خپل غوښتنو او موخو ته د رسیدو دپاره د قهریه قوي اعمال او د ځواک کارول جګړه بلل کیږي، په انفرادي کچه د دوه اشخاصو ترمنځ فزیکي برخورد یا فزیکي ټکر جګړه ګڼل کیږي، خو په ټولیز ډول د دوو مخالفو ډلو، دولتونو یا ملتونو ترمنځ دوامداره شخړه (نظامي تصادم) ته جګړه ویل کیږي، په دا وروستیو کې د Polemology تر نامه لاندې د جګړې پېژندنې علم رامنځته شوی چې په ګڼو پوهنتوني علمي بحثونو کې تر مطالعې لاندې نیول کېږي. ایتالوی فرانکو فورناري د روانکاوی (روانشناسی) اړوند یو مبحث کي،جګړه د داخلي کیفیت یا غوسې د اظهار وسیله ګڼلې، د فورناری له نظره جګړه هله پیلیږي کله چي انسان خپل مقدساتو ته توهین یا د هغي مخالف واوري، هیګل بیا جګړه د مدني او سیاسي ټولنی ترمنځ د تضاد پایله ګڼي، د الهی نظري پلویان هر هغه نښته یا جګړه مقدس عمل ګڼي چي له طریقه يي د مقدساتو (دیني او مذهبي باورونو) ساتنه کیږي. نظامي ماهر او د (جګړي هنر) د کتاب لیکوال سن تزو په دي باور وو چي په ستونځو د غلبي ورستی او آخری حل جګړه ده خو سن تزو بیا وسله او سلاح نا مقدس یا نامبارک ابزار یا وسیله ګڼله. د جګړې په اړه د مشهور هالنډي ارواپوه (Joost Meerloo) وینا ده چې جګړه عموما د زیاتې غوسې او ویرې په پایله کې رامنځته کېږي چې د پراخ تخریب او وژنو سبب ګرځي،. د مارکس او انګلز له نظره جکړه د حاکمي طبقي د خوا ده چي د خپل اقتصادي منابعو (پانګي) د پراختیا دپآره جنګونه په لاره اچوي او ددي شخړو اصلي زیانمن او مستقیم ښکیل خلک محکوم یا غریب طبقه وي چي باید د ځآن د خلاصون دپاره جګړه وکړي. ټوله کي فلسفي بحثونه په دې معقوله کې خلاصه کیږي چي وايي ( چې کله منطق تمام شي، جګړه پیلیږي) دا معقوله په دي دلالت کوي چې عقلانیت او منطق کارول د جګړې د نه پېښېدو سبب کېږي.
د جګړي لاملونه مختلف وي. جوهن جي سټوسنګر(John G. Stoessinger) په خپل مشهور کتاب (Why Nations Go to War) د جګړو درې لاملونه په ګوته کړي دي: اقتصاد، سیاسي واک (قدرت) او مذهب. د نوموړي د نظره ځیني وخت د سیاسي یا دولت مشرانو غلطي پالیسې یا ځان غوښتنه هم جګړه رامنځته کوي.
د بشري تاریخ په تکاملي سیر کي تر اوسه په بشپړ او کامل ډول د انسانانو ترمڼځ د جګړي مخه نه دی نیول شوي په مختلف وختو کي د بیلا بیلو دولتونو، ملتونو او ډلو ټپلو ترمنځ سختي نښتي شوي دي او دغه لړی لا روانه ده، مګر هغه څه چي د تعامل وړ ده هغه دا ده چي بشر توانیدلي چي د جګړي د واقع کیدو په جریان کي ځيني نړیوال قوانین وضع او تعقیب کړي، په دي هکله د جینوا د کنوانسیون چي نږدي 190 هیوادونو منلي ډیری مهم قوانین عملي شوي خو ځینو نورو برخو کي بیا هم دا ستونخه په خپل ځای پاتي ده.
عموم کي جګړه په دوه طریقو تر سره کیږي . لمړي رواني او نرمه جګړه ، دویم فزیکي او توده جګړه.
