موږ په پښتوکې وایو خوسکی دې چې په اخور لوی شو غاښونه یې مه ګوره!
اسلام آباد له افغان ولس سره ملګر تیا نه ده کړې بلکې له افغان ډلو سره یې کړې ده .
که اسلام آباد له ځانه سره دښمنی کړې نو کابل څه ملامت دی؟
که اسلام آباد په خوله يو څه اوعمل کې بل څه نو بیا دچا ګناه ده؟
اسلام آباد ولې دافغان پالیسی رامنځ ته کیدو کې ناکام پاتې شو؟
په تنظېمونو کې حزب ته چا زیاته مرسته ور کوله؟
اسلام آباد ولې په خپلو کردو پښیمانه دی؟
اسلام آباد ! موږ ددې ولس خلک یو په خپلو مسائلو ښه پوهېږو!
اسلام آباد کې ای اس ای له ټولو زیات واک درلود!
دا څو لسیزې چا استخباراتی کارونه مخ ته بېول؟
اسلام آباد ولې پر افغانستان پوځی مداخلې پیل کړلې؟
د ۲۰۰۲ دوزیرستان شورا چا جوړه کړه داخبر دنیویارک تایم ورځپاڼې لخوا څنګه خپور شو؟
اسلام آباد ولې دافغان لانجې لپاره یوه افغان پالیسی جوړه نه شوای کړای؟
ددې ډرامې جوړونکی اسلام آباد نه دی ؟
طالبان داسلام په نوم چا جوړکړل ، چا انتحاریانو ته وهڅول ، چا مرسته کړل ؟
اسلام ایا طالبان له اسمان څخه را اوریدل؟
TTP چا جوړکړل او دچا تر شا جنګېدل ؟
دساړه او تود جنګ او جګړې اور اچونکی څوک دی؟
ایا داتوافق نه وه چې دجمهوریت له سقوط سره همهاله د کابل هوایی ډګر نه اسلام آباد ته یو شمیر لوړپوړې پرواز کوی ؟
ایا اسلام آباد د طالبانو لپاره په اسلامی کنفرانس او دملګرو ملتو په مقر کې دمشروعیت لابی نه کوله؟
ایا اسلام آباد یو دروغجن نه دی چې حافظه نه لری!
اسلام آباد کوم ګلان کرلی چې نه را شنه کیږی؟
چا دغه زمینه مساعده کړه چې کرغېړنه بمبارۍ پر بې ګناه ولس پیل کړی طالب او که ای اس ای؟
اسلام آباد د کومو ګټو پسې دی؟
نړیوال
سیمه ایزه
فرا منطقه
او که منځنۍ آسیا هېوادونه
اسلام آباد ګنګس شوی لاره یې ورکه کړې !
پاکستان ته تل افغانستان دلنګې غوا حبثیت در لودلی
موږ لاهم پاکستان سره په لفافه کې رازونه لرو
دالوبه تاریخ جوړوی ددې لوبې اړخونه متناوب او پیچلی دی.
اسلام آباد په هیڅ صورت یو خپلواک ، ازاد، با اراده او په ملی حاکمیت استوار افغانستان نه غواړی سره له دې چې ستراتیژی هم ور سرن ملګرې نه ده
لافې اوپټاکې هیڅ ګټه نه لری « وله یې مولوی »صنعی بڼه لری مولو ی لا هم دا دالخورانو په نغری ناست ګوډاګی دی
اسلام آباد لوبه کې دخیل اوډیره اوږده لری
دوام لری