فاذارکبو فی الفلک دعوالله مخلصین له الدین
الله تعالی دیوه مجبوره مشرک دعا هم قبلوی پاتې خوًلا د موحد مومن دعاء. تر بودا وروسته نامتو زعبم مهاتما ګاندی وتیی:
که زه پوجا پاټ ونه کړم چې دهندوانو دعبا دت يوه بڼه ده نو لیونی کیږم . سره له دې چې ګاندی مسلمان نه وه بلکې ګمراهی کې پروت وه خوًیو مذهبی سړی وه. کله چې دغه خلک په بېړی کې سپریږی نو دالله تعالی څخه په خالصې
عقیدې سره دعاء غواړی. موږ سره . شل کاله نړیواله ټولنه دلته لګیا وه یعنی دکرزی په رهبری دبن له منحوسې چپنې اوککړې معاهدې راغله خو شل نه شوه په ۱۹ شمېره کې همد انړیواله ټولنه ناکامه پاتې شوه یو کار د نړیوالې ټولنې تاسې دلته لیدلی چې په هغه کې دافغانستان دخلکو ګټې خوندی شوی وی. امریکا او دناتو ستر سپی نړیواله ټولنې نه لیدل چې څه کوی بیا نړیوالی ټولنې لیدل چې امریکا ء وځی نو بیا ڼړیوالې ټولنې دافغان ولس سره ډېرې همکارۍ کولی شوې چې ونه شوې.
نړیوالې ټولنې سره باید دقیقه محاسبه وشی نو نړیواله ټولنه باید داومنی چې دوی څومره غفلت کړی دافغانستان په کړًکیچونوًکې دا دیوې میاشتې یوه کال او یوې لسیزې خبرې نه دی
دابوًحازم خبره واوری هغه وايې:
زما او دپاچانو ترمنځ یوازې دیوې ورځې توپیر دی دپرون خوند ورته نه دې تر لاسه شوی او دسبا په اړه اندېښمن دی البته همدغه ننۍ ورځ ده او دغه ورځ هم ……،،،،،،؟!
که موږ ځانو کې بدلون را نه وړلو نړیواله او بهرنی موږ ته هیڅ شی نشی کولای او دغه حالت دوه لسیزې موږ په ستر ګو ولید. نړیوال هر ه ورځ نارې وهی چې لیوه راغی ! خو دغه لیوه تر اوسه چا نه دی لیدلی هغه وخت چې لیوان راغلی ول ملګری ملتو نو هم دلیوانو غاړې کولې. یا په درانه خوب ویده وه. دانتر نیټ نړۍ کې ځینی سیاستوال ،خاین او مرتجع کسان بیاهم دې نړیوالې ټولنې پورې نښتی او د غه هوسی استخباراتی ډنډوره چیان هیڅ ګریوان کې کته نه ګوری چې دوی له ملت سره ځه کړی دی؟ خو بیا کله له یوه ځای او کله بل ځای سر رواباسی.
دا ډله کسان او ټولنې پیژندل شوی دی دبیا راتلو هیله دې له سره وباسی خدای ج دې همدا نړیوال په غضب ککړ کړی چې ددې مظلوم ولس برخلیک یې له جنجالونو سره مخًکړی.