1. رواني یا نرمه جګړه: نرمه جګړه چي په انګلیسی کې ورته Soft warfare ویل کیږی په تبلیغاتي کمپاینونو ولاړ دی ، په رواني جنګ یا د سیاسي علومو له رویه (رنګین انقلاب) کي ګرمي وژونکي وسلي نه کارول کیږي بلکه په نرمه جګړه کي د خبر رسولو یا اطلاع رساني د ابزار لکه مختلف (تصویري،چاپي، غږیز، الکترونیکي) رسنيو څخه یا هم د حقوقي اسنادو او نړیوالو تړونو کي تري کار اخیستل کیږي. جان کالنیزتنوریسین دامریکا د ملې جګړې د پوهنتون استاد وايي ( د ملې امنیت د پرمختګ په موخه د نرمي جګړي جدي ډيزان ډیر اړین او موثر عمل دی. وروستیو کي د اطلاع رسوني الکترونیکي برخه خاص ټولنیزي رسني (سوشل میډیا) د عامه اذهانو په مدیریت کي فعال رول لوبولي او هغه هیوادونه چي دي برخو کي پراخه لاسرسې لري خپلو هیوادونو کي عامه اذهان يي د ملي ګټو خواته سوق کړی د یوویشتمي پیړي دویمه لسیزه منځني ختیځ کي اوښتونونه (رنګین انقلابونه) د ټولنیزو رسنیو د خوا مدیریت شوول.. د الکترونیکي وسایلو په برخه کي سایبیري جګړه هم د نرمی جګړي مهمه برخه ده په سایبري جنګ کي ډیری وخت ولسونه، دولتونه او یا نړیوال سازمانونه ښکېل وي او هڅه کیږي چې د مخالف لوري په معلوماتي سیسټمونو برید وکړي. د نړیوالو اسنادو یا تړونونو کي تجارتي جګړه هم نرمه جګړه کي شاملیږي، سوداګریزه جګړه هغه وخت پېښېږي چې هېوادونه په خپل منځ کې یو د بل پر تولیداتو نوې مالیه یا تعرفه ولګوي. همدا چې یوه هېواد پرته له مخکني توافقه د بل هیواد پر تولیداتو مالیه لوړه کړي او یایې نوې مالیه پرې ولګوي، سوداګریزه جګړه بلل کېږي او دا حالت سیاسي ترینګلتیا ته هم لار پرانیځي.
د نرمي جګړي ښه بیلګه شلمه پیړی کي د غرب د پانګوال نظامونو او د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو ترمنځ جګړه چي ځیني مورخین يی سوړ جنګ ګڼی د بیلګي په ډول یادولي شو. خو دا باید هیر نکړو چي نرمه جګړه په خپله آخري مرحله کي بیرته په توده جګړه بدلیږي، یا هم رواني جګړه ددي له پاره وي چي تودي جګړي ته لاره هواره او زمینه سازي وکړي. واقیعت کي نرمه جګړه د تودي جګړي دپاره د تسریع کوونکي عامل په توګه کارول کیږي. دين (په مثبت اړخ کي د مقدساتو ننګه په منفي اړخ کي بنسټ پالنه او افراطیت )، مذهب (دیني فرقه ګرايي یا د مقدسو متنونو څخه د هري فرقي خپل برداشت، تعبیر او ورباندي ټینګار )، کلتور (د فرهنګي ارزښتونو ساتنه )، ملي ګرايي (ملي سمبولونه لکه بیرغ یا سرود ساتنه، قومیت ته دعوت) او سیاسي لرلید (د سیاسي مکتبونو دفاع)د رواني جګړي دال (Signifier) ګڼلي شوو.
که څوک یو انسان په فزیکي ډول نه وژني خو رواني امنیت يي ګډوډوي یا ټولنه کي د بشري خوندیتوب عناصر تامین نه شي او د ټولني د وګړو نه، د هغوي مدني او قانوني حقوق واخستل شي دا په حقیقت کي په خپل ذات کي نرمه جګړه ده چي پیل شوي ده او بالاخره د لږ وخت په تیریدو سره په توده جګړه بدلیږي، البته د یو ټولني یا یو شخص د رواني امنیت د تامین د پآره د بل شخص یا بلي ټولني فزیکي او رواني امنیت مختل کول ظلم او استبداد دي.
2. فزیکي یا توده جګړه: ګرمه جګړه د رواني جګړي بل پړاو (پرمختللی مرحله) دي، رواني جګړه د بشري نیرو د انسجام دپاره وي تر څو د ټولني مختلف اقشار په فکري او عقیدوي لحاظ تود او فزیکي جنګ ته آماده شي، دا آمادګي هم د انساني منابعو په برخه کي وي چي زلمیانو ته نظامي روزنه ورکړي او هم د تجیهزاتو، وسایظو او وسلو آماده کول په بر کي نیسي.په توده جګړه کي د ټولوژني عصري او مډرني وسلي د جګړي د ګټونکي او بایلونکي مسیر ټاکي. توده جګړه کي ډیره هڅه دا وي چي د ټولوژني اسلحي څنګه تولید او وکارول شي. پوځی عصري تجهیزات او وسایل ، روزل شوي او با انګیزه پوځ د توده جګړي مهم ابزار او وسایل دي. ټولوژونکې هغه ډول وسلو ته ویل کیږي چې په کارونې يې لږ ترلږه تر سلو ډېرو انسانانو ته مرګ ژوبله واړوي،
د مدرنو وسلو د استعمال له پلوه توده جګړه په دری ډوله دي.
