ښځه او زموږ په ادبي چاپیریال کې د هغې بدل انځور
یو انتقادي نظر: لومړۍ برخه
زموږ د ادبي چاپیریال د شعرونو او لنډیو په لمن کې چې که لیکلې یا شفاهي دي، ځینې داسې برخې شته چې د میرمنو انساني، مدني او ټولنیز حقونه محدودوي او د دوی له خپلواک شخصیت څخه سترګې پټېږي!
دلته به لومړی د لنډیو برخه راواخلو:
لنډۍ پخپل لنډ فورم کې د پښتو د ولسي ادب له اغیزناکو زیرمو څخه دي چې د ټولنیزو ارزښتونو، اړیکو او ذهني جوړښتونو انعکاس دی.
په دې لیکنه کې به هغه لنډۍ راواخلم چې پکې ښځه د بشپړ انساني شخصیت پرځای؛ د نارینه د ساعتېرۍ، خوند، خدمت او ټولنیز غرور وسیله ګرځول شوې. موخه دا ده چې د دغو لنډیو منځپانګه د مدني، حقوقي او انساني ارزښتونو له مخې وارزول شي، بلخوا څنګه ولسي ادب کولای شي د پلارواکۍ د فکر په بدلون کې رول ولوبوي. دلته په دې هم راګرځو چې ایا ولسي ادب تل بې پلوه او طبیعي دي، یا څنګه ځینې لنډۍ د میرمنو انځور د انسان له مقامه راټيټوي او هغه د نارینه د ساعتېرۍ او غوښتنو تابع کوي.
دې بحث ته له دریو زاویو ګورو:
ــ پلارواکي: په دې ټولنیز سیستم کې نارینه د واک، اخلاقو او تعریف انحصار په خپل لاس کې ساتي
ــ میرمن د یو شي په څېر ګڼل: کله چې ښځه یوازې د بدن، خوند یا استعمال له زاوېې تعریف شي، نو انساني حیثیت یې له منځه ځي
ــ بشري حقونه او مدني ازادي: د انسان نړیوال حقوق چې هر فرد د کرامت، انتخاب او ځان واکۍ حق لري له جنسي توپیر پرته.
لاندې به دغو زاویو ته په پام، څو بېلابېلې لنډۍ وارزوو:
ــ ښځه د پټې غوښتنې او ښکاره شرم تر منځ:
د شپې تیاره کې مې خوښېږې
د ورځې نه غواړم چې مخ دې ووینمه
همدغه ښځه د شپې مطلوبه، د ورځې د شرم لامل. دا حقوقي او اخلاقي نابرابري ده.
دا لنډۍ د دوه ګوني اخلاقو، څرګنده بېلګه ده. ښځه د نارینه د خصوصي خوند لپاره مشروع ده، خو په ټولنیز ډګر کې د سپکاوۍ وړ ګرځول کېږي. دا چلند د انساني کرامت له اصل سره په ټکر کې دی.
ــ د ښځې د انسانیت سلب:
زیات وخت ښځه:
احساس لري، خو حق نه لري
بدن لري، خو اراده نه لري
حضور لري، خو غږ نه لري
دا د بشري حقونو له بنسټیز اصل سره لوی ټکر دی!
ــ ښځه د مصرف کېدونکي ساعتېرۍ پتوګه:
ته مې د تېر مهال قصه یې
اوس چې دې ګورم په تېر وخت ژړا راځینه
په دې لنډۍ کې ښځه لکه شی کارول کېږي، بیا پرېښودل کېږي او بدیل یې لټول کېږي. دا چلند نه یوازې غیری اخلاقي، بلکې د انساني وقار او دوامدارو اړیکو پر ضد هم دی.
ــ ښځه د چوپ خدمت او اطاعت لپاره:
ځینې لنډۍ د ښځې چوپتیا او اطاعت طبیعي او مطلوب حالت ښۍ.
اواز دې سم د چرچرک دی
چې غلې اوسې د کور پټ وي ټول رازونه
ــ ښځه د بدن ټوټو ته راکمول:
یار مې په شنو سترګو میین دی
زه به دا تورې سترګې چیري بدلومه
دلته ښځه د بشپړ انسان پرځای، د بدن یوې برخې ته راټيټېږي دا ډول بیان د میرمن په یو مال د بدلولو په معنا ګڼل کېږي چې انسان پکې د نندارې او خوند، شی ګرځي.
ــ ښځه د نارینه د ټولنیزغرور وسیله:
چې ستا ډولۍ مې کور ته راوړه
اوس به مې ولس د کلي ډېر کوي قدرونه
په دې لنډۍ کې ښځه د نارینه د بریا نښه ده، نه خپلواک فرد. دا پر ښځو د ملکیت یو څرګند انځور دی.
ما په جوارۍ کې جانان بايلود
خالي لاسونه له سپېره ميدانه ځمه
دلته هم ښځه (جانان) لکه یو شي او مال ګڼل کېږي.
دا لړۍ نوره هم غځېدای شي، دغه څو بېلګې مې نورو ته د زیاتو بحثونو لپاره وړاندې کړي.
په پای کې ویلای شو چې د پښتو په ځینو لنډیو کې ښځه د بشپړ انسان پرځای؛ د نارینه د ساعتېرۍ، خوند او خدمت د وسیلې پتوګه معرفي کېږي. د دغه متنونو انتقادي لوست، نه د کلتور رد دی او نه د ادب سپکاوی، بلکې د ادب د انساني کولو هڅه ده. تر هغو چې ښځه په ولسي ژبه کې انسان ونه ګنل شي، د ټولنیز عدالت خبرې به نیمګړې وي!
ادامه لري
بله د شعرونه برخه:
د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی