په افغانستان کې د چین د رول په اړه دوه جلا نظرونه شتون لري ، لومړی نظر دادی چې د چینیانو حضور او فعالیت د افغانستان په ګټه دی، ځکه چې افغانستان کې موجوده شرایطو ته په کتو کابل د بیجینګ سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته په دې وخت کې زیات ضرورت لري .
ځیني بیا په دې باور دي چې چین افغانستان کې دخپلو امنیتي او اقتصادي موخو په لټه کې دی او افغانستان د پرمختګ او مرستې دپاره کوم منظم روښانه پلان نلري .
ددې ښه بیلګه د لوګر ولایت دعینک مسو کان د کار نه پیلول یاده وي او وایې که چین له افغانانو سره اخلاص درلود نو په یاد کان به به یې کار پیل کړی و.
ددې ترڅنګ کلوونه تیر شول چې چیناي کمپنۍ د امو سبند د تیلو د استخراج قرارداد کړی خو تر اوسه یې د پام وړ فعالیت نه دی پیل کړی .
زیاتره کارپوهان په دې باور دي که پر یادو پروژو پر وخت سم کار پیل شوی وی دافغانستان د خود کفای په لور یو موثر ګام ګڼل کیدای شوو.
د عینک مسو کان د افغانستان په تاریخ کې د کانونو لومړنی لوی نړیوال تړون او د کابل او بېجینګ ترمنځ اړیکو کې یو مهم بدلون و.
په ۲۰۰۸ کال کې، د چین د "میټالوجیک شرکت" (اېم سي سي) د ۳۰ کلونو لپاره د ۲ اعشاریه ۹ میلیيارډ ډالرو په ارزښت داوطلبي وګټله او ژمنه یې وکړه چې د سړکونو، اورګاډي پټلۍ او ۴۰۰ میګاواټه برېښنا فابریکې په څېر زیربناوو پراختیا کې به ۵ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
په دغه برخه کې د چین لخوا پر وخت دکار نه پیل ښای چینایان له دې کان څخه د ستراژیکې اقتصادي زیرمې په توګه استفاده کول غواړي .
‎همداراز کلونه کیږي چې د امو دریا حوزې د تیلو د استخراج قرارداد د چین د ژینجیانګ د مرکزي اسیا پیټرولیم او ګاز
‎شرکت ته د ۲۵ کلونو له پاره په قراردادورکړل شوی دی
‎د قرارداد له مخې یاد شرکت به لومړی کال ۱۵۰ میلیونه ډالرو او تر ۲۰۲۶ کال پورې ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي
‎متاسفانه چې یاد شرکت د امو حوزې د تیلو په استخراج کې د پام وړ پانګونه نده کړې او نه یې د قرارداد موارد عملي کړې دي .
نو ویلای شوو چې چین په افغانستان کې دخپلو ګټو په تامین کې دی او نه غواړي چې افغانان خودکفا اوسي د ډیر په اند چین صرف افغان حکومت مصروفول غواړي او هیڅکله له زړه نه غواړي چې افغانستان کې دې کار وشي زکه چې افغانستان ددوي له نظره یوه پټه خزانه ده او هرکله چې دچین اړتیا شوه بیابه دلته کارپیل کړي .
موږ باوري یو که د عینک مسو کان او دامو حوزې دتیلو د استخراج کار پیل شي افغانستان به له احتیاج خلاص او د مترقي هیوادونو په کتار کې به سر راپورته کړي .
افغان حکومت ته پکارده چې پرچینای کمپنیو فشار راوړي ترڅو د امو حوزې دتیلو د استخراج او د عینک مسو کان د کندلو چارې عملي پیل کړي او که داسي نه کیږي بهتره به یې چې یاد قراردادونه لغوه شي .

لیکنه/ صافی