دخلیلزاداستاذی :لوى زمرى که (شير اعظم)
ياره په اول ځل چې مې له غوړو ويښتانو سره وليده ، ما ويل گوندي کوم پنجابي له لاهورنه را غلی دى ـــ نو له ځانه سره مي ديو شاعر دا بيت زمزمه کړ چې ويلي يې وو.
پنجابي تيل يې وهلي لاس يې نه ټينگوي لاس
خداېه خير مې کړي پښتوته يار لاهور ليدلي دى
د دي بيت له زمزمه کولو نه پس چې څنګه ورنږدي شوم دسړي خوله چينگه وه ۔ اوپه پښتو يې خبري کولي خو ټکان مي وخوړ ۔ امين صيب دي خداى دجنتونو قوماندان کى ، يوه اصطلاح ېې لرله چې چالاکه اوحرامزاده ته به يې « دشگو حرامي» ويل : ده چې څنګه ځان راوپیژاند له ځانه سره مې دستي وويل : لکه چې ته هم دشگو په حرامي واوړيدي؟
په خبر وخبر وکي کې مې ان دهغه هلکتوب ياد ته راغي. اوسم دم مي دناوې دولسوالۍ په لسم ټولگي کي دپښتو ژبي ښوونکي محمد نعيم دل افگار مخې ته ودرېد ۔ يار مي خبري کولي داسي غوړي خبري کولي ،ته به وايي چې دې که نه دى خو همدا د ې ـ خو زه چې دده له زلميتوب او هلکتوب له کلونو خبر وم زما واښکي اوخوله به هم له ده سره چينگيدله ۔ له ځانه سره به مې وويل چې دى رښتيا چې زمري دي او فکر کوي هيڅوک پرې خبر نه دي ان خپل ځان ته هم وايي چې زه هم خبر نه يم .
دلسوز کنډي باغې يار مي ورو خواته را نږدي شو راته وايي:
ـ مطلب دې څوک دي ؟
زه ېې په نازپورې وهم :
ـ دخدای بنده څنګه مې په مطلب نه پوهیږې ،خو مطلب مي شير اعظم دي کنه ، چې دهغه پاچا خيال کوي چې کوم جادوگر ورته ويلي وو ، چې زه به داسې جامي درواغوندم چې هيڅوک دي نه ويني خو ته به خلک ويني ؟
دلسوزراته وایی : هغه څنگه ؟ ـ
هغه داسې چې پاچا ته يې ووېل چې کالي دي وباسه تا ته به جادويي لباس در واغوندم ۔ پاچا لوڅ لپړ شو ۔ خلکو له شرمه ورته نه کتل ، خوپاچا فکر کاوه چې خلک يې نه ويني .
-ښه دی لوي زمري اوس داسې کاني را خيستي دي۔
ــ هو کنه نه گوري چې څنګه زر دهلمند په هوايي ډگر کي عسکراوبیابریدمن شو ،او بیا ددغې هوایی مفرزې د انتقالاتو امرشو،
دلسوزفکرکې لاړ،لکه څه چې وریادشول :
ـ ښه ، ښه دا خو به هغه رنجبرنه وی ،
ما سروخوځاوه :
ـ هما غه ، هماغه ، پخپله هماغه خو خبرېې چې څنګه ېې دا تخلص په ((روغنبر))
ده وخندل اوزرېې لکه د هرڅه چې خبروی راغبرګه کړه :
ـ نو خامخا به ېې دغوړیو کوم ګدام او یا دوکان وهلی وي .
ما په خبرو کې ورټوپ کړ:
ـ ګومان دی پوره حقیقت دی ، هو له فابريکي يې غوړي را پټول ۔ عسکرو پرې «دروغن بر» نوم کيښود، او دا کارېې ځکه په خلاص مټ کاوه چې په لنډه موده کې که مشاورو ،که د څارندوی قوماندان و او که د امنیت امراو که د هوایی مفرزې قوماندان د ټولو په پوستکي کې ورننوت او ټول ېې خواږه او درانه یاران وګرځیدل.
نو دلسوزه یاره اوس دی نه یوازې په هلمند کې په مزو کې شو چې کابل کې ېې هم له پخولویو دولتي او حزبي سټو سره یارانه او دوستانه شوه ــ او وخت ناوخت به د هغوي دیدارته هم کابل ته د رنګا رنګ ډالیو سره و رته .
نو دلسوز خان اغا خوله مي مه گړوه ۔ داخو هماغه شير بهادر او يا شير اعظم دى چې له دولسم نه لا خلاص شوي نه وو ، چې دخلق دځوانانو سازمان کي يې نوم ثبت کړي وو، اوکله چې روسان راغلل او پرچمیان حاکمان شول نو دگوند اصلي غړي شو ۔اوبيا هماغه زمري دهلمند په هوایی ډگر کي چې عسکراوبیا بریدمن شو اوله قوماندان سره ېې تار وځغلاوه ۔نوپه انجنير هم مشهور ووــ خولکه څنګه چې مې وویل له لښکر گاه به يې دپختي له کارخاني غوړي را ويستل اونورو عسکرو پري د«روغن بر» نوم کيښود ۔اوس نو هغه غوړ پنجابي چې پرځان ېې د((رنجبر))تخلص او نامه ایښې وه ،خلکود ((روغن بر )) په نامه ونوماوه .
ددلسوز خوله زما په خبرو باندې دشاړ کنډر په څير وازه پاتي شوه ۔ حيرت يې وکړ ،ويل يې:
ــ یاره دا خو عجبه اشا ده . کارونه خو ېې دلوي زمری دی ، خو چالاکۍ کې ګوره ګیدړ ته پاتی کیږي ، ورته وايم:: .
ــ شير په هر څه کي شير وو ، هغه دارزښتونو ديوال په لغته وهلي و. سخت مهارت يې درلود چې څنگه ځان دلويانو اودلوړوڅوکيو خاوندانو ته ورنږدي کړي ۔ که څه هم ځان ېې خلقی باله خو دهغه وخت دهلمند دامنيت پرچمي ريس (م) نه دغڼي دجال په څير تاو شو ، دښکلو نجونو اوميرمنو په پيشکش کولو يې باور تر لاسه کړ ،نور نو سړې دشير له چتې هم پورته او سوپر شير شو ۔ دا ځکه کله چې په هوايي ډگر کي و، نه یوازې دهوایی مفرزې د دقوماندان اعتباري کس شو، ان د هلمند د څارندوی قوماندان سره ېې دشینواریتوب تار وزغلاوه او دهغه هم پوخ ملګری شوچې ددې ټولوپه اعتباربه ېې له کابله شراب راوړل اوپه کندهار اوهلمند کي به يې پلورل ځکه خو دعايد دزياتيدو په چل کي هم يکه تازدمیدان شو ۔
ددلسوز خوله چینګه شوه :
ـ ښه دا خو رښتيا چې دشگو حرامي وو۔ يعني چې هيڅ کار ترې خلاص نه وو۔
ما یی څیره نوره هم ورلوڅه کړه :
ـ دامنیت ریس (م) چې اوس په غرب کې ژوند کوی خولا څه کوی ، چې ځان ېې ان د ولایتې کمیټې مشاورالکسیویچ ته هم
ورنږدې کړ.
دلسوزپه خبروکې راټوپ کړ:
ـ ښه ، ښه ، زه وایم چې دا څنګه ېې اوس امریکا یانو ته ځا ن ورنږدې کړی دی. ، خارجیانو ته دنږدې کیدو چل ېې له هغه وخته یاد دی!
ما نورهم پخپلې حافظې زورراوست چې دلسوزته ېې نورهم لږ ښه بربنډمخې ته ودروم : :
۔ دا شير يوازې په رشوت او دوکه کولو کي شير نه بلکې دښځو په دلالي کي هم يکه تاز و ۔ په دې کار کي هم دډير مهارت خاوند دي. .
دلسوزبیا ټوپ کړ، خوله ېې وازه پاتې شوه ، لکه سند چې رانه غواړي :
ـ هغه څنګه ؟
ما ېې هم دپرتوګاښ ګنډې ته لاس وروړ:
ـ تا ته به نو د(شوړع) میرمن چې د ځوانانو دسازمان مرستیاله وه نه وی یاده چې دې زمری به له ځانه سره کابل ته راوسته او بیا به ېې د سیاسي بیرو(م) او دمرکزی کمیټې دیوه بل غړی(څ) سره د هغه چا په کورکې چې دکابل په مکرویانو کې مجرد اوسیده ،لغړه ګډوله .
دلسوزتندی ته ټس ورکړ:
ـ اخ دا څه وایی ، تر دې حده ؟ دا بیا څنګه له دی مجاهدوورنو ژوندی خلاص شوی دی؟
ما وخندل :
ـ دا داسې بده بلا ده چې دی کار د تاوان پرځای ګټه ورورسوله ،
دلسوزهک پک شو:
ـ عجیبه ، دا څنګه ؟
ډیره اسانه مې ورغبرګه کړه:
ـ هغه ځکه کله چې دنجیب الله حکومت سقوط وکړ، دی کويټي ته ولاړ اوهلته ميشت شو ۔ نو دسترگو په رپ کې لکه شيطا ن د محمود خان اڅکزي د واسکټ جيبونو ته د سیاسي بیرو د هماغه غړی (م) په سپارښتنه ننووت .هغه هم پري باور وکړاو دگوند د يوې برخي مسول شو، دی شو، کورېې شو ، دوترېې شو او موټرخو لا څه کوې.دلته ميټينگ اوهلته ميټينگ ، نور نو سړى داسې والوت چې وزرې يې وکړي اوپه پرواز راغې . څوک ېې زندان ته لیږه او څوک ېې له زندان راخلاصوه ، هم له محمود خان سره او هم له ای ،اس ،ای ،سره ، چا ته شناختی کارت جوړکړه او له چا ېې واخله ، دی شو او دوکان ېې ، ترهغې چې لندن ته ېې سر راووت.
