پوهه انسان له ناسمې لارې ژغوري او سم لوري ته یې رهبري کوي، چې پایله یې خیر، ښېګڼه او پرمختګ دی. له همدې امله د علم زده کړه د ژوند تر پایه پر هر انسان لازمه ده، څو له دې بې پایه الهي نعمت څخه برخمن شي.
نن افغان ولس دې حقیقت ته رسېدلی، چې د تعلیم او زده کړو پرته بل هېڅ بدیل نشته. نو پوهه هغه ستره پانګه ده، چې د ټولنې او هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي.
نننی نسل هڅه کوي، چې زده کړې وکړي او دا یې درک کړې، چې تعلیم یوازې د مادي ګټو لپاره نه دی؛ بلکې د معنوي ودې او فکري پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله هم ده.
که څه هم ډېری فارغ شوي ځوانان د بېروزګارۍ له ستونزې سره مخ دي، خو دا ننګونې د زده کړو د دوام مخه نه شي نیولای. دلته د دولت مسؤلیت دی، چې لازمې زمینې برابرې کړي، څو ځوانان لا زیاتې زده کړې ته وهڅول شي.
ځوانانو ته پکار ده، چې که په رسمي دندو وګمارل شي او که نه، باید یوازې پر خپلې زده کړې بسنه ونه کړي. که د رسمي زده کړو زمینه ورته برابره وي، دوام دې ورکړي او که نه، نو له کتابتونونو، علمي مرکزونو او شخصي مطالعې څخه دې ځان لرې نه ساتي.
د ښوونځي او پوهنتون دوره که څه هم د زده کړو مهم پړاو دی، خو ډېری وخت د زده کوونکو پاملرنه یوازې درسي کتابونو ته وي او د پراخې مطالعې فرصت کم وي. له همدې امله، کله چې انسان له عملي کارونو سره منظم لوست هم یوځای کړي، دا چاره د ذهن په روښانتیا او فکري ودې کې خورا اغېزمن تمامېږي.
هر وګړی باید مطالعه د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځوي؛ که په کور کې وي او که په نورو ځایونو کې، کېدای شي په پیل کې لوست ستونزمن ښکاره شي او ذهن ستړیا احساس کړي. خو که څوک څو ورځې پر ځان فشار راولي، وروسته د مطالعې له خوند او ارزښت سره بلدتیا پیدا کوي او دا عادت یې فکري وړتیا نوره هم پیاوړې کوي.
مطالعه باید په ارام ذهن او ټاکلي وخت کې ترسره شي، تحلیلي او څېړنیز مطالب جدي تمرکز ته اړتیا لري، خو کیسې او عمومي مطالب بیا د وخت له پلوه اسانه لوستل کېدای شي، هر لوستونکی باید هغه وخت د مطالعې لپاره وټاکي، چې ذهن یې په هماغه مهال ښه فعالیت کوي.
د لوړو زده کړو تر ترلاسه کولو وروسته دوامداره مطالعه د انسان د پوهې ځواک زیاتوي او ذهن یې لا روښانه کوي. همدا پوهه ده، چې انسان ته د فکر، اختراع او نوښت زمینه برابروي او د بشري ژوند د اسانتیاوو سبب ګرځي.
انسان که څه هم له فطري پلوه عاجز مخلوق دی، خو الله تعالی ورته داسې پوهه ورکړې، چې د نړۍ ډېری پرمختګونه د همدې پوهې له برکته رامنځته شوي دي. نو لا هم وخت شته، چې پر خپلو ماشومانو زده کړې وکړو او هغوی د علم لور ته وهڅوو، څو روښانه راتلونکی ولري او د ټولنې د هوساینې لپاره خدمت وکړي.
تر ټولو وړاندې د قرآن کریم تلاوت او د دیني کتابونو لوستنه بنسټیز ارزښت لري، ځکه دیني پوهه د نورو عصري زده کړو لپاره لار هواروي او انسان ته فکري توازن وربښي.
لوست یوازې په کتابونو پورې محدود نه دی؛ بلکې ورځپاڼې، مجلې، علمي مقالې او حتی ټولنیزې شبکې هم د پوهاوي مهمې سرچینې دي، ځکه د ورځنیو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کوي او د ځوانانو پر فکري ودې مثبت رول لري.
په پای کې د لوست او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره د لوستو ځوانانو، د جوماتونو امامانو، ښوونکو او قومي مشرانو ونډه ډېره مهمه ده، چې دوی باید خلکو ته د لوست ګټې او ارزښتونه په دوامداره توګه بیان کړي، څو مترقي او پرمختللې ټولنه رامنځته شي.