3 اکتوبر د جرمنیانو د یووالي ورځ
لیک: نصیر ستوری

لومړنۍ نړیواله جګړه، چې څلورکاله ئې دوام وکړ، میلونونو انسانانو او نژدې 1773700 جرمنیانو پکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، داجګړه د 1918ع کال دنوامبرپه 11 مه نېټه د ولادمیر ایلیچ لینن سره د اوربند او سولې د یو تړون په لاسلیک کولو سره پائې ته ورسیده.
په دویېمې نړیوالې جګړې (1945 ـ 1939) کې د اډولف هیټلر او د ملاتړو (جاپان او ایټالیا) د پوځونو د ماتې وروسته امريکا، پخوانی شوروي اتحاد، فرانسې او بریتانیا جرمني ونیوه او په څلورو برخو ئې وویشه.

په 1949 ع کال کې لودیځو هیوادونو (لودیځ بلاک) د کمونیزم د پراختیا له ویرې جرمني له پخواني شوروي اتحاد(ختیځ بلاک) سره په ختیځ او لودیځ وویشه، چې له دریو برخو ئې لودیځ جرمني او له یوې برخې ئې ختیځ جرمني جوړکړ.
لودیځ جرمني دبن ښار او ختیځ جرمني برلین ښار ناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه) وټاکل او په 1961 ع کال کې د ختیځ جرمني له خوا د برلین دیوال جوړشو.

دا چې د جرمنیانو وېش د استعماري او زبېښاکي ځواکونو له خوا شوی و، نو د لوېدیځ جرمني دا پوره باور و, چې دا قوم په زور دوه ټوټې شوی، چې وخت راشي، نو خامخا به یو ځای کیږي. پر همدې بنسټ ئې د خپل پارلمان په تالار کې د ختیځ جرمني لپاره خالي څوکۍ پرېښودې وې.
کله چې د وارسا تړون غړو د 1989 ع کال د جولاې میاشت کې په بخاریست کې غونډه وکړه او میخایل ګورباچوف د برژینیف دنظرئې (ډوکتورین) د لغوه کیدو اعلان وکړ، په دې سره د سوسیالیستي ورونو هیوادونو پر وړاندې د پخوانی شوروي اتحاد د یرغل حق لغوه شو، چې له دې وروسته به د ماسکو ملاتړي (متحدین) د خپلو ملي مسایلو د حل لارې چارې پخپله لټوي، چې په دې سره د جرمنیانو د بیا یو کیدو لپاره لاره لنډه شوه (2)

ښاغلي تارېخپوه ايډوکیټ علي خان محسود (مسید ) د «جرمنیان بیا یو شول» تر نامه لاندې کتاب کې لیکي:
“ کله چې په مارچ 1990 کې میخایل ګوباچوف په اقتدار راغی، نو ګورباچوف اعلانونه کول، چې زه غواړم چې د مغرب سره تعلقات ښه کړم او کور دننه ژور اصلاحات کولو ته تیار ېم، خو د مغرب دا خیال وو، چې تر څو پورې روسي پوځونه پر افغانستان قابض وي، نو مونږ باور نه لرو، چې تاسو څه وایي، ګنې داسې کولو نیت هم لرئ.

ګورباچوف ته وخت پکار وو، چې خلک ذهني او نفسیاتي دې ته تیار کړي، چې افغانستان جنګ نه زمونږ په خیر دی او نه د افغان ولس.
چې وخت راغی ، نو ګورباچوف له افغانستان څخه خپل پوځونه وویستل.
پدې سره د مغربي سرمایه داری دونیا رویه بدله شوه او د ګورباچوف سیاست ته یې د اعتبار په سترګه کتل او
د مشرقي بلاک په ځوانانو کې د امید ډیوه راڅرګنده شوه.
خو زاړه او منګي سرو کمونیسټانو ورته د شک او کرکې په نظر کتل.

کال 1989 په لومړیو کې ګورباچوف د مغربي جرمني دوره وکړه، نو هر ځای ورته خلکو د مینې ډکه ستړې مشي وکړه.

