لکیلا تاسو علی ما فاتکم ولا تفرحوا بما اتئکم والله لایحب مختال فخور
یو جاپانی پروفیسور خپلو زده کوونکو ته داسیې وویل: انحنا او ښکته کیدل د«صفصاف» نومې ونې ته ورته والی دی اوبیخی مقاومت نه کول له « بلوط » چې میوه نه لری نومی ونې سره مشابهت لری په حدیث کې راځی چې یوًمومن ېوداسې بوټی ته ورته دی چې باد یې هر څومر ه ښی او کیڼ لورته اړوی را اړوی خو ماتولی یی نشی او دهېڅ توپان زور ور باندې نه رسیږی!.
دکتور بول براندونی ودرېد دشیدو ګیلاس یې پر زمکه را وویشت او وی ویل:
په تویو شوې شیدو پسې مه ژاړه او دا عامه خبره ده څه چې قسمت کې نه وی هغه نه تر لاسه کیږی. ادم علیه السلام موسی ع ته وویل:
دیو داسې شی په اړه ما ملامتوی چې الله سبخانه وتعالی زما په زما تر پیدا کېدو څلوېښت کاله پخوا لیکلی وه.
رسول الله ص په دې هکله داسې فرمایی:
فحج ادم موسی. الحدیث
ددلیل پر بنسټ ادم ع پر موسی لاس بری شو
په ځان کې نیکمرغی ولټوه!
میلتون وایی: عقل په خپل ځای کولای شی له جنت څخه دوزخ او له دوزخ څخه جنت جوړکړی. خو دعلم اوعقل خاوندان په نعمتونو کې هم بدمرغه دی سره له دې چې جاهل په خپله ناپوهی کې چې دغه یوه ستره بدمرغی ده خو بیاهم نېکمرغه دی.
نیپولین په اسانت هلینا کې داسې ویلی: ما خپل ژوند کې شپږ ورځې نیکمرغی هم نه ده لیدلی.
موږ څه کوو ؟ فسبوک ، تویتر ، تیکست، هیاهو او هاها دانړې دومره کاواکه کړې ده چې د منلو وړ نه دی. سیالی او رسوایی هم له حده تیر . دې انډوخر کې هیڅوک نه وایی چې چارک یم بس ټول په درنه ډبره تللی بشپړ من دی . زه به دلته یو ژوندی مثال راوړم .
پیاوړی خطیب اوو اعظ ابن سماک دهارون الرشید دربار کې حاضر شو دې وخت کې هارون الرشید تږی شو او اوبه یې وغوښتلې نو ابن سماک ورته وویل که دغه اوبه درنه ایساره کړلې شوې وای نوته دې ته چمتو وې چې خپله نیمه پاچايی
دې له لاسه ورکړې وای؟ هغه ورته وویل هو !کله یې چې اوبه وڅښلې نو ابن سماک ورته وویل که ددغو اوبه وتل له تا ایسار شوی وای نو ایا دی ته چمتو وې چې دخپلې نیمې پاچایی په بدل کې دې اخراج کړې وای هغه ورته وویل هو ! ابن سماک ورته وویل بیانو په داسې پاچایی څه چې دیو غوړپ اوبو هومره ارزښت نه لری.
زه نه پوهیږم یو شمیر مرک چیان چې دپوهې په کچه یی ډیره محدوده ده دڅه لپاره په ملی او اسلامې مسایلو کې برخه اخلی داستاد جاوید مومند او توریالی همت ترمنځ ډیر تو پیر دی! هکذا د نجیب جامع او استاد ناصر شفیق ترمنځ توپیر همدا رنګه فریدالله محمدې ته په کار ده چې دترکستان پو ښتنې پریږدی او په نېغه دبحث معیار سم وساتی نود ختیځ علامه اقبال وایی :
له ایمان پرته امان نشته ددینداری په نشتوالی کې دجهان نشتوال دی