د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر، د اوږدې مودې راهیسې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. په دې وروستیو کې، په دې سیمه کې پراخ احتجاجونه رامنځته شول چې د خلکو د غوښتنو او حکومتي غبرګونونو په اړه یې پراخ بحثونه راپورته کړل.
د خلکو غوښتنه دا وه چې د برېښنا او اوړو په بیو کې تخفیف راشي او د ژوند معیار یې لوړ شي. حکومتي چارواکو لپاره ځانګړي امتیازات ختم او د حکومتي ادارو په فعالیتونو کې شفافیت رامنځته شي. د خلکو د بشري او مدني حقونو درناوی وشي او د هغوی غږ واورېدل شي.
خلک وایې زموږ د سیمې د وسایلو ګټه دې موږ ته راورسېږي، نه یوازې په کاغذونو کې»
اسلام اباد کې مرکزي حکومت هڅه کوي چې وضعیت د کنترول په حال کې وښۍ
محلي حکومت په لومړي سر کې د خلکو غوښتنې ومنلې او د هغوی سره یې خبرې اترې پیل کړي او د روان عیسوي کال د اکتوبر په ۴مه، د احتجاج کوونکو او محلي حکومت ترمنځ یوه تړون هم لاسلیک شو چې په ترڅ کې یې د خلکو د ۲۵ غوښتنو د منلو ژمنه وشوه. په تړون کې محلی حکومت د برېښنا او اوړو په بیو کې د تخفیف، د حکومتي چارواکو لپاره د ځانګړو امتیازاتو ختمول او د حکومتي ادارو په فعالیتونو کې شفافیت راوستل خلکو ته وعده ورکړه. خو د خلکو سره د ژمنو په سرته رسولو کې بیا بیا درغلي، خلک پاڅون ته هڅولي دي. که د کشمیریانو غوښتنو ته په وخت رسیدګي ونه شي، کشمیر به د پښتونخوا او بلوچستان په څېر د پیرنګی پاکستان په وړاندې د دریم وسلوال غورځنګ به بڼه ډګر ته راودانګي.
اسلاماباد بیا هڅه کوي چې وضعیت د کنټرول په حال کې وښۍ او په ورته وخت کې د اصلاحاتو ژمنه ورکوي، خو تر هغو چې خلک عملي بدلون ونه ویني، داسې ښکاري چې د ولس نارضايتۍ غږ به لا پسې لوړ شي.
په ځینو سیمو کې د پولیسو او ولس ترمنځ فزیکي نښتې شوې چې په نتیجه کې ټپیان او حتی ځینې وژنې هم ثبت شوې دي.
حکومتي چارواکو د انټرنېټ او مخابراتو محدودیتونه هم لګولي ترڅو د اعتراضونو خپرېدل ورو کړي.
خو وضعه ورو ورو د محلی حکومت او د اسلام اباد له کنتروله د وتو په لور روانه ده!
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی