډېر ژر به د ژوند ارزښت او خوند درک کړو.
که یو څوک د کال لپاره منظم پلان جوړ کړي او هغه په عملي ډول پلی کړي، نو عملاً به وویني، چې د یوې پرمختللې ټولنې د یو مسوول او هدفمند انسان په توګه ژوند ته دوام ورکړي.
نوی کال موږ ته دا فرصت راکوي، چې زده کړه وکړو، ځان پرمختګ ته وهڅوو او خپلې کړنې مثبتې کړو، که هره شیبه مهمه وګڼو، خپل فکر او عمل اصلاح کړو، نو د خپل ژوند په ارزښت به لا ښه پوه شو.