د هر لوري نه د اتحاد نارې وهلې کيږي او د اتحاد راتګ د ستونزو د حل کيلۍ بولي .څوک د پښتنو اتحاد ، څوک د تاجکانو اتحاد ، څوک ملي اتحاد، څوک د مسلمانانو اتحاد او څوک د نړۍ د کارګرانو د اتحاد د راوستلو د پاره خبرې ،ليکنې ،تبليغ او تلاش کوي .خو تر اوسه هېڅ اتحاد دعمل جامه وانه اغوستله او مشکلات خو حل نه شول ،بلکې نور هم وزېږېدل .دا پوښتنه بايد مطرح شي چې ولې د دينونو،مذهبونو ، قومونو ،ژبو او کلتورونو د زرهاوو کلونو سابقې ، موجوديت اوتلاشونو سره سره نه يوازې اتحاد پياده نه شو ،بلکې بې اتحادي نوره هم زياته او درزونه پراخه شول؟.دا ځکه چې انسانان که په هر قوم ،ملت ،مذهب او دين پورې تړلي دي ،د فکر ،برداشت ،استعداد ،شوق ،ذوق او درک له لحاظه يو شان نه دي او طبعاا عکس العمل يې هم د سياسي-اجتماعي- مادي او معنوي ارزښتونو په مقابل رنګارنګ اويو د بل سره توپير لري.بل انسانان د خپلو منافعو (سياسي-اقتصادي -اجتماعي)په اساس عمل کوي ، نه د عقيدوي ، لساني ،توکمي او نژادي ځانګړتياوو په اساس .همدا وجه ده چې خپلو منافعو ته د رسېدو د پاره مؤقتاا په پورته يادشويو (ديني،مذهبي ،لساني،قومي،ملي،کلتوري ارزښتونو ) متحد شي ،مګر کله چې ئې ګټې په د جوړشوي اتحاد کې حاصلې نه شي ، د اتحاد نه بېرته مخ وګرزوي،د بل اپشن په کارولو د خپلو ګټو د حصول په تلاش کې شي او هغه اتحاد نور مات او ارزښت د لاسه ورکړي .د قدرت غوښتونکي او لرونکي کوښښ کوي چې د انسانانو د ګټې غوښتنې د تمايل نه ،د خپلو قدرتي-ثروتي-شهرتي او شهوتي هدفونو د لاسته راوستلو د پاره سؤاستفاده وکړي او انسانانو ته داسې انګيزه او نسخه په لاس ورکوي چې ګواکي ګټې يې په قوم -مذهب-ژبه پورې نښليدلو سره او د نورو اقوامو-مذاهبو او ژبو لرونکو سره په تعصب او دوښمنۍ کې ميسريږي.حال دا چې تاريخ شاهدي ورکوي او سند وړاندې کوي ، چې حتا د يوې کورنۍ غړي هم په منافعو يو دبل سره د وينې او خپلوۍ د اتحاد خطونه کراس کړي ، د کورنۍ د اتحاد نه، خبره د ميراث وېش او بېلېدو ته ورسيږي او د خپلو منافعو د پاره ئې حتا دوښمنۍ ته لاس اچولئ دئ.همدا سلسله بيا د قوم ،ملت او بشريت په ټولنيز ژوند کې هم صورت نيولئ دئ او داسې وحشتناکه او زړه بوږنوونکې جنګونه يې يو د بل سره کړي دي ، چې په ځنګلي ژوند کې يې هم مثال نه ليدل کيږي .همدې د منافعو د پاره جنګونو د ميليونو انسانانو د مرګ ، د ميليونو د معيوب- زخمي کیدو او د ميليونو د مهاجرت سبب شوي دي ، لاکن عامو انسانانو خپلې ګټې په لاس رانه وړی، حتا سخت مالي او ځاني خسارات او تلفات يې وليدل او دا کيسه اوس هم روانه ده ، چې د ختم څرک يې نه معلوميږي .نو دا د اتحاد(د قوم ،ژبې،مذهب،دين او سمت په نامه ) نارې وهل او د هغې په بنياد ستونزې حل کول نه يوازې يوه خالي او خيالي تيوري ده چې هېڅکله به عملي نه شي ، بلکې د انسانانو غولول ،د مصيبتونو دوام او سياسي ګنکفانو د عمر اوږدولو نه يې بله هېڅ متاع ټولنې ته نه ده رسېدلې .