نرخ دلته زموږ دستړې ستومانې ، تېروتلی ، ناروغې له کاروانه پاتې ټولنې روانی ، حقوقی، مدنی ، او دشتون فلسفی الګوریتم دی، دقیقه محاسبه ده، دبحث اومرکې اداب دی ، کرکه او نفرت نه دی داټولنه نفس وهی خو زړه یې کار نه ًورکوی یو زعیم ته انتظار باسی .
دذبیح الله کومه پوښتنه چې دده په میل برابره نه وی نو فشار یې له ۵۰ یوسل او پنځو ته لوړیږی . شرع حاضر ته ګوری !دی عالم هغه چا ته وایی چې «کیدانی خلاصه » تحت الفظی نشی ژباړلی. ذبیح الله دلته دې پوهنتون استاد انو ته اشاره کوی حال داچې هلته یې بندیز ورباندی حاکم کړی ، اونړیواله سندره ورڅخه جوړه شوې دلته دڅو بند ه اصولنامې مناظره کوی هلته په جنسی اپارتاید کې انسان له تعلیمه بې برخې کوی. ذبیح الله فسبوکیانو اورسنیو باندې هم نیوکه لری او. نیوکه کوونکی عقلی او تخریب کاربولی چې له دین څخه خبر نه دی!
دا مو حال دی چې دګچالو په ټاپه باندې دیوې پوښتنې توانمندی نه لرو! له واقعیت لېرې ګذارونه
دعدالت په وړاندی ابزاری منافقت الګوریتم نه دی. فتنه غلطی او نافهمی ده .
سؤ استفاده ، تنظیمی انډیوالی او دخرافاتو انډوخره زبر ځواکی ده. دذبیح الله دملا کبیر خبرداری له یاده وتی دسرا ج الدین توصیه له حکومت سره مینه دما غوښتنه ده؟
بناء عالم
اکرم دالله په وړاندې پرهیز کاره ، انسانی کرامت، عدم تشدد، سوله ساتی او ایمان لرونکی دی چې تور ته توروایی اوسپین ته سپین! دپېژند ګلوی په کتار کې دمختلفو قومونو اوقبلو کې اکرم معلوم او برتر دی
«ان اکرمکم عند الله
اتقئکم» فلسفی ، حقوقی ، حنفی فقهی الګوریتم دی
***
لا اکراه فی الدین
***
دلا مفهوم ډیر پراخ دی ملا واکی له «لا » لا په ساینس کې یوه دروازه ګڼل کیږی خو لا هم په معروف کې ورک دی!
دذبیح الله هواپرستی او نفس پرستی ډیره مغروره اوکبرجنه فرعونی ده او دملاپرستی د «ردالمختار » کتاب حنفی مذهبه احکامو کې ډیر محدود ده.
ذبیح الله خان حق لری چې دطالب پلویتوب وکړی همغه یې لاره ده نو همغه ټېپر اوهمغه دېګ! خو ذبیح الله خان دوه کاره نشی کولی یو داچې دروغ ویل حرام دی فحشا ده اوفساد جلا رنک او بوی نه لری .بل داچې په زور دروغجنه اصول نامه په ۴۵ میلونو مسلمانانو منل دا هم دزور یارانه ده او هم ګډوډه جعلی افسانه او په ډاګه د الله ج او اسلام په وړاندې دانارشی او خود ګرایی خلاف غیر عقلانی ګام دی. ذبیح الله خان دا هم وایی چې دالر او حبه موږ نه ده اخیستې څنګه ؟ ستا جامې او مشهدۍ لنګۍ څنګه نوې شوه ؟ حال داچې ددوحې پرېکړه ددالرو ، اخ اوډب ، انتزاعی کړکېچ اومصارفو په زور رامنځ ته شو پټې معاملې او ستومانه مخرجونه یې خو لاپرېږده کوم هوتل کې چې ذبیح الله خان یو عادی تروش خبریال اوسېده خرچه یې چا ورکړه؟ له واده بدتر هوس! . اسلام آباد چې ۲۰ کاله دالر تر لاسه کړ ل اوطالب ته یې داشرف خان اماتور حمدالله سفاک ګېډه کې زمینه برابر ه وله داټول میلیاردونه دالر ې چېرته تلل او چاته لاړ؟ چا بهر کې ماڼۍ ور باندې را ونیولې نو ای ولسه ! لږ بیدار شی انصاف وکړی دغه ملا ګنګس نه دی دا دکومې فقهې او محاکمو خبرې له بی بی سی نه کوی ؟ حنفی فقهه خو په فلسفه باورمنه ده ملا ده که مولوی خو په خره سپور دی او خر ورڅخه ورک دی ! زه نه پوهیږم چې ذبیح الله خان کًوم عرف کې فقهه لټوی او مرسته او ددالرو نیابتی کړکیچ ته څه وایی؟ موږ باید د بی بی سی په کچه دافغانستان زعامت دومره راټیټ نه کړو چې اهمیت یې له عادی ژرندې هم کم شی باًور وکړی داجفاده داسپکاوی اوشرم دی . دروغجنی بیسوادی ده جهالت او کره حماقت !
ذبیح الله خان ۴۵ ملیونو باندې انسانانو ته
دکچالو ټاپه کړې اصول نامه کې چې دجعل نامې حیثیت هم نه لری تحمیلوی ایا دا یو جنایت نه دی؟ په داسې یو هېواد کې چې نامعلوم خود کوزه وخودکوزه ګر، کوزه خر وکوزه فروش او کوزه دوش چانه دی لیدلی ،پکه دادې لا بله سپکه!
ملا شرین ګل او ببوګل خو د طرحې بله سناریو جوړوی. داهم ددالرو ژباړونکی دی.
دی هروخت په فارسی لګیا وی افغان ولس موږ ته راپېژنی .
الا ایهاالساقی ادر کاسا وناولها
که عشق اسان نمود ولی افتاد مشکلها!
مشکل ها
مشکل فتنه ها