استعمار د خپلو حریصانه ناوړو مقاصدو لپاره له خونړیو جنګونو، مکر، زور، زرشیندلو، دمغزونو مینځلو، بی خرته تبلیغاتو، خرافاتو خپرولو، بی اتفاقی اچولو اود جهل د تخم دکرلو برعلاوه، دوه نور نیرګونه هم په کار اچولي وو:
یو یې په خپله د مفتوحه سیمو له بیوزلو، کمشعوره او مجبورو خلکو څخه لښکر جوړول و چې د دوی د آسونو ترمخې به د جګړې لومړۍ کرښه کې لکه مچان تبا کیدل او دوی به دخپلو مستعمراتو سیمې د دوی د وینو په توېیدو پراخولې. اتلسمه پیړۍ کې انګریز د پنجاب ډیر دا ډول ګورکه لښکرې تر پېښور،وزیرستان، مومندو او دیره جاتو راوستل؛ هم زرګونه ګورکه قتل او هم یی ولسی مبارزینو ته دسر زیانونه واړول. له نیکه مرغه وروسته خلک هوښیار شول، هغه سوډریان چې یووخت دانګریز دلښکر د توپ غوښې او د انګریزی استعماری جنرالانو غلامان وو، اوس د سیاست خلک دی او ځینی فلانی چهودری صاحب او بستانی چهودری صاحب دی چې اولادونو یې د لندن کالجونو کې تحصیلات وکړل.
دوهم یی مانکورت شوي ځوانان وو(دي). ( mankurt) تورکي لغات دی. قدیم کې زورواکو- ښکیلاکګرو معصوم ځوانان موندل( ډېرځله به یې راتښتول)، سر به یی ور وخرییه، د اوښ تازه پوټکی به یې پر سر کلک ور وپیچه، تر زجر او کړاوونو لاندې به یې ونیو، دوی خورانو به ورو ورو خپل نوم، خپله ژبه، مورو پلار او سیمه هېره کړه، فقط دستور او امر منل به یی په ذهن کی کیناستل . اربابانو، ښکېلاکګرو او ځبېښاکګرو په دغو مظلومو انسانانو څومره په بیرحمی خپل شوم مقاصد ترلاسه کړل.
تاسوبه وایاست چی شکر الحمد لله چې دغه د ظلم تیاره دورانونه تیر شول او اوس انسان ته څومره درناوی کیږي. بېشکه چې هغه دتاریخ تور دور تېر شو. اوس متمدن بشریت دغه ډول اعمال محکوموي. دا دوه زشت اعمال تر برده ګی (مرئیتوب) هم لوی ظلم و. خو کله شک پیدا شی چی لا هم زموږ جغرافیه کې په یوه نوې بڼه د ګورکه لښکرد تنظیم کیدو په حال کې ده او له شپږ – اووه کلنۍ پورته د لښتو، څپېړو او سوکانو په ګوزارنو دخرافاتو په پوټکی دمعصومو ماشومانو ذهنونه تړل او یو بی شعوره مانکورت شوی ورڅخه جوړیږی چې نه خپل تاریخ، برم، وطن او ارزښتونه پېژنی او نه د راتلونکی لپاره څه برنامه او هیلې لري. دوی د یوې استعماری نوې نقشې فدایان دي. څوک وایي چې بشریت متمدن شو؟ لا هم شرق کې د انسان او انسانیت لوړ مقام ته درناوی نشته.