دهیواد ختیز ته لارې او موجود وضعیت
د اوسنۍ دیورند کرښې په لارو تګ راتګ له ډېر پخوا و او وروسته تردې هم د تګ راتګ مخنیوی نشي کیدای. ځینې ځوانان دغو لارو ته یواځې د تجارتی لارو په توګه ګوري، خو مسئله تر دې هاخوا نور اړخونه هم لري. لومړی به د دغو لارو سودګریز اړخ وګورو:
د پاکستان له جوړولو مخکې د دغه هېواد اوسنۍ سیمې له ډېر پخوا د ټولو افغانانو د ژوند ګډه سیمه او د راز راز اړیکو( خپلوی، قومی، تجارتی، فرهنګی... روابطو) لرونکې وې. کونړ، باجوړ، چترال او آن تر کشمیر پورې ټول یو ولس و. د کشمیر پښتنو دلته خپلوي ګانې لرلې. سوات ته تګ راتګ آن په یوه ورځ کې کیدای شو. اوس هم دلته افغانستان کې داسی کورنۍ شته چې نیکونو یې سوات کې جایدادونه لرل. زه د ننګرهار سرخرود کې داسې یوه درنه کورنۍ پیژنم چې سوات کې یې ترټولو د لوړ حاصل لرونکې زمکې وې. کندز کې یو ارباب صاحب دی چې سوات کې یې دنیکونو جایداد شته. دېخوا ته د مومندو، شینوارو، د ګوشتې او لعلپورې خلک چې څومره پېښور او چارسدې ته تلل، راتلل، جلال اباد ته نه راتلل. وړاندې د وزیرستانونو خلک ټول یو پراخ ولس و. چمن اوبولدک تر کوټې او کلاسیف الله ټول یو کندهار و. انګریز سره د غزا د اتلانو او شهیدانو هدېرې مو هلته دي، لکه غازی ایوبخان او نور. زموږ د پخوانیو عننعنوی سوداګرو (خصوصاً د دوستو خېلو کوچیانو تجارو) ټول تجارت له ملتان، بنارس، کراچی، کشمیر او بیا واګې پورې و. سره له دې چی ۱۹۴۷م. کې پاکستان جوړ شو، خو زموږ خلکو د پاکستان نوم نه پېژاند او نه یې خبرو اترو کې یاداو، لاهم هماغه ملتان، پېښور، واڼه، کوهاټ، کلا سیف الله، لاهور، بنو... و. د کونړ او باجوړ، نواپاس، تورخم، څڅوبی، وچ خوړ، غلام خان.... چمن ... په دې ټولو لارو تګ راتګ بی ویزې او پاسپورت و. له بده مرغه وروسته تر ۱۳۷۵ او بیا خصوصاً وروسته تر ۱۳۸۱ل. ورو ورو د ویزې او پاسپورت مسئله رامنځته او آن دا چې پاکستان د واګې لاره بنده وساتله او د ډیورند په کرښه یې د خلکو روابط او سوداګري مطلقاً سیاست سره وتړله.
له ۱۳۱۲ل. کلونو رادېخوا چې د نورو حکومتی تشکیلاتو سره یو ځای د تجارت وزارت هم جوړشو، ورو ورو دبهرنۍ سوداګرۍ پالیسی جوړه شوه، هغه وخت د چارو د آسانی په خاطر دبهرني تجارت لپاره درې حوزې معرفي شوې:
1. دتجارت بارتر حوزه: چې عمدتاً چکسلواکیا، بلغاریا، شوروی اتحاد او نورو سوسیالیستی هېوادو سره وه. دغه حوزه کې جنس د جنس مقابل کې تبادله کېد. وارداتي او صادراتی اقلام مومعلوم او تعریف شوي وو.
2. هندوستان سره د تجارت حوزه : په دې کې د همدې ډیورند له لارې سوداګري وه، چې زموږ صادرات عمدتاً وړۍ، کولمې، دڅارویو پوټکي، بادام او یو څو نور اقلام وو، واردات مو مساله باب، شالونه، لاچي، ټوکر، چاې او نور وو. دا اقلام هرکال او هر موسم متغیر وو.
