لومړی به دشیخ بسطامي وژوندلیک ته یوه لنډه کتنه وسي اوبیابه دهغه خبري اوپيښوته ورسو.
بایزیدبسطامي: ابویزیدطیفوربن عسی بن ادم بن سروش بسطامي دی. اودی ملقب په سلطان العارفین سره مشهوردی.شیخ بایزید مشهور ووپه بایزید بسطامي سره. دی د اهل تصوف د بزرګانوڅخه وو.
د شیخ بایزیدبسطامي نیکه دلوړو «زردشتي» عالمانو څخه وو. خوموراوپلارئې مسلمانان سوي وه.
دتاریخ پوهانوله لیدلوري نه دبایزید زوکړه په اټکل اوتخمین سره په کال (۱۶۱ تر۱۸۸هـ ق) ښه یي. اومړينه ئې په کال(۲۳۴ هـ ق)بولي یاني په دې حساب بایزید (۷۳)کاله عمرکړی.شیخ بایزیدبسطامي حنفي مذهبه وو. دبایزیدبسطامي پلار چي بایزید لا وړوکی وو له دنیا نه سترګي پوټي کړي.
داټول له ګوګل اوویکیپېدیا نه چي په پاړسي لیکل سوي اوماپه پښتوژباړلي، اخستل سوي.شیخ بایزید بسطامي مقبره په بسطام کي ده. بسطام یووړوکی ښاردی دیران په ولېدیزکي. بایزید لاهوتي وو.
دبایزیدبسطامي خبري اوپېښي:
یوه ورځ بایزید په سبقه کي استاذ دلقمان دسورة څخه دغه ایات (اَنِ شٌکُرٌلِیٌ وَلِوَالِدَیٌکَ اِلَیَّ الٌمَصِیٌرُ) دلقمان سورة ۱۴م ایات) ولوست.ژباړه: «چي شکرکوه مالره اوخپل موروپلارلره ماته دي راتله ستاسو» دا ایات چي بایزید واروېد؛ نو له استاذ څخه ئې اجازه واخستل، چي زه کورته ځم. استاذ اجازه ورکړه. بایزید کورته راغی. مورئې وپوښتی: څرنګه وختي له درس نه راغلې؟ بایزید ورته وویل: «ایات دی، چي حق تعلی فرمایلي: زې مؤظفه کړی یم،چي ستااو د ده خذمت وکړم. زه د دوو کورو سرپرستي نه سم کولای. نوله خدایه وغواړه یابه زه ستا خذمت کوم یابه دخدای.» مورئې ورته وویل: «ورځه زویه دخدای خذمت وکړه» بایزید دخپل مور ډېر احترام کاوه.
دبایزیدبسطامي مشهوره خبره: (سبحانی ماعظیم الشانی) یاني زه پاک یم اولوړدی زماشان.
ملایانو دی په کفرونیوی، چي مړئې کي خومریدانو ئې نجات ورکی.
بایزید بسطامي څوواره له ښاره ایستل سوی. یوه ورځ په ښارکي غلغوله وه. بایزیدبسطامي وپوښتل چي داخلک څه وایي؟ یوه مرید ئې ورته وویل: «داخلک وایي، چي ته کافر سوی ئې.» بایزید ورته وویل: «داخلک دي خوشاله واوسي، چي داسي کافرلري لکه زه.»
یوه ترسا ته ئې وویل چي مسلمان سه! هغه ورته وویل: «که مسلماني داسي وي، چي بایزیدبسطامي ئې کوي دغسي ئې زه نسم کولای اوکه داسي وي، چي دانورخلک ئې کوي دامي زړه نه غواړي.»
بایزید ته ئې وویل،چي ولي دلوږي ستاینه ډېره کوې! ده ورته وویل: «که فرعون وږی وای هیڅ کله به ئې
(انا ربکمالاعلی) نه وای ویلي.»
بایزیدبسطامي وایي: «مسلمان لره دغه پوهه بس ده، چي دی وپوهیږي، چي الله(ج) د ده واعمالو ته اړنه دی.»
