داندیښنو سفر }
زه په ژړا او اندیښنو دا ، ســـــــتا له ښاره ځمه
په خپل غمـــــــو او په سلګو ، له دې دیاره څمه
عمرونه سترګی زما ستړي ستا په لاره کې شوی
اوس په سفر له تریــــــــــــــخوالي د انتظاره ځمه
داستـــا په غم کې می آرام و صبر ورکړ له لاس
زه د دردونو طـــــــــــــوفانو کې ، ناقراره ځمه
لـــــــکه کشتی چې شی راګیره د طو فان په څپو
زه ړنګه بنګه ستـــــــا غمو کې ، پدې لاره څمه
هر چا سره وي په دې بڼ کې ، له خزان هم امید
زه بد نصـــــــــــــیبه بی بهرې له دې دیاره ځمه
کمزوری بخته څــــــــــــــخه چاوته فریاد وکړمه
چې یک تنها په دې خوارې کي ، بی له یاره ځمه
03.10.2025
- نصیر ستوری
3 اکتوبر د جرمنیانو د یووالي ورځ لیک: نصیر ستوری
لومړنۍ نړیواله جګړه، چې څلورکاله ئې دوام وکړ، میلونونو انسانانو او نژدې 1773700 جرمنیانو پکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، داجګړه د 1918ع کال دنوامبرپه 11 مه نېټه د ولادمیر ایلیچ لینن سره د اوربند او سولې د یو تړون په لاسلیک کولو سره پائې ته ورسیده. په دویېمې نړیوالې جګړې (1945 ـ 1939) کې د اډولف هیټلر او د ملاتړو (جاپان او ایټالیا) د پوځونو د ماتې وروسته امريکا، پخوانی شوروي اتحاد، فرانسې او بریتانیا جرمني ونیوه او په څلورو برخو ئې...
05.10.2025
- سرلوڅ مرادزی
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر، د اوږدې مودې راهیسې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. په دې وروستیو کې، په دې سیمه کې پراخ احتجاجونه رامنځته شول چې د خلکو د غوښتنو او حکومتي غبرګونونو په اړه یې پراخ بحثونه راپورته کړل. د خلکو غوښتنه دا وه چې د برېښنا او اوړو په بیو کې تخفیف راشي او د ژوند معیار یې لوړ شي. حکومتي چارواکو لپاره ځانګړي امتیازات ختم او د حکومتي ادارو په فعالیتونو کې شفافیت رامنځته شي. د خلکو د بشري او مدني حقونو درناوی وشي او د هغوی غږ واورېدل شي. خلک وایې زم...