3. دتجارت ازاده حوزه: دا له لندن، امریکا، جرمنی ... سره زموږد تجارت حوزه وه، چې زموږ عمده صادراتی اقلام قره قل، غالۍ، بادام، پومبه، پسته او نور وو، واردات مو عمدتاً عطر، برقی وسایل، ځینی ماشین آلات او طبی وسایل و،. د دې شرح اوږده ده، موږ به هغه وخت تدریس کول. د دغې حوزې د تجارت د حجم په پرتله ارزش ډېر اوچت و، دا ځکه چې یوشمېر لکس او قیمتی وسایل پکې راتلل. د لومړي ځل لپاره د بهرنې تجارت ارقام او شاخصونه موږ د ۱۳۵۵ل. کال احصائیوی کلنۍ کې رسماً نشر کړل. حال دا چې پخوا به د تجارت وزارت د بهرنۍ سوداګری ریاست ارقام صرف د راپورونو په شکل ثبتول او د ضرورت پر مهال به یې مراجعو ته استول.
وروسته تر ۱۹۷۸م. په تېره پاکستان سره په ډراماتیک ډول تجارتی مناسباتو کې بدلون راغی. دا وخت زمو داخلي محصولاتو( پلاستیکی لوښوجوړولو، اسب نشان جرابو، صابون، عقاب بوټ، زمردنشان جاکت، د کندهار او کابل د پلچرخی پشمینه بافی، روکی شات، د جیلی انار پروسس، د شکرې ټولید، سپین زر غوړیو، نساجی ګانو...) ته پام واوښت او ورو ورو مو نوپای( لومړني/ماشوم) صنعت( infant industries) د ودې مسیر وموند. د پاکستان په نوم هیواد دخلکو په ژبه مشهور شو، د سیاسی خړپړتیا ترڅنګ تجارت کې یو څه اصطکاک ولیدل شو. البته دا د دوه اړخیز تجارت برخه کې ، نه د ترانزیت برخه کې. زموږ هېوادوالو هغه وخت د دغه هېواد محصولات (ډی سی!) بلل، ډلډا غوړیو، ګل والا واسلین او نورو تولیداتو باندی یې مسخرې کولی. د دې بالمقابل له دوو نورو حوزو مو ډېر باکیفیته محصولات او واردات لرل. مهم قلم درمل و، موږ دهوخست درمل جوړول پیل او نور درمل له فرانسې راتلل. آن دا چې د هوخست او د افغانستان د فارمسی محصولات پاکستان او ایران ته قاچاق کېدل، هلته یې نوم درلود.
نن ورځ چې نړۍ کې تجارت او اقتصادي اړیکې له سیاست څخه جدا عمل کوي، موږ د سیاسی کړکیچونو له امله تجارت کې هم ستونزو سره مخ شولو. ډېر داسې هیوادونه پېژنو چې د سیاسی احتلافاتو سره سره تجارتی علایق پالي او آن وده ورکوي. له ترکیې نیولې دسیمې تر نورو اسلامی هېوادو له اسرائیلو سره سیاسی شدید اختلاف لري، خو تجارت کې خنډ نه جوړوي. سوداګری د عامه ولسونو مسئله او اړتیا ده، اما پاکستان هغه یواځینی هیواد دی چی تجارت سیاسی مسایلو سره تړي. په همدې خاطر افغانستان اړ شو چې خصوصاّ ورسته تر ۱۳۸۴ل. په بدیلو لارو فکر وکړي، سره له دې چې یو هیئت د محترم احدی په مشرۍ په ۲۰۱۴م. کې پاکستان ته ولاړ او د دوه اړخیز تجارت په اړه یې د (اپتا) په نوم یو قرارداد لاسلیک کړ، خو دغه قرار داد تل د پاکستان له لوري نقض کېد. له دې پرته پاکستانی لوري هرکال زموږ د محصولاتو د تولید د موسمونو پرمهال لارې تړلی او آن دا چې یو بیخرته ډمپنګ یې جاري ساتلی و. یو شمېر د نباتي ناروغیو عاملین همداوخت د پاکستانی میوو او هغو لرګیو سره راغلل چې راستنېدونکو هیوادوالو ځان سره راوړي وو. ځینې وخت به یې زموږ پرمحصولاتو ۳۰۰څخه تر۴۰۰٪ تعرفه وضع کړه! هغه یو شمیر مواد چې زموږ د ناچیزه صنایعو( لکه د صابون او شامپو تولید) لپاره نیم کاره مواد بلل کېدل، د پاکستان له خوا یې د صادرولو بندیز ولګول شو، د دې برخلاف زموږ غالۍ، د ځنګلونو اعای درجه لرګي، آسونه او نور کمیاب آثار یې په خپل مارک صادرول. د آپتا هوکړې خلاف هند سره مو د واګی له لارې سوداګري بنده شوه، د افغانستان د وسایطو مستقیمه بارګیرې منع، خو د دوی روانه وه. اضافه بار یې منع نه کړ، له کراچۍ او پورت قاسم زموږ د تجارو د مال ترخیص کې ډېر بی مورده خنډونه جوړ او په بېلابیلو بهانوبه مو تجارتی کانتینرونه په میاشتو منتظر و، تر څو به چې محمولې خپل کیفیت له لاسه ورکړ.
له ۱۳۸۲ تر ۱۴۰۰ل. پورې د افغانستان اقتصاد، خصوصاً ښارونو کې ډېر ښه شو، دخلکو عواید اوچت او سوداګري ته مو خلکو(ډالری سوداګري او ډالرو پورې تړلی اقتصاد) نوم ورکړ! له دې سره یو ځای کورنیو مارکیتونو کې تقاضا ښه اوچته شوه، له دې تقاضا سره بهرنی تجارت او په دې کې پاکستان سره سوداګری وده ومونده. دغو کلونو کې زموږ د تجارت وزارت یو پاسیف حالت درلود حتا ګمرکونومجاز او غیرمجاز اقلام نشو تفکیک کولای، مسلکی وړ متخصص کار کوونکو د قرنطین او نورم و ستندرد دفترونه او کوم مجهز لابراتوار مو نه و. متاسفانه همدې کلونو کې زموږ د عامه روغتیا او روغتونو ټپونو ګزکی وکړ، له ۱۳۷۱ل. کال تر ۱۳۸۲ کال د پوهنتونو او طب پوهنځیو سقوط او د درسونو توقف او د ورزیده طبیبانو د مهاجرت ډب مو دغه وخت کې ولید، چې پاکستان ته زموږ د ناروغانو رش دومره زیات شو چې د ډیورند پر کرښه به یې وار نه و. دا وخت زموږ میلیونونه دالر پاکستان کې په درملنه لګېدل.
دا وخت که له پاکستان سره دخپل منځي سوداګری ارقامو ته دبیلګې په توګه وګورو زموږ د سوداګری دوران دوی سره تر یوولس نیم میلیاردو الرو لوړ شوی و. متاسفانه موږ دغه تجارت کې بیلانس څه چې بیخی کسر سره مخ وو. زموږ واردات دغه هېواد څخه نهه نیم میلیارد ډالره، خو صادرات مو صرف د دوه میلیارد دالرو یا لږ زیات شاوخوا و. د اقتصاد له نظره دا کسر او په تجارت کې زیان دی. د ارقامو له مخې موږ د ۶۴۰میلیون دالرو شاوخوا کسر درلود(!) . (دې رقم او عدد ته توجه په کار ده). له ۱۴۰۰ل. کال وروسته چې جمهوریت سقوط شو یو ناڅاپه د معدنې توکو، د ډبرو دسکرو او دقیمتی احجارو اود ځنګلونو د لرګیوغیر مجاز لیږدول زیات شول.
په وروستیو کې له پاکستان څخه د بی کیفیته اجناسو(خصوصاً درملو)شکایتونه اورېدل کېدل. کله چې وروسته تر ۱۴۰۲ل. کال د دیورند د کرښې د لازیات رسمی کولواو له طالبانو سره د پاکستانی ځانګړو (نظامی- استخباراتی) ادارو د روابطو د شک راوستو په موخه د کرښې په غاړه د (جنګونو) لوبه پیل شوه، پاکستانی نظامی ځواک ته بهانه او فرصت برابر شو، قبایلی سیموباندې یې واک زیات او ټینګ کړ. د پاکستانی طالبانو خبره یې توده کړه او د دې(جنګونو؟!) په ترڅ کې به یې پر افغانی تجارو لاره بنده کړه. البته موږ د بدیلو لارو له برکته زیات متضرر نشولو، د زیات شمیر بی کیفیته اجناسو راتګ هم ودرول شو، زموږ داخلی محصول ښه بازار وموند، یو څو نورې ګټې مو وکړې. دغه وخت کې پاکستان ته د افغانستان صادارتو کې ۴۰٪ او د پاکستان له خوا ورداتو کې ۵۰-۵۵٪ کمښت راغی. که د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ د وروستیو میاشتو د تجارت حجم وګورو، له ۲.۴۶۱میلیارد دالرو څخه ۱.۷۶۶میلیارد ډالرو ته راټیټ شو(خدای وکړی ارقام د لیږلو پرمهال ګډوډ نشی) زموږ صادرات صرف ۸۱۷ میلون ډالره و. د ۲۰۲۵ م. کال وروستیو دریو میاشتو لارې تقریباً وتړل شوې، خو د لاری بندول باید موږ ته معقول ښکاره نشي، دا ځکه، دلته درې کیسې روانې دي:
۱.ختیز کې موږ جغرافیایی جبر یوې داسې خاورې سره ګاونډ کړي یاستو چې د کراچۍ او پورت قاسم او واګې له لارې مو ترانزیت ساتلی دی،
۲.د دواړو هېوادو ترمنځ دوجانبه یا خپل منځی عنعنوی سوداګری شته،
۳.د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ د وروڼو خلکو اړیکې.
په دې توګه که مجموعی روابط ۱۰۰٪ وبولو، پرته له یو فیصد غیرقانونی برخې، دا درې نورې هره یوه مساوی، یعنی ۳۳٪+۳۳٪+۳۳٪ ارزښت لري. دې دری برخو کې به موقت قطع وې، خو دایمی قطع روابط امکان نه لري، او ورسره به موږ یوه فعاله او معقوله ګمرکی پالیسی باید ولرو. دا زرګری- مصنوعی جنګونه چې د کرښې دوو غاړو ته کیږي، دا خوا یو څو هلمندي، وردګی یا پکتیاوال او ننګرهاری ځوانان او هاخوا یو څو د قبایلو خلک وژل کیږي، دوی د کثیف سیاست او د خلکو د دوکې لپاره قرباني کیږي، د سیاستوالو لپاره مهم ندي. په دې توګه د پنجاب پوځ او استخباراتو وار په وار خپل اغېز په سیمه زیات کړ. له دې وضعیت څخه د دوی موخه دا هم ده چې د وروڼوولسونو تر منځ نوره هم فاصله ایجاد، پوله اوچته او کرکه رامنځته کړي.
افغانستان وچې پورې د یو ایسار هېواد په توکه د( Land locked) هېوادو د میثاقونو سره سم د نړیوالو حقونو او نړیوال تجارت له مخې کاملاً حق لري د کراچی او نورو بندرونو څخه خپل تجارتی مالونه وارد او بالمقابل صادر کړي، دې برخه کې د UNCTAD, WTO,TIR,LLDC,APTTA میثاقونه زموږ د تجارو حقوق تضمینوي، له دې پرته افغانستان له پاکستان سره دسارک او ایکو سازمان کې غړی او هلته ګډ تعهدات شته.
دوهمه برخه کې هم د دواړو هېوادو تجار یو بل سره ښه همکار دي، آن ګډه پانګه لري اویوشمیر خصوصی شرکتونه او انفرادی اشخاص دوه اړخیز مراودات لری، زموږ طبی لابراتوارونه، یوشمیر تخنیکی ورکشاپونه، کسبه کار... د پاکستان موادو او کمکی ابزارو اوسایلو ته اړ دي.
درېیمه برخه هم په مساوې اندازه د پام وړ ده. د دیورند تحمیلي کرښې ولسونه دوو غاړو ته وروڼه ولسونه نشی جلا کولای او د دوی مړی-ژوندی او روابط به تل وي او نور به هم کلکیږي.
مهمه دا ده چې څه مو زده کړل:
لومړی) باید د نجونو پرمخ د تحصیلاتو دروازې پرانیزو، ځکه لس کاله وروسته یې د ډب او ګزکي جبران نشو کولای،
دویم) د خپلو کرنیزو محصولاتو پروسس او د مارکیتنګ پراخیتا ته پاملرنه، د سرد خانو په جوړولو بیړه،
درېیم) د افغان ترانس پروژې او د وسپنې د پټلۍ کارته دوام ورکول او پایلې ته یې رسېدل،
څلورم) د تجارت برخه کې د ترانزیت حق ساتل او پاکستان سره د نړیوالو میثاقونو او کنونسیونونو په رڼا کې رڼه او منطقی قوی لابی،
پینځم) د هېواد دننه د کرنیزو محصولاتو او صنعتی تولیداتو د ګټورتوب په خاطر د صنعتی پارکونو ملاتړ،
شپږم ) ګمرکونو کې د قرنتین، د نورم او ستندرد دفتر او د کیمیاوی مودو او درملو د لابراتورونو لرل، چې چارې فني او مسلکي متخصص مدیرت کړي،
اووم ) د پښتیخا او بلوچستان ستونزې، خوشحالی، ملي نمانځنې، آزدی بخښونکی او د عدالت غوښتنې مبارزه، د دوی کلتور، لاسته راوړنې، عقیده او تاریخ خپل ګڼل.