بایزید بسطامي ته څوک راغی ورتې وویل: «ماته اسم اعظم وښه یه!» بایزید ورته وویل:«ته ماته اسم اصغردحق وښه یه، چي زه تاته د ده اسم اعظم وښه یم.» دا سړی حیران پاته سو، چي څه وه وایي. بایزید ورته وویل: «ټول نومون دالله جله علی شانهواعظم دي.»
وایي: بایزید بسطامي دیوه ملاپسې لمونځ وکی. وروسته له لمانځه نه ملا بایزید وپوښتی! ته کار نه کوې او دچاشی هم نه اخلې له کومه ئې خورې؟ بایزید ورته وویل: ودرېږه، چي زه خپل لمونځ را وګرځوم. ملا ورته وویل: چي لمونځ ولي راګرځه وې؟ بایزید ورته وویل: څوک چي رازق نه پېژني لمونځ نه دی پسې روا.
بایزیدبسطامي حج ته روان سو پرلار یوغریب سړی په مخه ورغی. داسړي بایزید وپوښته چي چیري ځې؟ بایزید ورته وویل: دغه په کڅوڼي کي یوڅو دینار دي ځم حج ته. داسړي ورته وویل: اولادونه مي وږي دي کارنسته. دغه دیندارونه ماته راکه او وه (۷) واره پرمارا وڅرخه دایه ستاحج. بایزید هغه دیندارونه ورکړه او وه(۷) واره پرده راوڅرخید طوافې وکی. بیرته کورته ولاړ.
احمد بن خضریه بلخي وبایزید ته راغی. بایزید ورته وویل: ترکمه پوري به جهان ترپښووباسې؟ احمد ورته وویل: اوبه چي پرځای ودریږي ورستیږي اوبد بوی کوي. بایزید ورته وویل: نودریاب سه چي بد بویه نه سې.
بایزید بسطامي وایي: «که الله(ج) ماته په ورځ د حشر دشفاعت اجازه راکي؛ زه به لومړی دخپل مخالیفونو شفاعت وکړم وروسته به دخپل پلویانو شفاعت وکړم.
بایزید بسطامي تې وویل، چي کیلي دجنت کلمه د «لااله الالله» ده. ده وویل هو؛ مګربې غاښوکیلي چي دروازه نه سوخلاسه ولای. دکیلۍ غاښونه څلورشیان دي: لومړی: ژبه له دروغو اوغیبته ساتل دوېم: زړه له مکرواوخیانته لیري کول. درېم: نس له حراموخالي کول. څلرم: خپل عمل ښه کول.
بایزیدبسطامي وایي: عارف طیاردی او زاهد سیار.
وایي چي بایزیدبسطامي خدای(ج) ته دعا وکړه، چي مادومري غټ کړه، چي ستا ټول دوږخونه په ما ډک سي. نو نور څوک مه وراچوه. وایي: الهام ورته وسو: چي ستا خدای وایي ته چي زما بنده ئې دومري مهربانه ئې؛ زه چي ستاخالق یم اورحیم یم نوبه څومره مهربانه وسم.
که زه سل واره وه وایم، چي دی مي خدای دی. ترهغوچي دی ماخپل بنده ونه بولي فایده نه لري.
ديرش کاله وه چي مي ویل؛ خدایه! داسې وکې او داسي راکه! څرنګه چي دمعرفت لومړي پړاوته ورسېدم؛ نومي وویل: الهي! زه دي منتظر یم، هرچي غواړې هغه وکه!
بایزید بسطامي لیکلې رساله یا کتاب نه لري د ده خبري په لوړو کتابو کي رانکل سوي. لکه: دمولانا بلخي په مثنومعنوی کي اویا تذکرتالاوالیا دشیخ عطار، النورمن کلمات ابی طیفور اوطبقات الصوفیه ـ سلّمی اونور.
دبایزید بسطامي خبري له ګوګل او ویکيپېدیا نه اخستل سوي، خودا ټول هلته په پاړسي وه؛ دلته په پښتو ژباړه سوي.