په ننني ټکنالوژیک عصر کې فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې زموږ د ارتباطاتو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. دغه شبکې د اړیکو جوړولو، معلوماتو شریکولو او د نويو نظریو د زده کړې لپاره غوره وسیله ده. خو ددې ترڅنګ کاروونکي باید هڅه وکړي یوازې هغه مطالب، مضمونونه او معلومات خپاره کړي، چې د خلکو لپاره د لوستلو ارزښت ولري.
په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري په څلورلارو کې د لیکدړو نصب ترسره شوی، چې د سیمو نومونه په دواړو ملي او انګلیسي ژبو ذکر شوي دي. دا یو ښه اقدام دی، چې خلکو سره د سیمو د پېژندنې او موندلو په برخه کې مرسته کوي.
خو ځینو فیسبوکیانو دغه نومونه په غلطو او ناوړو الفاظو فیسبوک کې خپاره کړي، چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي او ملي یووالي ته زیان رسوي. د ورته فیسبوکیانو کړنې د امنیتي او قضايي ارګانونو له لوري وڅارل شي او عاملین یې باید قانوني سزا وویني ترڅو نورو ته د عبرت درس شي.
په ټولنیزو شبکو کې د ناوړو او ناسمو موضوعاتو خپرول نه یوازې وخت ضایع کوي؛ بلکې د خلکو فکر، شخصیت او ټولنه هم له ستونزو سره مخ کوي. ځینې کسان له دې شبکې څخه ناوړه ګټه اخلي. هغه کسان چې د نورو سپکاوی کوي یا په مستعارو نومونو پاڼې جوړوي، په حقیقت کې خپل شخصیت او علمیت ته تاوان رسوي او د خپل فکري ودې او د ځان د پرمختګ مخه نیسي.
خو که فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې په سمه توګه وکارول شي، د پوهې او عامه پوهاوي لپاره خورا ګټمن تمامېدلای شي.
د ورځنیو معلوماتو، مهمو مضمونونو او علمي لیکنو خپرول نه یوازې د لیکونکي پوهه او وړتیا لوړوي؛ بلکې نور خلک هم له دې مطالبو زده کړه کوي، خپل نظرونه شریکوي او په ګډه مثبتې خبرې رامنځته کیږي. په دې توګه، علمي او معلوماتي محتوا د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي او د پوهې کچه په ټولنه کې لوړوي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي باید هڅه وکړي، چې د ټولنیزو شبکو له لارې مثبت، ګټور او علمي مطالب خپاره کړي. د بې ځایه معلوماتو، ویډیوګانو او عکسونو پر ځای، ښکلې او ښایسته متنونه خپرول د لوستونکو لپاره د فکر او زده کړې فرصتونه زیاتوي.
په پای کې د ټولنیزو شبکو د کارولو اصلي موخه باید د انسانانو د پوهې او پوهاوي لوړول وي، که کاروونکي د دې شبکې ځواک په مثبت ډول وکاروي، نو کولی شي د پرمختګ او مثبت بدلون لاره پرانیزي.