1. کیمیاوي جګړه: کیمیاوي جګړه هغه جګړي ته ویل کیږي چي د مقابل طرف د ځپل او له منځه وړلو دپاره له کیمیاوي وسلو کار واخیستل شي. کیمیاوي وسلي د وژونکو وسلو هغه ډول دی چې د کیمیاوي تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوي،.کیمیاوي وسلې د ټولوژنو وسلو له ډلې ګڼل کېږي. په دې ډول وسلو کې د کیمیاوي موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو کار اخیستل کېږي. په کیمیاوي وسلو کې د وسلو چادونې ځواک د وسلو بنسټیز اصل نه، بلکې د هغو د زهرجنتوب وسلیز توان د وسلو بنسټیز اصل بلل کېږي. کیمیاوي ګازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادی حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاوړۍ یا وچولو، د څارویو د لوږې او نورو ناروغیو لامل کېدای شي.
2. بیولوژیکي جګړه: هغه جګړه چي پکي د بیولوژیکي وسلو څخه کار واخسیتل شي بیولوژیکي جګړه ورته وايي. هغه ډول وسلې چې بیولوژیکي خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوي بیولوژیکي وسلي ګڼل کیږي. بیولوژیکې وسلې د ټولوژنې وسلو له ډلې شمېرل کېږي. په بیولوژیکي وسلو کې له ژوندی وژونکو او ویروسونو کار اخیستل کېږي. بیولوژیکي وسلې کولای شي نېغ په نېغه اغېزه ولري، یا هم کولای شي د اوږد مهال لپاره خپلې اغېزې په داسې ډول پرېږدي چې په لنډ مهال ورته د چا پام نه شي.
3. هستوي جګړه : هغه جګړه چې د هستوي فزیک یا هستوي تعاملاتو پر مټ جوړ شوي وسلي پکي وکارول شي. هستوي وسلې هم د ټولوژنې وسلو له ډلې شمېرل کېږي. هستوي وسلې د دوو هستوي تعاملونو (هستوي انشقاق او هستوی اتحاد) پر بنسټ کار کوي. هغه چې د هستوي انشقاق پر بنسټ کار کوي د اټومي وسلو او هغه چې د هستوي اتحاد پر بنسټ کار کوي د هایډروجني وسلو یا بمونو په نامه یادېږي. د دغو وسلو د ویجاړۍ ځواک ډېر دی، اوږدمهاله او لڼدمهاله زیانونه لري چې له چټکې چاودنې پیل تر اور لګېدا او وړانګو اوږدمهاله خپرونې پورې رسېږي. د هستوي وسلو ډېر خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي چې د سون توکي یې معمولا یورانیم او یاهم پلوټونیم وي په داسې حال کې چې د هایډورجني بمونو د سون توکي یوازې هایډروجن وي. یو کوچنی (زر کیلو ګرامه) یا یو داسې هستوي بم چې یو ټن وزن ولري د یوه ښار ویجاړولو لپاره بس دی. د یوټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژۍ سره مساوي ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې د ټيټې یورانیم کاروي. د هستوي وسلو کارونه په بشپړه توګه بنده ده. خو بیا هم دویمه نړیواله جګړه کي امریکا په جاپان اتومي بمونه وغورځول. دغه ټولې وسلې د هغوی د تخریب او ورانۍ کچې له مخې بیا هم په درې ډوله خفیفه، ثقیله او د ټولوژنې وسلو په ګروپونو وېشل کېږي.
د لوی نظامي ټکرونو او د ټولوژنکو وسلو د استعمال نه علاوه اوس په نړی کي د تودي جګړي د اجرا بڼي هم مغلق او پیچلي شوي دي، د نړی ستر ځواکمن هیوادونه ډیری مواردو کي خپله مستقیما په جګړه کي نه ښکیل کیږي یا هم ځآن نه ښکیلوي مګر کمزورو ملتونو او هیوادونو کي نیابتي جګړي مخته وړي، نیابتي جنګونو کي صنعتي هیوادونه د دریمي نړی په ملتونو کي خپلي نیابتي ډلي روزي، تمویلوي او جګړي ته يي هڅوي. استخباراتي جګړه د تودي جګړي بله بڼه ده چي لوي څآرګرو ادارو له خوا په لاره اچول کیږي په استخباراتي جګړه کي مغلق نظامي عملیات او اهداف دقیق ټاکل کیږي او د مخالف لوري وژنه په هدفي ډول ترسره کوي. د لوړ اقتصاد درلودنکو هیوادونو ته نیابتي جګړه ځکه ګټوره ده چي د ځواکمن هیواد د سر زیان او تلفات په نیشت حساب وي، همدارنګه استخباراتي جنګونه بیا په لږ لګښت او کم مصرف د مقابل طرف اصلي هسته او کلیدي غړي د منځه وړلی شي.
نور بیا