بسم تعالی : 

وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 

ژباړه 

او اى پيغمبره! موءمنو ښځوته ووايه چې خپلې سترګې تركنترول لاندې وساتي. او دخپلو شرمځيونو ساتنه وكړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دې دخپلو پړونو پلوونه واچوي.هغوى دې خپله ځان جوړونه سينګارنه ښكاره كوي مګر د دې خلكو په وړاندې: مېړونه، پلرونه، دمېړه پلرونه، خپل زامن، دمېړونو زامن ( بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوريونه،د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، اوهغه ماشومان چې لاتراوسه پورې دښځوله پټو خبروسره اشناشوى نه وي او هغوى دې پرځمكه باندې په زوره پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه كوي چې دهغو دپټ كړي سينګار خلكوته معلومات وشي.اى موءمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چې برى درپه برخه شي. او اى پيغمبره! موءمنو ښځوته ووايه چې خپلې سترګې تركنترول لاندې وساتي. او دخپلو شرمځيونو ساتنه وكړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي پرته له هغه چې په خپله خرګند شي، او پر خپلو سينو دې دخپلو پړونو پلوونه واچوي.هغوى دې خپله ځان جوړونه سينګارنه ښكاره كوي مګر د دې خلكو په وړاندې: مېړونه، پلرونه، دمېړه پلرونه، خپل زامن، دمېړونو زامن ( بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوريونه،د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، اوهغه ماشومان چې لاتراوسه پورې دښځوله پټو خبروسره اشناشوى نه وي او هغوى دې پرځمكه باندې په زوره پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه كوي چې دهغو دپټ كړي سينګار خلكوته معلومات وشي.اى موءمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چې برى درپه برخه شي.

-----

ټیټ خلګ په کور کښي جګ وي ، کله چه له کوره د باندي راووځي نو نه ګل وي او نه اغا یا اقا دغه خلګ دي چه له اسلام نه يې یو لموځ رااخستی او یو ئې و ښځو ته حجاب انتخاب کړی 

که د اسلام دین یوازي او تنها لمونځ او حجاب وي ، نو په خلاصه خوله او واضح ښکاره نارې وهم چه دا دین خورا بد دین دی . 

د اسلام دین ډېر پراخ اللهي دین دی که چا له اسلام نه تنها لونځ را اخستی وي او نور دین ئې شاته پرېښودلی وي ، د خوښۍ خبره نده دا د یو مسلمان له پاره یو غټ عیب دی

  د اسلام بنا پر پنځو ولاړه ده 

بل بعضو د کور جګانو حجاب خبره ډېره ټینګه نیولېده  ، د ښځو لپاره . حجاب د قران له نظره  و هغي پردې ته ویل کیږي ، چه پرده وځړول سي د خوني په منځ کښی ،   

رب الغزت فرمايی : فاسألوهن من وراء حجاب 

پوښتنه وکړی د پر دې تر شا ، 

دا د رسول الله په وخت کښي هر کور  عبارت و له یوه اطاق نه ( مکه هم یوه خونه ده اما کور ورته ویل کیږي ) 

له دغه ایة کریمه او د رسول الله له سیرت نه دا معلومیږي چه له حجاب نه په کور کښي کار اخستل کیږي ، یعني حجاب به د مېلمه او د کور د ښځو تر منځ ځړېږي او یا د کور پر دروازه که چا کومه پوښتنه کول کور ته به نه ور داخلیږي تنها به د پردې د شا ، یا د پردې له شا د خوا به پوښتنه کوي ، پس د حجاب حکم  تنها په کور کښي  عملي کيږي 

د جان اغاګانو تر اسلام چه را تېر سم 

او رابسم  د د ښځو او نارنه په باب د عورت ستر ته ! 

د عورت پټول له ادم علیه السلام د وخت نه بیا د محمد خاتم النبیون تر وخت یو طبیعي او لازم امر او قراني حکم دی . 

د عورت پټول پر نر او ښځو یو فرض کار دی ، د عورت په پټولو کښي نر او ښڅي ته عینی حکم دي د عورت پټول پر دواړو جنسو فرض دي ، هو ! البته د نر او ښځي د عورت حدود فرق لري ، یو هغه حودو دي چه فقهاو تعین کړي او بل چه قران په مجمل ډوول بیان کړي ، داچه علماء د ایة تفصیل  او شرح کړېده د عورت په حدودو کښي يې اختلاف سه  

خو د عورت د ستر په بابت کښي ټول سره  په واحد نظر دي او مطلق فرض حکم دی 

درنو لوستونکو لباس اغوستل په قران کریم کښي یاد سویدی ، اما په قسم قسم سره د لباس جمله راغلې ده ، مطلب دا چه کالي اغوستل کوم فرض شئ نه دي ، په هر شکل چه وي د عورت پټول فرض ، دغه سبب دی چه د جهان مسلمانان یو لباس نه لري ، په هر لباس چه عورت پوټېدلی سي هغه لباس شریعت ته مقبول دی 

شریعت و ښځو ته ډېر په اهمیت کوري او و ښځي ته د یو مخصوص لباس ښوونه کوي چه قران واي ( جلابیبهن) جلابه ، او بل ، ښځه امر کوي پوړني سره (خمار ) کله چه پروړنی پر سر واچوي او پر ځګر ( ارتداء) 

پس هر کله چه يو مسلمانه مېرمن په جلابه او پوړني ملبسه او پوښښ وي ، نو کولی سي چه ټول هغه شغلونه او وظیفې چه نارینهته  سته زموږ مکرمي خوندي ئې هم ترسره کولی سي  

په ټول اسلامي نړۍ کښي اقسام د برقې سته ، او دغه افغانۍ برقه د پنجاب خلاقیت دی ، نادر خان چه کله له پنجاب نه راتلۍ نو خپلو ښځي ئې په برقو  کښي پېچلی وي ، د نادر خان د عصر نه مخکي دغه برقې هیڅ تاریخ نه لري په افغانستان کښي ، عربۍ برقه هیڅ مشابهت نه لري له افغاني برقې سره او مصرۍ برقه بیا ځانته جوړه ده او یمنۍ برقه بیا ځانته جوړه ده ، پس دغه پنجابۍ برقه نوره په پنجاب کي هم نده د استعمال وړ .

البته  د سنګار کولو او زینت ، سترګي نه جنګول په باب به بله لیکه وکړم