دلسوزوخندل :
نو په لندن کي يې هم گلانو ته اوبه ورکړي ؟
ـ ته مي هم عجب سړي وليدي . نه يوازې او به ، چې يوه ورځ مي شيطان په مخه راغي راته وی وېل . تر اوسه زما جوړه نه وه ،په هر کار کي مي لاس بر وو ــ خو چې شير اعظم مې وليده په ځان مې لانت وويلو، ځکه دهغه په وړاندې ډیرکمزوری وم. .
-څنگه ولي شيطان کم راغی ؟
ـ ځکه چې په لندن کې هم دخير کارونه پيل کړل . . په لندن کي يې سفارتونو ته لار پيدا کړه ۔ دافغانستان په سفارت کي داحمد ولي مسعود سره ملگري شو ۔ تل به يې احمد شاه مسعود ته دوفادارې ډبره په ټټر وهله . په دې ډول يې دسفير باورهم ځانته ر اجلب کړ . نو بيايې بل بيزنس پيل کړ ۔
ـدا بيا څه بيزنس و؟
کله چې به دپښتونخوا نه کوم څوک راغي او دلته به يې د افغان په نامه دپناه غوښتنه وکړه نو سمدواره به وررسيدلي وو ، هغه ته به يې دافغاني تابعيت اسناد جوړ کړل او پيسې به يې ترې واخيستي اوکه چا به نه وکړه نو گواښ به ورته وشو چې ته خو پاکستاني يي . سړي دپاکستان داستخباراتو سره هم اړيکي ټينگي کړي وي اوله داحمد ولي مسعود سره هم اوکلک شوراى نظاري شو ۔
دا ېې لا څه کوې دلسوزه یاره ، چې دپاکستان په استخباراتو برسیره ېې ددې ځای انګلستان استخباراتو ته هم لاروموندله ، خلک لا وایی چې دزردادفریادی دوسیه هم ده رابرسیره کړه ، او ددې لپاره چې زرداد ښه محاکمه کړي ، نوافغانستان ته ېې هم څو سفرونه وکړل چې دهغه دکړنو اسناد راټول کړي
دا هغه شير دى چې دڅو بعدي دند ونه باالاخره دخليل زاد بالکي شو ۔ څو کلونه مخکې ېې دهغه سره د هغه په نامه افغان منورین په دې وغولول چې ګواکې هغه پاکستان د طالبانو په ملاتړبین المللی محکمې ته راکاږی ، او تاسې ېې یاید ملاتړ وکړئ ، خو اوس برعکس دپاکستان او طالبانومدافع وکیل ګرځیدلی دی.
اوس يې دخلیلزاد شاه نيولي ۔ په افغانستان کې سوله هم غواړي دخليل زاد دپروگرام دفاع اوتشريح هم کوي ، ان کله خو لا وایی چې دخلیلزاد دسولې طرحه هم دده دفکر محصول او تولید دی. (هم دا کوي هم دا . )
دلسوزلاس پورته کړاو پوښتنه ېې وکړه:
دا رښتيا چې عجيبه اشا ده . خليل زاد ددومره لویی سیاسی تجربې او بین اللملی اعتباره سره څنګه بیا په ده اعتبار کوي ؟
زرمې وپوهاوه :
-ـ ځکه چې خليل زاد هم داسې «يو رند بچه کابل »ته اړتيا لري چې سترگې يې له پاسه ر اڅيري وي دلته اوهلته تبليغ وکړي ۔
نورپوه شوم څومره چې دا د شیطان سکه ورورراسپړم ، نوی ، نوی خبرې مې راپه زړه کیږي او که همداسې دوام ورکړم ترسبا یی هم نشم خلاصولی ، نو خبره مې رالنډه کړه :
د ا شير اعظم اوس شير کشمير دى . دى «شير کشمير» یو وخت له یوې مدنې فعالې هم شل زره دالره واخيستل ، چې جنجال اودعوه يې لا تر اوسه روانه ده ۔ دخليل زاد جيبونه هم وهي ۔ دپښتنخوا عوامي گوند (محمود خان اڅکزي جيبونه يې هم وهلي دي . دا ځکه دې« لوې زمري» اوس نوي مغازه پيدا کړي ده اوهغه دخليل زاد اوږده جيبونه دي .
۔ کور دي گډ شه ۔ په دې کارونو ،
اخلاق هم ښه شى دى. . !