ښځه او زموږ په ادبي چاپیریال کې د هغې بدل انځور
انتقادي نظر: دوهمه برخه
د پښتو د ځینو لنډیو سربېره چې د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې ورته اشاره وشوه، په ځینو پښتو شعرونو کې هم د ښځې بدل انځور پریمانه لېدل کېږي چې په لاندې کلمو کې پټ شوی دی: پرده، ستر، حیا، ناموس، غیرت، عفت، کور، پټ تیا، ښکاره توب، فتنه، حجاب، وفا، جفا او داسې نور.
دا کلمې په شعرونو کې زیات وخت د استعارو، تشبهاتو، کنایو او اشارو په بڼه کارېدلي او د ښځو بدل او پیکه انځور یې وړاندې کړی!
په پښتو شعرونو کې یو شمېر شاعران یوخوا د میرمنو او نجونو د پستو او تودو شونډو، سرو اننګو، خورو او عنبرینو زلفو، وتلیو سینو او د سترګو رنګارنګ صفتونه کتاروي، خو بلخوا په ورته وخت کې ښځو او نجونو ته په کور کې د اوسېدو، پټ توب، حجاب او ستر سپارښتنه کوي.
که چیرې ښځې او نجونې له سره د پښو تر نوکو پورې په بوقرو او چادریو کې پټې وي، بیا څنګه د هغوی شونډې، اننګي، سترګې او زلفې لېدل کېدای شي او په شعرونو کې یې شاعران په ستاینو نه مړېږي!
دغه څرګند تضاد ولې بیا بیا تکراریږي او په اړه یې څوک د نقد ګوته نه نیسي؟
یا به په کور کې د میرمنو د پاتې کېدو، ستر او حجاب ستاینه کوو او تبلیغوو، یا به له حجاب او ستر تېرېږو او د ښکلاو ستاینه به يې کوو.
دوه مڼې په یو لاس کې نه ځايېږي!
دلته د ارواښاد حمزه شینواري لاندې بیت د یوې بېلګې لپاره رااخلم:
حسن چې بې ستره شي بې قدره شي
ځکه پښتنې مخونه پټ ساتي
مخونه له بوقرې او چادرۍ پرته، نه شي پټېدلای!
د شاعر د اند په توپیر، دا پښتنې میرمنې نه دي چې په خپله خوښه مخونه پټ ساتي، بلکې پلارواکي او نرواکۍ ده چې میرمنې اړېږي بوقره یا چادري واغوندي او له سره د پښو تر نوکو پورې پکې ځان راونغاړي.
افغاني میرمنې کله چې له کوره بهر په کومې دندې پسې ځي، پوړنی یا ټیکری پر سرکوي. ټیکری د افغاني میرمنو ملي لباس ګڼل کېږي. د ښوونځيو او پوهنتونو نجونه او د دولت ښځینه چارواکې بیا یو لنډ دسمال پر سرکوي. بوقره او چادري چې د میرمنو او نجونو ټول ځان له سره تر پښو پټوي، په یو شمېرمحدودو کورنیو کې دود ګرځېدلی چې ډیری میرمنې يي په خپله خوښه نه، بلکې د کورنۍ د نرینه غړو د فشار په لامل کاروي!
یوه ورځ مې د خپل کلي تر څنګ یوه میرمن ولیده چې بوقره يي په پښه کې بنده شوه او د پټیو تر پولې لاندې راپریوته. موږ هغه مهال د ښوونځي شوخ هلکان وو، په قهه قهه مو ورپورې وخندل او میرمن بېچاره چې د یو کوچني ماشوم پسې روانه وه، سخته خجالت شوه.
ارواښاد حمزه بیا بل ځای، د خپلې لومړۍ خبرې برعکس وایې:
جار دې له زلفو، نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم
د ارواښاد حمزه څو نور بیتونه هم د موضوع د لا راسپړنې لپاره رااخلم:
ستا په اننګو کی د حمزه د وینو سره دی
ته شوی د پښتو غزله ځوان زه دی بابا کړم
+++
زلفی کمڅی کمڅی ښکلا ګڼمه
ولی دی وی خواره واره پښتانه
+++
زلفې کړه خورې چې د توبې په زړه تياره کا
شوخې دې ککۍ کړه چې مې دواړه ککۍ زړه کا
+++
په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم
+++
تابه په ګلشن کې ډېر لیدلي سره ګلونه وي
زه تنها په څانګه د انځر کې څنګه ښکارم
دې بیت کې خو شاعر د انځر تر څانګې پورې په جینۍ پسې دی.
شاعران چې اکثره نارینه دي، په ژوند او شعر کې هیڅ ډول قید نه پېژني. په دوی کې ځینې هم لکه اکثره ملایان د ښځو په وړاندې زیات سختګیر خو د ځان په اړه بیا ډېر مهربانه دي. دا طریقه هم په پخوانیو او هم په همعصرو شاعرانو کې لږو ډېر یو شان لیډل کېږي او زیات توپیر نه دی پېښ شوی.
حمید ماشوخیل وایې:
د نوخط د خط او خال په یوه خیال کې
د ختن د ملک اهو شو زما روح
+++
د نوخطو په وعده باندې زړه مه ږده
هغه ورک شي چې په شپه د اور په لور ځي
بله دردوونکي تشبیه دا ده چې په ځينو شعرونو کې نارینه تل د غیرت او مېړانې سیمبول ګڼل کېږي او میرمنې د بېغرتۍ او بې زړه توب بېلګه یادېږي:
برکت الله کمین:
یا خال و دړۍ کېږده، یا دې جګه شمله پریږده
یا پیغلو سره کښینه یا زلمیانو سره ځه
حمزه شینواری وايې:
حیف په پښتنو مېړونو څه وشول
اوس ورته زلمي مه وایه جونه شول
همدارنګه د بېوفایې بار، شاعرانو تل په میرمنو اچولی. په داسې حال کې چې خبره تر ډېره بریده برعکس ده. نارینه د څلورو او تر هغې د زیاتو میرمنو د لرلو حق د ځان ګڼي، خو شاعران په دې اړه چوپه خوله دی. د بېوفایۍ فرصت او امکانات په پلارواکه او نرواکه ټولنه کې زیات نارینه وو ته مساعد دی، نه ښځو ته.
دلته ډېر شاعران که پخواني دي یا اوسني، لویه بې انصافي کوي. له نیوکې باید هیڅوک خوندي نه وي.
خوشحال خان:
عاشقان که ستا له لاسه په جفا مري
بارې شکر چې په عهد، په وفا مري
رحمان بابا:
څو یوځلې یې تاراج په جفا نه کا
یار له هیچا سره مهرو وفا نه کا
یا
د خوبانو وظیفه ده هسې شوخه
چې غوږ نه باسي د چا په واویلا
حمید ماشوخیل:
هیڅ اخلاص لباسي یار راته ونه ښود
د ګل بوی په خس او خار کې نه وو، نه شو
یا
تر یوې سوړې یې مخ راته ونه ښود
که مې زړه شه په فریاد سوری سوری
امان الله سیلاب ساپي:
ای سیلابه په امید که د وفا یې
په اشنا کې د بڅرکي وفا نشته
حمزه شینواری:
بېشکه ما دغه خطا کړې ده
چې تا جفا او ما وفا کړې ده
یو خوا په ځینو لنډیو او شعرونو کې د میرمنو په وړاندې د مفهوم او معنا له مخې اړوپیچ بیان او د دوی بدل انځور کښل، بلخوا د ټولنې په سنت او دود او د جومات پر ممبر د ملا ترخه ژبه، په ګډه یو داسې ترکیب جوړوي چې د ښځې انساني، مدنې او ټولنیزحقونه محدودوي او د دوی خپلواک شخصیت ځپي!
ادامه لري
د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی