ځوانان د ټولنې هغه بنسټیز او فعال قشر دي، چې نه یوازې د ټولنې د ښه والي؛ بلکې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو زیات مسوولیت پر غاړه لري. د ځوانانو د مسئولیتونو د ښه پوهېدو لپاره اړینه ده، چې په لومړي سر کې ټولنه وپېژنو، چې ټولنه څه ته وایي؟
ټولنه د انساني ژوند هغه چاپېریال دی، چې وګړي پکې د ګډو موخو، اصولو او ارزښتونو پر بنسټ یو له بل سره ژوند کوي. کله چې وګړي سره یو ځای او مېشت شي، ټولنه رامنځته کېږي. په هره ټولنه کې درې ډوله وګړي ژوند کوي؛ ماشومان، ځوانان او مشران. په دې لیکنه کې زموږ موضوع پر ځوانانو دی، یعنې هغه قشر، چې د بدلون او پرمختګ تر ټولو زیات ځواک لري او خپل مسوولیتونه په سمه توګه پېژني.
که موږ یوه پرمختللې ټولنه غواړو، نو د ټولنې هر وګړی په ځانګړي ډول ځوانان باید خپل مسئولیتونه درک کړي او په عملي ډول یې ترسره کړي. الله تعالی انسان له نورو مخلوقاتو غوره مخلوق پیدا کړی، نو لازمه ده، چې د خپل شخصي او ټولنیز ژوند مسئولیتونه وپېژنو او د ټولنې د سمون لپاره هڅې وکړو. که څه هم په ټولنه کې ښه او بد خلک شته، خو ځوانان باید د ښو ارزښتونو ملاتړي او د بدو کړنو پر وړاندې ودرېږي.
ځوانان هغه وخت د ټولنې لپاره ګټور واقع کېږي، چې با احساسه، رښتینی، بااخلاقه، پوه او د علم خاوندان وي. د ځوانانو تر ټولو ستر مسوولیت دا دی، چې د خپلې سیمې او هېواد د خدمت جوګه وګرځي، که هغه خدمت په اقتصادي، ښوونیز، ټولنیز یا بل هر ډګر کې وي، ځان د ولس په چوپړ کې مسئول وګڼي.
هر هغه ځوان، چې د خپل هېواد د آبادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره مثبت رول لوبوي، دوی نه یوازې خپل راتلونکی روښانه کوي؛ بلکې د دې خاورې خدمتګار په توګه پېژندل کېږي.
هر مسئولیت، چې یو ځوان ته وسپارل شي، باید په پوره ایماندارۍ، صداقت او ژمنتیا سره یې ترسره کړي. ځوانان باید د پوهې رڼاوې خورې او د خلکو فکرونه د علم او پوهې لور ته سوق کړي. ځکه نن ورځ د ډېرو ستونزو او بدمرغیو اصلي لامل ناپوهي ده. د ناپوهۍ د له منځه وړلو لپاره ځوانان کولای شي، د قلم له لارې مبارزه او هېوادوالو ته علمي پرمختګونه رامنځته کړي.
ځوانان د اسلامي او ټولنیزو اخلاقو په خپرولو کې هم مخکښ رول لري او د ناوړو اخلاقو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخلي. هغه ځوانان، چې د ښو اخلاقو، رښتینولۍ او د هېواد د ودانولو لپاره کار کوي، د فکري پوخوالي او پراخ لید لرونکي ګڼل کېږي.
راځئ، ځوانانو! د هېواد د آبادۍ او بیا رغونې په ګډ ملي پرمختګ کې پراخه ونډه واخلو. خپل ګران هېواد له نورو هېوادونو سره سیال وساتو او اجازه ورنه کړو، چې بهرني دسیسې زموږ خاورې ته زیان ورسوي. د ځوانانو مسوولیت دی، چې د هېواد د آبادولو او پرمختګ ترڅنګ نورو ملي برخو ته هم ډېره پاملرنه وکړي.