په کال 1987 کې د مشرقي جرمني لیډر ارخ هونیکر اول ځل لپاره مغربي جرمني ته راغی، د 1949 نه تر 1987 پورې د مشرقي جرمني مشر مغرب ته نه وو راغلی ، نو د مغربي جرمني چانسلر ډاکتر هیلموت کول خپل تقریر کې وویل، چې مونږ جرمنیانو ته پکار دي، چې خپل تعلقات عادي کړو، تګ راتګ اسانتیا ګانې جوړی کړو او د دیوال (برلین دیوال) نه د را اوښتو د مرګ حکم دې بیرته واخستی شي.
ښاغلي ارخ هونیکر په ځواب کې وویل، چې مغربي جرمني سرمایه داري او مونږ سوشلسټي نظام لرو ، نو دا اور او اوبه دي، دغه هېڅکله یوځای کېدای نه شي.

په 19 اګست 1989 کې یو پیکنیک ( میله) د اسټریا ( اتریش) او هنګري د خلکو تر مینځ جوړ شو، چې یوروپ پیکنیک نوم یې ورکړ، ځکه، چې هنګري حکومت دغه خار داره تار لرې کول د کمیونیزم په کیمپ باندې اولنی ګوزار وو.

د مشرقي جرمني اوسیدونکی ، چې په رخصتیو کې هنګري ته تللی وو، له موقع نه یې فایده واخسته او تقریبا شپږ سوه یو شپېته کسان په ګڼه ګوڼه کې اسټریا ته راواوښتل او یوسل اته کسانو په بوډاپسټ کې د مغربي جرمني په سفارت کې پناه واخسته

28 سپټمبر 1989 کې 600 مشرقي جرمنیانو د مغربي جرمني سفارتخانه پولینډ وارسا کې او دغه راز تر 30 سپټمبر 1989 پورې ، پراګ چکوسلواکیا کې د مغربي جرمني سفارت کې 7000 کسانو پناه واخسته

14 اکتوبر 1989 کې د مغربي جرمني وزیر خارجه ښاغلي ګینشر دغه مشرقي جرمنیانو ته د مغربي جرمني د تګ خوشخبري ورکړه.

18 اکتوبر1989 کې ښاغلی ارخ هونیکر له ټولو عهدو لاس پورته کړ او ددې پرځای ښاغلی ایګون کرینس وټاکل شو
په 9 نوامبر 1989 د پولیټ بیرو غړي او پریس چارو مشر ښاغلي شابوزکي د پریس کنفرانس په دوران کې وویل، چې د اوس نه چې هر څوک مغرب ته تلل غواړي، نو د مغربي جرمني او مغربي برلین پر ټولو لارو تللی شي د تللو اجازت اخستو لپاره سرحدي پولیس څوکۍ ته واک ورکړل شوی دی، چې دوۍ به د پاسپورټ او ویزې کاروایي کوي.
ددوۍ خیال وو، چې هغه څوک به لاړ شي، چې څوک د تګ لپاره مظاهرې کوي، خو دلته نتېجه یې الټه وخته. دوۍ پدې یقین وو، چې هغه خلک چې مشرقي جرمني کې مظاهرې کوي او غوبل یې جوړ کړی دی او مطالبې کوي، چې د سفر اجازت راکړئ، نو دوۍ به لاړ شي او مونږ به ترې په ارام شو. خو پدې اعلان خلک بل څه پوه شول، ددوۍ خیال وو، چې ګنې سرحد ازاد شو مونږ تلی راتلی شو.

ددې اعلان سره ټول مشرقي جرمني خلک مغرب ته په خوځیدو شول. خلک دومره ډېر شول، چې ځوانانو د ګیټ ډنډې ماتې کړې او د سیلاب غوندې پرې راغلل.
د برلین دیوال د خلکو په زور مات شو او یو جشن جوړ شو. هر چا خپل خپلوان لټول.

مغربي جرمني حکومت هر مشرقي جرمني ته د ستړي مه شئ سل سل مارکه ورکول، دغه راز د ټولو ریل ګاډو، ښاري ټرمونو او بسونو کرایه مفته وه. *(1)

دنوامبر د نهمې او لسمې نېټې ترمنځ پدې تاریخي شپې کې یوازې په 48 ساعتونو کې دپخواني ختیځ جرمني (ډي ډي ار) په زرګونو وګړي لودیځ برلین او د جرمني فډرالي جمهوریت ته په پښو، بایسکلونو او ګاډو (موټرو) کې سپاره ورغلل (2)

د 1989 م کال د نوامبر میاشتې په 9 مه نېټه 40 کاله وروسته جرمنیان بیا یو شول.

په 12 سپټمبر 1990 کال کې د لودیځ جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګینشر
د ختېځ جرمني لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لوتهر ډیمیزېر
د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شیورډناډزی
د برتانیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ډګلس هرډ
د فرانسي بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رونلډ ډوماس پر یوه معاهده لاسلیکونه وکړل، چې جرمني به د 1990 کال د اکتوبر د 3 مې نېټې څخه یو هېواد وي وي *(1)

د جرمني فیډرالي (اتحادي) جمهوریت خپل ناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه) بیرته د برلین ښار وټاکه، د اکتوبر دریېمه (3 مه) نېټه ئې د جرمنیانو د یووالي د ورځې په نوم ونوموله

په منځنۍ اروپا کې د جرمني فیډرالي (اتحادي) جمهوریت چې ختیځ ته ئې پولینډ اود چېک جمهوریت، لودیځ ته ئې فرانسه، بلجيم، لوګزمبورګ او هالنډ، سویل ته ئې اتریش اوسویس، شمال ته ئې شمالي سمندر، ډنمارک او د بالټیک سمندر پراته دي د پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخستل، د ژوند ژواک په هر برخه کې بیرته یوستر ځواک شو.

د UN، OECD، NATO G7 او د G2 غړیتوب لري. د EPA ،ISGH او د اروپا مرکزي بانک مرکزونه هم په جرمني کې دی.
د نړۍ څلورم لېږونکی (صادرونکې) او راوړنکی (واردونکی) هیواد دی.

برلین Berlin، برانډینبورګ Brandenburg، برېمن Bremen، بايرنBayern، باډن ورټم ،بېرګ Baden-Württemberg،هامبورګHamburg، هیسن،Hessen
میکلینبورګ-فورپومرن Mecklenburg-Vorpommern، نيدرزاکسن Niedersachsen ، نورد راين-ویسټ فالن،Nordrhein-Westfalen، راين لانډ-فالزRheinland-Pfalz،تورينګنThüringen، زارلانډ Saarland، زاکسنSachsen، زاکسن-انهالټ Sachsen-Anhalt اوشلیسويګ-هولشټاينSchleswig-Holstein، په نامه شپاړس ولایتونه (سوبې) او84,7 میلونه وګړي( نفوس) لري.(2)

جرمنیانو له څلوېښتو کالو وروسته یووالی ترلاسه کړ، خو له بده مرغه دوه دېرش دبره سل کاله کیږي، چې د پښتنو خاوره او پښتانه د انګریزي ښکېلاک او زبېښاک له لاسه پر څلورو برخو ویشل شوي پراته دي.

سره ددې، چې افغان واکمنانو د ډېورنډ کرغیړنه کرښه منلې نه ده، ډېر مناسب فرصتونه په لاس ورغلي وو، د پښتنو د یووالي، نژدېوالي، قامي وحدت او د خاورې د یو ځای کولو لپاره هېڅ پلی (عملي) ګام پورته نه کړ.

په پارلمان کې ورته خالي کرسۍ پرېنښودې، د اساسي قانون د کورني سیاست پرځای یې دا مسئله د بهرني سیاست برخه وبلله، چې دا خپله د سترې بې‌غورۍ او سیاسي بې ‌مسؤلیتۍ څرګندونه کوي.

خو له نېکه مرغه، پښتون ولس، په ځانګړې توګه د پښتنو ځوان کول (نسل)، اوس بیدار شوی دی، سیاسي شعور یې لوړېږي، او ملي احساس یې پیاوړی شوی دی، دا ټوټه ټوټه وجود به بیا یو ځای کړي او د ستر پښتون ملت دا اوږده بدمرغه غمېزه به پای ته ورسېږي.

په پایې کې یوه یادونه اړینه بولم، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د 1993 کال د نوامبر په 12مه نېټه، د ډیورنډ لاین کرغېړنې کرښې هغه توافق‌ لیک چې ان د اعتبار نېټه یې هم نه لرله، د جرمني د کولن په ښار کې په یوه ستره غونډه کې، چې د انګلستان د سفارت د بهرنیو اړیکو مشر “کارنا روسز” هم ورته رابلل شوی و ، په رسمي توګه لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته یې وغورځاوه ، د نوامبر 12مه نېټه یې د “پښتنو د یووالي ورځ” په نامه ونوموله او هر کال دا ورځ د پښتنو د یووالي، قامي وحدت ویښتیا، ملي شعور او بیدارۍ په پار په بېلابېلو بڼو لمانځي.
درنښت
اخستونځی:
: (1)جرمنیان بیا یو شول
: (2)پښتونخوا ډات کام
03.10.2025