له هېواده د باندې، په ۱۹۸۴م کال کې زه د تاریخ او ژورنالېزم د فاکولتې د درېم صنف محصل ووم. ټکنده غرمه وه چې د مرکزي لېلیې او طعام خورۍ له لوډسپیکرو څخه غبرګ اعلان وشو: (نن شپه به د کنفرانسونو په لوی تالار کې یوه ستره علمي مباحثه وي) ورپسې یې وویل:(نننی ځانګړی مېلمه، د هندوستان څخه راغلی د استدلال، اعتدال او زغم سمبول علامه ابوالحسن علي الندوي دی).
ماښام د تالار دواړه لوژونه تر خولې ډک شول؛ څه طالع وه او څه د لاس صفايي ماته د سټېج خوا ته نژدې چوکۍ پېدا شوه. مَلمَلي سپینه قره قلي په سر، خړچکی ساده بالاپوش په تن او د لکنهو تیله دارې پڼې په پښو د خپل مهال خوله ور لیکوال، هال ته راننوت. له علېک سلېک او لنډې سریزې وروسته؛ د خپل کتاب «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين - نړۍ د مسلمانانو په زوال سره څه له لاسه ورکړل؟» فهرست او د څو څپرکو سرلیکونو ته تم شو. دغه اثر د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰م کې چاپ شوی او پنځه فصلونه لري چې په هغو کې د جاهلیت عصر، انسانیت مخکې له بعثت څخه؛ د اسلام لومړنۍ دوره؛ د تمدن عروج او انحطاط؛ اروپایي تمدن، د مسلمانانو د احتمالي رهبرۍ نظریه او د اخلاقي زوال غمیزه شامل دي. دا کتاب د انګریزي، فرانسوي او فارسي په ګډون، په لسو ژبو ترجمه شویدی.
له ښایسته ډېره وخته مې په زړه کې دا تلوسه په تیندکونو وه چې زه به یې پښتو ته ژباړم؛ ترڅو په ګردنۍ او پنځه ډزي ټوپک میېن پښتانه له دغسې ویاړمنې ماضي سره خپل حال او راتلونکې کوشېر کړي. په عین حال کې، دا هم په یاد ولري چې د قلم نوکه د ټوپک له شپېلۍ څخه تېزه او اعتدال له افراط څخه ډېر غوره دی. پرون مازیګر، د ژېړي لمر وروستۍ سلګۍ وې چې یو مینه ګرکي دوست مې د واتساپ په لیکې د تېرو پېړیو د عظمتونو د ۱۱ سرلارو اړوند، یو آنلاین کتاب راولېږه چې عنوان یې دی «هېرې شوې پېړۍ او د اسلام زرین دور» د ۱۴۹ مخونو دا کتاب زما یونازولي او نالیدلي اشنا، شوکت زماني لیکلی چې د تخصص ډګر یې اقتصاد او تجارت دی.
د لیکوال زماني دا هڅه، د تمدني چاپېریال د لا زیاتې پېژندګلوۍ په اړه پراخه او مهم بحث رامنځته کوي. ټول کتاب مې لا نه دی لوستی ځو ماته د عامه پوهاوي او کلتوري روایت د بیا را ژوندي کولو او څېړنیز باور د مزبوتولو په برخو کې یوه بریالۍ هڅه ده. په علمي ډګرونو کې د اسلام زرین دور د عباسي خلیفه، مامون الرشید له واکمنۍ او د بغداد د علمي مرکزونو سره وېلډنګ شوی برېښي. په دې پېر کې د بيت الحکمه په څېر بنسټونه جوړ شول چې د یوناني، فارسي او هندي علومو ژباړې او پراختیا ته یې بډه وهلې وه. ښاغلی زماني استدلال کوي چې د اسلامي تمدن حېرانوونکي پرمختګونه یوازې د ترجمې غورځنګ نه وو، بلکې یو نوښتګر، تولیدي او فکري نظام وو چې وروسته یې اروپا ته د انتقال لاره هواره شوه، په ځانګړي ډول د اندلس او شمالي افریقې له سمندري پولو څخه.
د کاشغر ورېښمیني لارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق منارې او د غرناطې او الحمراء دنګې ماڼۍ همدا نن هم د خپل ستر مدنیت او هېر شوي عظمت شاهدانې دي. موږ چې د «اقْرَأْ» او همدا شان د «نٓۚ، وَٱلۡقَلَمِ» امت یو، ولی دومره نېستمن، وېشل شوي او له پوهې او عصریت سره په ژورې دښمنۍ اخته یو؟ موږ ولی د قبر، سقاط، پل صراط، د تراوېح په رکعتونو او تعویذونو په روا او ناروا کې بند پاتې یو؟ موږ ولی د عروج په خوږو یادونو د خولې خوند سازوو او د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په پېر کې په خاړپوڅو مزل کوو؟ زه فکر کوم د دې کتاب لوستل به د دغو لاجوابه پوښتنو په ځوابونو کې بې ګټې نه وي او نوی کول به ورڅخه ډېر څه زده کړي.
د «هېرې شوې پېړۍ او د اسلام زرین دور» کتاب، تمدنونه یو له بل څخه جلا نه، بلکې یو پر بل متکي بولي او د تاریخي شالید په روښانه کولو کې یې ونډه مهمه ګڼي. دا اثر نه یوازې د پرتلیز تاریخ د بیا کتنې بهیر په نښه کوي، بلکې د تهذیبونو ترمنځ د متقابل درناوي او علمي همکارۍ بلنه هم ده. کتاب په روانې، خوږې او ځنځیري لهجې لیکل شوی او د پښتو ژبې په غنا کې یوه مهمه اضافه ده. دا اثر ښيي چې اسلامي نړۍ د منځنیو پېړیو په مهال د علم، عرفان او منطق مرکز وو او معاصر اروپايي مدنیت یې له اغېزو بې برخې نه دی. له همدې امله، نه یوازې تاریخي ارزښت لري، بلکې د ایډیالوژیک هویت او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هم مهم بلل کېږي.
د دې کتاب په مهمو موضوعاتو کې د علم او فلسفې وده او د اسلامي مفکرینو لکه ابن رشد او ابن سينا طبي او فلسفي خدمتونه څېړل شویدي. ابن رشد د ارسطو فلسفه تشریح کړه چې د اروپایي رنسانس پر فکري بنسټونو یې ژور اغېز وکړ. د الجبر د بنسټګر محمد بن موسى الخوارزمي یادونه کوي، چې د فلکیاتو، کیمیا او انجنیرۍ په برخو کې د مسلمانانو نوښتونه په ګوته کوي. همدا شان د ابو رېحان البیروني، فخر الدین رازي، ابو نصر فارابي، ابن خلدون او ابن الهیثم په څېر مشاهیرو یادونه راتازه کوي او انساني ټولنې ته د هغوئ تلپاتي شاهکارونه ورپېژني.
پخوا به چې د کونړ د لوی خان (میر زمان خان) نوم یاد شو، نو د ارنوئ جګړه، د دغه غازي سیاستوال او شاعر زوئ، محمد هاشم زماني او لمسی ډاکټر عبدالرحمن زماني چې د دوه ویشتو کتابونو لیکوال دی، د ذهن په هندارې کې مجسم شول. مګر اوس یې کړوسی، شوکت زماني د دې غوړېدلې کورنۍ په لمنې کې د یو غمي په څېر وځلېد او د هېر شوي تاریخ لوستونکو ته یې له الهامونو ډکه او ارزښتناکه صندوقچه سوغات کړه.
په ژوند، قلم او هڅو یې د برکتونو شېبې شېبې بارانونه
—-------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay