د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومي یا جدې شپږمه؛ د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه توره او خونړۍ ورځ ده، چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو د ځمکې او هوا له لارې پر دې خاوره یرغل وکړ. له همدې ورځې سره سم، په هېواد کې د یوه خونړي ناورین لړۍ پیل شوه، چې نږدې ۴۲ کاله یې دوام وکړ. دغه یرغل هېواد له ژورو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو ناورینونو سره مخ کړ.
د مرغومي یا جدې په شپږمه شوروي ځواکونه له درنو وسلو او پرمختللو تجهیزاتو سره افغانستان ته راننوتل، هغوی داسې انګېرله، چې افغان خاوره به په آسانۍ سره تر خپلې ولکې لاندې راولي. خو د افغان ولس ایمان، غیرت او مقاومت د وخت د شورویانو پلان او موخې شنډې کړې. افغان ولس د اشغالګرو پر وړاندې ودرېدل او د جهاد لاره یې غوره کړه.
د شوروي یرغل پایلې زموږ پر هېواد د غمیزو او ناندریو لامل وګرځېدې. میلیونونه افغانان شهیدان، ګڼ شمېر وګړي معلول، په لکونه تنه تري تم شول او میلیونونه کورنۍ د جګړو له امله ګاونډ او نورو هېوادونو ته کډوال شول.
کلي وران، ښارونه ویجاړ او هېواد له ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شول؛ خو له دې ټولو سره سره، د افغانانو د سرښندنې او مقاومت اراده هېڅکله هم ماته نه شوه.
د لسو کلونو سختو سرښندنو وروسته په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز کې شوروي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پلمې او پلانونه جوړ کړل، چې په همدې کال د سلواغې په ۲۶مه له کلکې او تاریخي ماتې سره مخ شول.
د وخت شورویانو له افغان خاورې څخه وتل یوازې یوه نظامي ماتې نه وه؛ بلکې د شوروي اتحاد د زوال د پیل نښه هم وګرځېده. همدغه تاریخي ماتې د دې لامل شو، چې وروسته د شوروي تر ولکې لاندې نورو هېوادونه هم د آزادۍ ساه واخیستله.
د افغانستان تاریخ دا ثابتوي، چې افغانان له نورو هېوادونو سره د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پلویان دي؛ خو هېڅکله دا نه مني، چې پردي ځواکونه دې د دوی پر خاوره واکمني وکړي او یا دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. هر هغه څوک چې د افغانانو صبر او استقامت کمزوري ګڼي، دا دې له تاریخ پاڼو څخه درس او عبرت واخلي.
میړنيو افغانانو د خپلې خاورې، اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتنه او دفاع لپاره تل قربانۍ ورکړي او استقلال یې تر لاسه کړی دی. دوی د خپلو نیکونو او پلرونو لار تعقیب کړې ده او دا یې ثابته کړې، چې آزادي په آسانۍ نه تر لاسه کېږي؛ بلکې د قربانیو، سرښندنو، صبر او ټینګې ارادې له لارې ترلاسه کیدلای شي.
نن ورځ زموږ ځوان قشر د تېر تاریخ له تجربو زده کړه کوي او د هېواد د آبادۍ او سمسورتیا لپاره هڅې کوي، چې دا ځپل شوې خاوره بیا ودانه کړي او خپل ولس ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
په پای کې باید یادونه وشي، چې د مرغومي یا جدې شپږمه نېټه موږ ته دا درس راکوي، چې که څه هم پر افغانستان سخت وختونه تېر شوي؛ خو دا ملت هېڅکله نه دی مات شوی. د دې خاورې راتلونکی د همدغو زړورو او بااحساسه نسلونو په لاس کې دی او د بریا هیله مو تل ژوندۍ ده.