اتحاد په څه شي راتللئ شي ؟د اتحاد د راوستلو د پاره اول بايد دا واضح شي چې جنجال او دوښمني په څه شي کې دي؟جنجال او دوښمني نه ديني ،نهمذهبي ،نه قومي ،نه ژبنۍ او نه سمتي صبغه لري ( ځکه موږوينو چې د يوه قوم ،د يوه دين د يوې ژبې او د يوه مذهب لرونکي پيروان خپلو منځو کې لاس -ګرېوان ، يو بل وژني او يا يې د نابودولو د پاره دسيسې جوړوي)، بلکې دا هسې بانې ،پلمې او حيلې دي چې د واکمنانو او يا واک غوښتونکو له لوري د خپلو هدفونو د لاسته راوستلو د پاره په مصنوعي او تصوري شکل په ټولنه تحميل کيږي.د اختلاف او تشنج اصلي علت د ګټو منابع او د هغې وېش، لاسته راوستل او خوندي کول دي .که څوک ددې واقعيت نه انکار کوي يا يې معلومات ناقص دي او سرسري -احساساتي د ټولنيزو مساييلو سره برخورد کوي او يا دا واقعيت يې درک کړئ دئ ، خو د شخصي او نفسي غوښتنو او غرضونو د پاره عارفانه تجاهل کوي او د واقعيت نه منکريږي .د جنجالونو ، تشنجونو او جنګونو د زېږېدو علت او ماهيت واضح شو چې منشاء يې د فرد او د افرادو د ډلو د ګټو حاصلول دي ، نو مهم سوال بيا دا مطرح کيږي چې :څه شان دا منازعه ختمیدئ او په کومه طريقه بايد دا ګټې حاصل او تاءمين شي ، بې له دېنه چې تاوتریخوالۍ ، فزيکي ټکرونه ، وينې تويول او يو دبل وژل صورت ونيسي ؟ ځکه د ادمه تر دې دمه د همدې ګټو په سر سخت وحشتناکه جنايتونه شوي دي ، چې يادول يې زړونو ته ټکان ورکوي .ددې ستونزې (ګټو د حاصلولو) د حل يوازينی لاره د ټولنې د افرادو په منځ کې داسې يو ميکانيزم بايد جوړ شي چې د ټولنيزعدالت په بنياد تعاملات او توافقات کول او په داسې هوکړه متحد کېدل دي چې د ټولنې ټول افراد د ګټو منابعو ته بې امتيازه اوبې توپيره لاسرسۍ او د استفادې مساوي حقوق او چانس ولري(ټولنيز عدالت پياده او د حساب په بنياد تعاملات صورت ونيسي).کله چې د ټولنې د افرادو ګټې عادلانه او مساویانه خوندي او تاءمين شي ، بيا د جنجال او خشونت د راتلو د پاره هېڅ دليل او انګيزه نه پاته کيږي او ټولنه به په سوله او ثبات کې خپل سياسي-اجتماعي-اقتصادي-کلتوري او امنيتي ژوند په مخ بيايي .د ټولنې د افرادو فزيکي او فکري انرژي به د تخريب ،جنګ او وژلو په ځای د تعمير ، ترقۍ او په رفاه کې د ژوندکولو د پاره په کار لويږي او نېکمرغي به يې په برخه وي ځکه په همدې طرزالعمل کې د ټولنې د افرادو ،ګروپونو او قشرونو ګټې تاءمين او محفوظې دي او ټولنيز عدالت عملي جنبه نيولې ده .نو د قومي، ژبني،مذهبي،ديني، سمتي او اډيولوژيکي نا ممکنه اتحاد دراتلو په ځای د واقعي،ممکنه او ضروري اتحاد( ټولنيز عدالت) د راتلو غږ د پورته کولو د پاره بايد مبارزه وشي ، څو مشکلات حل او ارمانونه پياده شي.که نه همدا اخ و ډب، جنجالونه او د زور له لارې ګټو ته د لاسرسي مصيبت به کمافي السابق دوام لري .والسلام
#دابادۍاوخدمت ج هاد