ترکیه دناتو غړی دی ترکییې ته دیوکراین کړکیچ مهم دی ترکیه په مجمو ع کې خپل اهداف لری خکه د ناتو په کتار کې یوازینی اسلامی هېواد دی .افغانستان سیمې او ڼړۍ ته مهم دی خو زموږ مشروعیت له کورڅځه پیل کیږی .په کنفرانس کې دنن خبرې په کاروې په هرحال .......موږ ددوه لسیزو ادارې څخه باید یوخانګړی تعریف ولرو. ایا موږ یو ملی انسجام لرو کوم چې به تېرو دوه لسیزو کې ونه لیدل شو!
په افغانستان کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم برخه اخیستې وه، ښاغلی متقی وایی دوی په زورد تښتېدلی غنی حکومت نه دی نیولی، بلکې په وینا یې له دوی غوښتنه شوې، چې د لوټمارۍ د مخنیوي لپاره کابل ښار ته ننوځی.ددې خبرې دپلوماسی تر یوه حده پورې ددومره اسخباراتی خواسته او ناخواسته یوشمېر جاسوسانو په وړاندی کمزوری دلیل او دریخ راښیی.دلته دمتقی دپلوماسی ،دپلوماتیک دریځ،او دپالیسې اړخونه ،قاطع دلایل اړین ګڼل کیدل.
ددغه کنفرانس یوازې ګدون کوونکی غړی دسیاهی لښکرڅخه اوړی دوه زره کسان که دکنفرانس په اجندا ووېشودمتقی یو څو خبرې خو په منډه کې پای ته رسیږی نوموړي تېره شنبه په ترکیه کې د انتالیا دیپلوماسۍ فارم غونډې ته وویل، د اسلامی امارت اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ادعا یې وکړه چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته، او نه هم ښځې زنداني شوې دي.دلته دملی حاکمیت ملی صبغه په واقعیت کې دمشروعیت ضوابط جوړوی دادنړۍ او دسیمې دهېواذونو پرېکړه اوکار نه دی بلکې دافغانانو کار دی او په افغانو پورې اړه لری.
خو دغه خبره همدا تېره اونۍ د پخواني نامحکوم حامد کرزي له قوله داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې دی (کرزی) او پخوانی اجرائیه رئیس ګل مرجان عبدالله عبدالله په خپلو کورونو کې نظر بند دي او بهر ته د سفر اجازه نه دا اوهغه ګونګسی لري.دادکومې پالیسي نښې اونښانې دی چې موږ یې نه پېژنو.
همدا راز یو شمیر جاسوسې شبکې د طالبانو ډېری تش په نوم سیاسي او پوځی مخالفین او مشران دا مهال له افغانستان بهر په نورو هېوادونو کې راژوند کوي اوپه زغرده یې یادوی.درسنیو نغارې هم دساړه جنګ لوری ته پکه وهی.نوځکه
طالبان همدا راز پر کابل له واکمنېدو راهیسې څو څو ځله د ښځینه فعالینو په نیونې، زنداني کولو او ان شکنجه کولو تورن شوې دي.خوداتورنتوب په منطقی لحا ظ هغه جاسوسې او جاسوسان دی چې دافغان داسلامی او ملی ارزښتونو سره ټکر کې دی کله چې موږ کنفرانس ته دلوړې کچې امتیاز ورکوو نودغه ډول عناصردلته خای نه لری.
خو د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، د تېر کال اګست میاشت کې د خلکو په غوښتنه او د چور او چپاول د مخنیوي لپاره کابل ته ننوتل.
نوموړي د انتالیا دیپلوماسۍ فارم ته په وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت په ټوله معنا ټولګډونی دی او د هرې سیمې خلک پکې شته.خودغه ډول خواب ویل نړیوال عمق نه لری
ښاغلي متقي باید لږشاته تللی وای او دبن دککړې معاهدې دوه لسیزې غیر دډبلوماتیک او دبربریت بالیسی جوړول دملګرو ملتو او توطیې ګرې نړۍ ناکامه تجربې پر افغانانو نه دڅه لپاره او ولې ور تپي او د افغانستان له اوسني حکومت سره دې تعامل پلمې په کومه دبلو ماسی معنا او مفهوم ورکوی؟
هغه ادعا وکړه چې ټول هېواد ته یې امنیت راوستی، ترهګرۍ ډلې یې ځپلې دي او د امریکا په ګډون پر هېچا یې برید نه دی کړی.
امیر خان متقي د جمعې پر ورځ د امریکا ځآنګړي استازي تامس وېست سره هم وکتل اوپه اړوندو مسایلو :اقتصادی،سیاسی،او امنیتی برخو کې خبرې اترې وکړې.
د انتالیا ډیپلوماسۍ فارم ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریک کړ .
دې غونډې ده ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړونکي اویوشمېردروغجن جاسوسان وربلل شوي ول.
د جمعې پر ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استاز توماس وېسټ د ښاغلي متقي په مشرۍ له طالب پلاوی سره د همدې انتالیا دیپلوماسۍ غونډې په څنډه کې ولیدل.
ښاغلي وېسټ له هغې لېدنې وروسته په یو لړ ټویټر پیغامونو کې وویل: ''د بشري حقونو، لاسته راوړنو خوندي ساتلو او په حکومتولۍ کې د افغان ټولنې منعکس کېدو په شمول ځینې مسایلو کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده. ''خو دانه د توماس مسولی دی اونه نړیوالو .
داډندورې په لوړه کچه تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د اسلامی امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې سفیر کابل کې دی او وخت ناوخت داسلامی امارت چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري.